اسلامي رسنۍ
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
انسانان چي څه ویني، څه اوري او څه لولي د هغو څخه متاثره کیږي؛ همدا وجه ده، چي پر اسلامي فطرت پیدا سوی ماشوم د یهودي په کور کي یهودی، د عیسوي په کور کي عیسوی او د مجوسي په کور کي مجوسی ګرځي، ځکه د مور، پلار او کورني چاپیریال رنګ او اثر پر لویږي، لهذا د فسق او کفري رسنیو په مقابل کي د اسلامي رسنیو پرانيستل لازمي او د ثواب کار ګڼل کیږي، په دې به نه یوازي د کافرانو د فکري یرغل، د فساد او بد اخلاقيو د تهاجم او شر مخه ونیول سي، بلکي د همدغو وسایلو په ذریعه به اسلامي تعلیمات عام او د ابلاغ او دعوت وجیبه به په اعم او اشمل ډول انجام سوې وي.
د اسلامي رسنۍ لپاره لومړی دا لازمه ده، چي اداره کونکي او د خپرونو وړاندي کوونکي یې داسي اشخاص وي، چي د هغوی پر دیانت او علمیت باور کېدلای سي، ځکه د فاسق، متهم او کذاب روایت نه منل کیږي.
دوهم دا، چي اسلامي رسنۍ باید پر اخلاص بناء وي، د پرانيستلو باعث یې دیني اړتیا او ضرورت، د تعلیم او دعوت د ساحې پراختیا، پیاوړتیا، تنوع ، د کیفیت سمون او ښکلا او د فسق او کفري رسنیو مقابله او د هغو د شر مخه نیول وي.
اخلاص: دیني خدمات که پر اخلاص بناء نه وي، محض نفسي ذوق او شخصي مقاصدو ته د رسېدلو د پاره سپرلۍ وګرځول سي، نو نه يوازي دا، چي د عدم اخلاص له کبله یې پرانستونکی د ثواب څخه بې برخي کیږي، بلکي ډېر ځله یې د اسلامي خدماتو څخه مطلوب مقاصد نه تر لاسه کیږي او کله یې بیا دیني خدمات تر نفسي غوښتونو قربان کیږي او د ګټي پر ځای فساد پر مرتب کیږي.
اړتیا : دیني خدمات باید د دیني اړتیا پر بنسټ انجام سي، ځکه دیني خدمات د عامه مسلمانانو په مالي مرسته انجامیږي، د مسلمانانو صدقې باید بې ځایه او عبث مصرف نه سي، د بېلګي په ډول: اوبه د انسانانو حیاتي اړتیا ده. په یو کور کي، چي اوبه نه وي او د برمې وسع هم و نه لري، په بل کور کي برمه او د اوبو پراخي وي، که یو مسلمان د خیر په نیت برمه وهي، باید په هغه کور کي یې ووهي کوم، چي اوبو ته اړتیا لري، که څوک اړه کورنۍ پرېږدي په هغه بل کور کي د برمې څنګ ته برمه وهي دا په ښکاره ډول عبث کار ګڼل کیږي.
پیاوړتیا: اسلامي رسنۍ باید د اسلامي رسنیو او نورو دیني خدماتو د پیاوړتیا په غرض ایجاد سي، څو د کفري او د فسق د رسنیو په مقابل کي د اسلامي رسنیو مورچل قوي او مضبوطه سي. د یوې اسلامي رسنۍ "په څنګ کي" د بلي اسلامي رسنۍ د پرانيستلو هدف دا وي، چي د کفري او د فسق د رسنیو د اورېدونکو، لیدونکو او لوستونکو د مزاج او جذب لپاره، د اسلامي رسنۍ د پیاوړتیا او د کفري او د فسق د رسنیو د مقابلې لپاره، يا د موجوده اسلامي رسنۍ په خپرونو کي د اثرښندونکو خپرونو د نه موجوديت له امله په نوې بڼه یوه داسي اسلامي رسنۍ ایجاد سي، چي کفري او د فسق رسنیو ته ور پاته اورېدونکي او لیدونکي ځني را جذب کړي،
نو په دې سره به په واقعي ډول اسلامي رسنۍ پیاوړې او د کفري رسنۍ مقابله سوې وي، خو که د یوې اسلامي رسنۍ د پوښښ په ساحه کي د اسلامي رسنۍ په نامه بله رسنۍ په "عین شکل او صورت" ایجاد کیږي، هدف یې د جدید اورېدونکو را جلبول نه وي، بلکي هدف یې د موجوده اسلامي رسنۍ اورېدونکي او کتونکي وي، د دغي رسنۍ اساسي موخه د کفري رسنیو مقابله نه ده او نه هم اسلامي رسنۍ په پیاوړې کیږي بلکي د اسلامي رسنۍ د خپرونو مزاحمه او اخلالونکې ګرځي؛ جدید څه د ځان سره نه لري او نه هم جدید اوریدونکي یعني د فسق د رسنیو اورېدونکي ځان ته را جذبوي .
تعلیم الاسلام مجله (۱۸ ګڼه)
www.taleemulislam.net