تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هر رسنیز سوی خبر قاطع او حقیقي نه وي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 8, 2023
  0


لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
هر رسنیز سوی خبر قاطع او حقیقي نه وي 


هره ورځ په رسنیو کي مختلف خبرونه اورو، وینو او لولو، ځیني خبرونه پرمختیايي وي، ځیني د روانو شخړو او معضلاتو اړوند، ځیني ناببره واقعاتو او ټرافیکي پېښو اړوند او ځیني نور بیا د سیاسي پېښو او جنجالونو په اړه لیکل کیږي. 


د خبرونو له پاره سرچیني پر دوه ډوله دي، یو ئې رسمي سرچینې او بل هغه ئې غیر رسمي سرچینې دي. هغه خبرونه چي سرچینې ئې رسمي او باوري وي تر ډېره حده د اعتماد وړ وي او باور ورباندي کېدای سي، خو هغه خبرونه چي سرچینې ئې غیر رسمي او نا باوره وي، دغسي خبرونه تر ډېره حده د واقعیتونو خلاف وي. 


دا چاره په رسنیو پوري هم تړلې ده، ځيني رسنۍ کوښښ کوي، چي د شهرت ترلاسه کولو او لوستونکو، اورېدونکو او لیدونکو د زیاتولو په هدف د خبر سرعت ته د دقت په پرتله لومړیتوب ورکړي، اما ځیني رسنۍ بیا په دې برخه کي حساسي وي، یعني یو خبر تر هغو نه خپروي، ترڅو د دقت په اړه ئې پوره اطمینان حاصل کړی نه وي. 


موږ ته په کار ده، چي د هري رسنۍ څخه چي خبر اورو، باید دې ته پام وکړو، چي خبریال دغه معلومات د چا څخه اخیستي دي، یعني سرچینه ئې څوک یا کوم ارګان دئ. که ئې چیري سرچینه نا معلومه وي، نو بیا دا خبر پوره یقیني نه دئ او باید باور ورباندي ونه سي، بلکي په اړه ئې لا ښه معلومات وسي، ترڅو ځان لا مطمینه سي. 


یوه بله مهمه خبره دا ده، چي ځیني هیوادونه د نړۍوالو رسنیو څخه د خپلو سیاسي اهدافو له پاره هم استفاده کوي، د رسنیو پر مټ داسي پروپاګنډ کوي، چي زړه يې غواړي. 


د مثال په ډول، د تېرو دوو کلونو راهیسي غربي رسنۍ په پوره وس د دې هڅه کوي، چي په افغانستان کي وضعیت ترینګلی معرفي کړي، هره ورځ د افغانستان په اړه منفي راپورنه خپروي او افغانانو ته بېځایه اندېښني ور پیدا کوي. جالبه خبره لا دا ده، چي په افغانستان کي د روانو چارو په اړه به د هغه افغانانو سره خبري کوي، کوم چي د افغانستان څخه دباندي اوسېږي. 


مثلا دوی وايي، په افغانستان کي د تېر حکومت نظامي کار کوونکي خوندي نه دي، په داسي حال کي چي د تېر حکومت اکثریت نظامیان لا هم په خپلو وظیفو مقرر دي، دوی پر دې مسئله چي په افغانستان کي لوږه زیاتېدونکې ده، هره ورځ ګردي مېزونه جوړوي، اما پر دې بیا بحث نه کوي، چي امریکا او متحدینو ئې ولي د افغانستان شتمني کنګل کړې ده.


افغانان باید د رسنیو پر پالیسیو پوه وي، د رسنیو پر خبرونو بېله تحقیق څخه باور ونه کړي او د نړۍوالو د پروپاګنډ څخه متأثره نه سي.

 

 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته