تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اختلاس پیژندنه
 
  November 27, 2016
  0

 ترتیبونکی: محمد حنیف فضلي / په مختصر ډول

اختلاس څه ته وايي؟

  اختلاس د دولتي کارکونکو او عامه خدماتو د مامورانو هغه تجاوز يا د حد څخه تيرى ده چې د وظيفې د سرته رسولو په وخت کې يې  په عمومي اموالو، بيت المال يا د اشخاصو په هغو اموالو کې چې دوى ته سپارل شوي وي ترسره کوي.


 اختلاس په امانت کې د خيانت يو ځانګړى ډول ده او يواځي په دې اختلاف چې د اختلاس د جرم مرتکب به ضروري دولتي مامور وي او اختلاس به دولتي مالونو يا د اشخاصو په هغومالونو کې چې دولت ته په امانت ښودل شوي وي تر سره کوي ولي خيانت د هر چا له خوا او په هرم ډول مال کې ترسره کېداى شي. 

ددې لپاره چې د اختلاس جرم په ښه توګه وپېژنو او د هغه په اړ هر اړخيزه معلومات تر لاسه کړ و نو په لاندي څو مبحثونو کې يې په تفصيل سره واضح کوو.

د اختلاس پيژندنه 

  لکه څرنګه چې مخکې وويل شو اختلاس په امانت کې د خيانت د جرم يو شکل ده او د هغو جرايمو د جملې څخه دى چې د هغه مرتکب به لازماً دولتي کارکوونکى وي نو د ښه پېژندلو لپاره يې په لاندي ډول لومړى د هغه لغوي تعريف او ورپسې اصطلاحي تعريف کوو.

 الف - داختلاس لغوي تعريف: 
اختلاس په لغت کې هرڅومره زر په عجله اوتيزي سر ه د يو شي د نيولو په معنى ده او همدارنګه د مناسب وخت څخه د ګټې پورته کولو په معنى ده او په فقه کې د غير محرز ځای څخه د مال اخستلو په معنى ده. (۱)

   ياهمدارنګه اختلاس په لغت کې د يوشي ، يا مال او يا پيسو د تر لاسه کولو په معنى ده که د امال يا پيسې د دولت وي يا اشخاصو پوري اړه ولري. (۲)

  ب- د اختلاس اصطلاحي تعريف :

په حقوقي لحاظ کولاى شو اختلاس داسي تعريف کړو:

 اختلاس د دولتي کارکونکي لخوا په سؤ نيت سره په خپله يا د بل په نفع د هغه دولتي يا شخصي مال د وړلو او تصاحب (د ځان ) کولو څخه عبارت دی کوم چې د وظيفې د حکم په اساس د هغه په واک کې ورکړل شوي وي. (۳)

 اويا همدارنګه په دولت يا بيت المال پورې د مربط مال يا پيسو اويا د هغه شيانو چې دولتي مامور يا د عامه خدمتونو رسمي يا غير رسمي مامور ته سپارل شوي وي د وړلو او تصاحب  (د ځان ) کولو ته اختلاس ويل کېږي.(۴)

هـ - اختلاس يوقصدي مقيد جرم ده 
د اختلاس د جرم يوځانګړتيا داهم ده چې اختلاس يو قصدي جرم دی او په دي باندي مقيد دی چي د اختلاس د جرم په نتيجه کې به ضرر رامنځته کېږي يعنى د اختلاس جرم هغه وخت تحقق پيدا کوي چې دولتي کارکونکى  په سؤ نيت او د خيانت په قصد عامه شتمني يا پيسې او يا په اشخاصو پوري مربط مالونه کوم چې ده ته سپارل شوي په ناروا توګه په خپله نفع يا د بل په نفع واخلې او په پايله کې  دولت يا د مال خاوند ته د ضرر او تاوان باعث وګرځي نو په دې اساس ويلاي شو چې د اختلاس په جرم کې د بل چا ضرر او زيان هميشه د پاملرني وړده. (۵)

مخکنۍ لیکنه: د رشوت پیژندنه او حکم

--------------------------------
١ داکترايرج،گلدوزيان،حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه،انتشارات وچاپ دانشگاه تهران،سال ١٣٨٤ هـ ش ص ٤٢٩ ) 
٢ داکترمحمدصالح،وليدي،حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه انتشارات اميرکبيرتهران،سال ١٣٨١هـ ش ص٤٠٥) 
٣ داکترايرج،گلدوزيان،حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه،انتشارات وچاپ دانشگاه تهران،سال ١٣٨٤ هـ ش ص ٤٢٩ ) 
۴ داکترمحمدصالح،وليدي،حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه انتشارات اميرکبيرتهران،سال ١٣٨١هـ ش ص٤٠٥) 
۵ دقضائي روزني کورس،دجزادقانون ځانګړي برخه.( کابل:دافغانستان دعدلي اوقضايي چارو پروژه،١٣٨٧هـ ل کال ص٢٣)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته