تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځینه رحم په اجره اخیستل حرام دي
  تعلیم الاسلام
  December 24, 2016
  0
ژباړه: استاذ اختر محمد جهید / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ښځينه رحم په مزدوري او اجوره اخيستل په دې ډول دي چي کله د چا اولاد نه کیږي نو د پردۍ ښځي رحم (بچه دان ) د القاحي حمل لپاره و کارول سي، د داکټر لخوا د یوه سړي نطفه او د یوې ښځي سپرمونه يو ځاي ورحم (بچه دان) ته ور داخيل کي.
 
ډير ځله دا کسان چي دا کار کوي په خپل منځ کي خاوند او ميرمن نه وي، په رحم (بچه دان) کي دا جنين (زايکوټ) وده کوي او بيا دنيا ته راځي تر دې وروسته خاوند او ميرمن د خپل زوی په شان ددې ماشوم پالنه کوي او دا د دوی قانوني زوی بلل کيږي.
 
معاصر علماء د رحمونو د اجاري ورکولو په مسئله کي بيلابيل نظرونه لري لومړۍ ډله علماء وايي دا کار په مطلق ډول نا روا دئ او دا د جمهورو معاصرو علماء قول دئ لکه په هند کي دارالعلوم دیوبند او په مصر کي د اسلامي څيړونو ټولني او د المجمع الفقهي الاسلامي مجلس په دې هکله خپل فرمانونه صادرکړيدي او دا کار يې حرام بللی دی. د حرمت دلایل یې دا دي الله پاک فرمايي:
 
وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (5) إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (6) فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ.( سورة المؤمنون:۵-۷)
 
ژباړه: او هغه کسان (هم کامیابه سول) چي د خپلو شرمځایونو ساتونکی وي. پرته له خپلو مېرمنو او هغو ښځو څخه چي د هغه مینځي وي نو هغوی (خپلو ښځو او خپلو مینځو ته په ورتلو سره) پړه کیدونکي نه دي. نو که څوک له دغو (خپلو ښځو او مینځو) پرته نور څه وغواړي هم هغوی تجاوز کوونکي دي.
 
همدا ډول الله عزوجل فرمايي: وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً (سورة النحل:٧٢)
 
ژباړه: او الله پاک ستاسو له خپل جنس څخه ميرمني وګرځولې او هم هغه له دغو ميرمنو څخه تاسي ته زامن او لمسيان در کړيدي.
د رحم استئجار ډیر زیات نور مفاسد هم لري لکه:
 
  • د پورته ایتونو له مخي چي د یو رحم اجاره کول حرام دی همدارنګه د نسبونو اختلاط او ګډوډي ته هم رسيږي که دا ښځه چي رحم يي په اجاره اخيستل سوی وي که واده سوې نه وي د تهمت او بد ګمانۍ څخه خوندي کيدای نسي.
  • ددې ښځي او د نطفي د خاوند تر منځ هيڅ شرعي علاقه و جود نلري چي ددې حمل پر غیر مشروعیت دلالت کوي ځکه شرعي حمل هغه دی چي د خاوند او ميرمني د يو ځای کيدو څخه منځ ته راغلی وي.
  • ددې نطفې خاوند ددې ښځي څخه هيڅ د جنسي ګټي اخيستلو حق نلري له همدي امله دی دا حق هم نلري چي ددې رحم په داسي حمل سره مشغول کړي چي نه ددې څخه وي او نه يي حق کيږي.
  • دا کار د منازعاتو او جګړي سبب هم کيږي ځکه دوې ښځي به د مورګلوی د حق دعوه کوي چي يوه د سپرمونو او تخمې څښتنه ده او بله د رحم څښتنه ده.
  • دا کار د حقيقي مورګلوۍ معني فاسدوي کوم چي الله پاک په فطري ډول پيدا کړيده ځکه دلته د تخمې او سپرمونو څښتنه بيله تکليفه او سختۍ څخه  د ماشوم مور وبلل سوه په داسي حال کي چي هغې ښځي د حمل سختي او دردونه پر ځان وړي دي کوم چي دا ماشوم يي په نس کي ګرځولی دی د هغي په غذا يې غذا حاصله کړېده او د هغې د بدن يوه ټوټه ګرځیدلې ده.
  • ددې کار دروازه خلاصول و انتشار او خپريدو ته رسيږي ځکه هر څوک چي د خپل بدن او صحت ساتنه و غواړي نو دې کار ته به لاس اچوي او نسل راوړل به د ساليمي طريقي څخه د شهرت او سوداګرۍ لاري ته ور ګرځوي او ددې لاري به نسل منځ ته راوړي.
  • د ښځي رحم د هغو شيانو د جملي څخه نه دی چي ورکړه او اباحت قبلوي په هر ډول چي وي ماسيوا له هغي شرعي طريقي څخه چي الله پاک رواه کړې ده چي هغه نکاح ده.

 شيخ عبد الله بن عبد الرحمن الجبرين د رحم د اجارې په هکله وايي:

دا يو مبتدع او منکر کار دی او هیچا هم ندي ذکر کړي چي د امت امامانو يا علماء دي جواز ور کړی وي يا په زړه کي څه ور ګرځيدلي وي سره له دې چي داسي اسباب او دوافع موجود وه چي ددې و مثل ته بلنه ورکړي. دا کار په دي ورستيو کلونو کي د کفارو لخوا منځ ته راغلی دی ځينو ته دا کار  ښايسته کړل سوی دی او ويلي يې دي چي په دې کار کي هيڅ ممانعت نسته او په دي کي هيڅ شک نسته چي دا کار حرام دي.
 
لومړی الله پاک د فرجونو د ساتلو امر کړيدی لکه چي فرمايي: وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (5) إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (6) فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ.( سورة المؤمنون:۵-۷)
 
نو الله پاک د فرجونو روا والي منع کړيدی مګر خپلي ميرمني او منځياني بيا پروا نه کوي دوهم الله پاک دا خبر ورکړيدی چي انسان د خپل نسب او اولاد په ساتلو سره مکلف دی او په دې کي شک نسته چي دا رحم په اجاره نيول د نسبونو ترمنځ اختلاط او ګډوډي منځ ته راوړي او شک او شبهه پکښي راځي همدا راز د اصلي مور او اجاره کړل سوي مور ترمنځ منازعه او جنجال منځ ته راځي.
 
د کتور عبدالغطبم المطعني ويلي دي چي د رحمونو په اجاره نيول د غربي نړي د ناوړه بدعاتو څخه يو بدعت دی دا صرف مادي تمدن او پر مختګ دی چي د اخلاقي اساساتو او ارزښتونو سره هيڅ سمون نلري.
 
خو د شک پرته را جيح او غوره قول مطلق ددې کار ناروا والی دی ځکه د نه روا والي دليلونه ډير قوي دي او په اسلام کي د نسبونو وساتلو ته ډيره پاملرنه سوې ده نو د هغه کار څخه ليري والي پکار دی چي نسبونه سره مختل او ګډوډوي.
   
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته