تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي ځيني پوهان خلگ عيسايان دي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 9, 2019
  0

ليکوال :  مولوي عصمت الله "عزام"

د حيرانتيا خبره دا ده چي د عيسائيت دين چي اساسي عقيدې يې د معمولي عقل خاوند ته هم د منلو نه دي او بايبل هم داسي کتاب دی، چي ډېر په اسانۍ سره هر چاته  معلومېږي، چي وروسته د مختلفو ليکوالانو له خوا ليکل سوی او داسي ښکاره غلطۍ او ټکرونه په خپل منځ کي سره لري، چي تطبيق يې امکان نلري؛ خو بيا هم په ميليونونو نصرانيان په عيسائي عقيدو معتقد او په دې اند دي، چي بايبل د الله پاک له لوري نازل سوی مقدس کتاب دی.

 

ددې اساسي لامل دا دی، چي دوی په پټو سترگو د پاپانو په خبره اعتماد کوي او د دين په اړه په خپله څېړنه نه کوي.

 

پوښتنه دا ده، چي په عيسايانو کي ډېر پوهان او ساينسپوهان سته، هغوی څنگه دغسي ښکاره ناسمه او د عقل خلاف عقيده لري؟ (په هندوانو او بودایانو کي هم ډير پروفیسران او ساینس پوهان سته نو بیا ولي د حیواناتو او پخپل لاس جوړ کړي بوتانو عبادت کوي؟!)

 

ددې پوښتني جواب په قرآن کريم کي د بلقيسي په هکله ذکر سوی دی:


بلقيسه هوښياره ښځه وه او په سورة النمل کي يې بيان سته؛ خود دې د هوښيارتيا د معلومېدلو سره- سره دا سوال پيدا کېږي، چي دا دومره هوښياره وه، نو بيا يې ولي د سليمان علیه السلام سره تر ملاقات مخکي د الله پاک توحيد نه مانه او د لمر عبادت يې کاوه؟ څوک چي خپله عاجز او مخلوق وي، هغه خو د عبادت لائق نه وي، عبادت خوبايد د لايزال خالق وسي.
 


الله پاک ددې پوښتني جواب داسي کړی دی:
 وَصَدَّهَا مَا كَانَت تَّعْبُدُ مِن دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِن قَوْمٍ كَافِرِينَ ﴿النمل: ٤٣﴾
ژباړه: اودا(له توحيده)هغه څه منع کړې وه، چي دې يې پرته له الله عبادت کاوه، يقيناً دا له کافرقوم څخه وه!


الله جل جلاله په دې مبارک آيت کي د دې د شرک دوه سببونه بيان کړي دي:


۱: بلقيسه دغيرُ الله په عبادت مشغوله او عادت وه؛ ځکه د انسان طبيعت داسي دی، چي څوک په يوه نظر او عقيده وي، بلي عقيدې او نظريې ته يې چندان فکر نه اوړي، چي په اړه يې معلومات وکړي.


۲: د بلقيسي ټول قوم کافران وو، د دې په ماحول او چاپېريال کي د توحيد او حق اواز نه و پورته سوی، ټول خلک يې پر دې طريقه ليدل، چي د لمرعبادت يې کاوه، دې هم د هغوی په څېر عقيده لرله.


قومي عادات او ماحول هم خپل اغېز لري او ډېر وخت د دې لامل کيږي، چي انسان يې په اړه فکر اوسوچ ته نه پرېږدي.
نوله دې آيت څخه دا معلومه شوه چي يو مذهب او عقيده انسان له بل څخه غافله کوي او همدا راز دا هم معلومه سوه، چي ماحول او چاپېريال د انسان پر عقيده او عمل اثر لري، نو د غلط ماحول، مجلس او بې لارو ملگرو څخه ځان ساتل  ضرور دي؛ ځکه پر انسان اثر کوي.


په نتيجه کي وايو، چي دا جواب هم معلوم سو، چي ځيني هوښياران ولي په عيسائي باطله عقيده معتقد دي؟ 

ــــــــــــــــــــــــــ
د نژدې ملګري په انتخاب کی احتیاط (الحدیث) .

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته