تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیسائیت په افغانستان کي ( ۷ )
  تعلیم الاسلام
  December 16, 2017
  0


لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اوسنی بایبل د خدای کتاب نه دی:

زه دلته صرف د عیسایي علماء په اعترافاتو باندي کفایت کوم، چي خپله عیسایي علماء هم دا اقرار کوي چي دغه بایبل کوم الهي کتاب نه دی . 

 

د نړيوالوعيسايي علماء اعتراف

 

د اکهارن اعتراف:

اکهارن چي یو عیسایي فاضل او عالم دی او ډېر کتابونه یې په دې هکله لیکلي دي پخپل یوه کتاب کي په ۵۳ پاڼه کي لیکي:

د انجیل متي لومړي دوه بابونه دده لیکنه نه ده.

 

په ۶۳ پاڼه کي بیا لیکي:

د یهودا اسخریوطی کيسه چي په انجیل متي باب ۲۷ کي بیان شوې ده د۳- ۱۰ ایاته پوري بلکل درواغ ده. او همدارنګه په دغه باب کي ۵۲ او۵۳ ایاتونه الحاقي دي.

 

په ۷۰ پاڼه کي لیکي:

انجیل مرقوس باب ۱۶ ، ۱۲ ایاتونه ټول درواغ دي.

 

په ۸۹ مخ کي لیکي:

انجیل لوقا کي باب ۲۲ کي ۴۳ او۴۴ ایاتونه الحاقي دي.

 

بیا وايي:

اصلي انجیل ورک دی، په اوسني انجیلونو کي هم درست بیانونه شته او هم درواغ، په دې انجیلونو کي تحریف هم شویدی، بت پرستو علماء هم کار پکښې کړیدی، عیسایانو خپل انجیلونه درې یا څلور ځلی بدل کړیدي، تر دې اندازې پوري چي مضامین یې هم بدل شویدي.

(بایبل سے قرآن تک  ج۔ ۱، ص ۵۳۸- ۵۷۲، (اظہارالحق کااردوشرح )لیکوال: شیخ الاسلام حضرت مولانامحمدتقی عثمانی)

 

د ډاکتر ګراهام سګروګی (Dr. Graham Scoggie) اعتراف:

 

ګراهام سګروګی پخپل کتاب په ۱۷  مخ کي لیکي:

مقدس بایبل انسان جوړ کړی دی، او ځیني خلک زما دا خبره ردوي زه نه پوهیږم چي ولي؟ په اصل کي دا کتاب د انسان له مغزو څخه راوتلی  دی، انسان لیکلی دی او د انسان په ژبه سره لیکل شوی دی او هر څه یې انساني دي.

 

کنيت ګرېګ (Kenneth Cragg) چي یوعیسایي عالم دی وایي:

نوې عهدنامه چي د بایبل یوه برخه ده دا د خدای کلام نه دی، په دې کي د خلکو هغه کيسې او پیښي شتون لري چي په سترګو یې لیدلي وي او یا اورېدل شوي دي دا د کلیسا اوازه ده چي دا د خدای کتاب دی.

 

د پروفيسر ګيسر اعتراف کوي:

 

 (Prof. Geiser: A member of the Moody Bible Institute.)

 

تر دې سرلیک (ایا بایبل د خدای کتاب دی؟) لیکي:

 

?Is the Bible the Word of God

 

سپېڅلی بایبل د خدای کتاب نه دی، ددې با وجود هغه یو مقدس کتاب دی.

 

(Islam and Christainity /Husain Hilmi 2011 Istanbul Trukey)

نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته