تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان بدن ته د پیریانو د داخلیدو اسباب
  تعلیم الاسلام
  January 11, 2017
  0

 ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د انسان بدن ته د جناتو داخلیدل د امت یوه اتفاقي عقیده ده، دا چي څنګه پیریان د انسان بدن ته داخلیږي په دې اړه علماء لیکي:
 
ولي پیری د انسان بدن ته داخلیږي؟
 
۱: پیریان هم اختیار لري
 
پیریان لکه انسان داسي اختیار لري نو لکه انسانان چي یو د بل خلاف کړني کوي پیری هم دغسي بد اعمال ترسره کوي.
 
۲: مینه او عشق
 
کیدای سي د یوه انسان سره یې محبت پیدا سي مثلاً هغه کس چي د پیري خوښ سي یا یوه انسان کالي کښلي وي پیری يې وویني او خوښ يې سي. ځکه نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چي تاسو د کالو کښلو په وخت کي بسم الله وایاست، په دې سره ستا او د جن ترمنځ پرده پیدا کیږي! اکثره ښځي ددې خطر ښکار کیږي چي په هر محفل او ځای کي ځانونه سینګاروي او یا د لباس اغوستلو په وخت کي احتیاط نه کوي بې ستري کوي. مسلماناني ښځي باید ډير احتیطا وکړي.
 
۳: پیري ته زیان رسول
 
کله چي یو انسان پیري ته زیان ورسوي، مثلاً ګرمي اوبه یو ځای وپاشي، پر پیري بولي وکړي او یا هغه پیری قتل کړي، نو هغه انتقام اخلي. ځکه نو باید مسلمان د هر کار په کولو کي مسنونه اذکار هیر نکړي لکه بسم الله ویل او داسي نور.
 
ایا پیری هر وخت د انسان بدن ته داخلیږي؟
 
هر وخت نه داخلیږي بلکي پيریان په څلورو حالاتو کي د انسان بدن ته داخلیږي:
 
۱: د سخت قهر په وخت کي
 
کله چي انسان ته ډيره غصه او قهر ورسي په دغه وخت کي پیری حمله کوي او داخلیږي. همدا وجه ده چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي چي د قهر په وخت کي که ولاړ یاست کښېنی، که ناست یاست ولاړ سئ. دا ولي؟ ترڅو دغه جن یا پیری د حرکت په وجه په تکلیف سي او خپل کار ته پاته نه سي ځکه د قهر په وخت کي جن د انسان کنټرول په لاس کي اخلي.
 
په بل حدیث شریف کي راځي چي د قهر په وخت کي دي اعوذبالله من الشیطان الرجیم وویل سي .
 
۲: د ډيري بیري په وخت کي
 
د ویري په وخت کي هم انسان د جن یا پیري مداخلې ته مساعد وي. باید په داسي وخت کي هم د ایتونو تلاوت او اذکار هیر نسي.
 
۳: د غفلت او سستۍ په وخت کي
 
هغه کسان چي تلاوت او اذکار نه کوي، په ورځنیو عباداتو کي سستي کوي، مثلاً تشناب ته په داخلیدو اذکار نه وايي، کور ته ننوځي یا خوراک او چیښاک کوي بسم الله نه وايي نو د جناتو ښکار ګرځي. 
 
۴: د شهوت په وخت کي
 
څوک چي په شهوتو کي ډير مصروف وي، مثلاً د فحش صحنې کتلو په وخت کي چي څوک ډير ورته متوجه وي، یا چي ناروا اړیکي ساتي، د فحشاء او منکراتو د اسبابو او ځایونو څخه ځان نه ساتي همدغه کسان اکثره وخت د جن یا پیري د ښکار لپاره اسانه ذریعه وي.
 
خلاصه دا چي تلاوت، اذکار او عبادات د مسلمان ساتنه د سپر او کلا په ډول کوي چي په دې سره د الهي نصرت او د ملائیکو د ملګريتوب څخه برخمن کیږي. 
 
ماخذ: د مجموعة الفتاوی څخه په استفاده د زیاتونو سره
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته