تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د فارس پاچا کسرْی ته ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 20, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۴۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د فارس پاچا کسرْی ته ليک

 

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د فارس پاچا کسرْی ته ليک ولېږى، د دغه ليک د رسولو دپاره يې عبدالله بن حُذافه السهمي رضی الله عنه  خوښ او انتخاب کړى، دغه ليک هم ساتل سوى دى مګر په خپله هغه ليک نه دى موجود ځکه هغه ليک کسرْی څيري کړی خو د ليک مضمون يې موجود دى، د دغه وخت د فارس د پاچا نوم پرويز ؤ چي لقب يې کسرْی ؤ، نو دغه ليک عبدالله بن حُذافه السهمي يو وړى او هلته يې په خپله وکسرْی ته و وايه چي د ترجمان د طرفه ترجمه کېدى او ليک داسي ليکل سوى ؤ: 


﴿بسم الله الرّحمْن الرّحيم، من محمّد رسولِ الله إلْى کسرْی عظيم فارس: سلامٌ علْى من إتبع الهُدْى، واْمنَ بالله ورسوله، وشَهدَ أن لا إلْه إلا اللهُ وحده لا شريک له، وأن محمّداً عبدُه ورسوله، وأدعوکَ بدعاية الله، فَإنّي أنا رسول الله الْى النّاسِ کآۤفه، لِيُنذرَ من کان حيّاً و يحِقّ القولُ علْى الکافرين، فَأسلِم تَسلَم، فَإن أبَيتَ  إثمَ المجُوسِ عليک﴾.


کوم وخت چي کسرْی ته دغه ليک فقط دومره و ويل سو « من محمّد رسولِ الله الْى کسرْی عظيم فارس» کسرْی فوراً په قهر سو ليک لا پوره نه دى ويل سوى کسرْی په غضب سو په تکبر او غرور سره يې و ويل: زما د رعيت څخه يو خوار مريئ خپل نوم زما تر نامه د مخه ليکي؟ او وايي: من محمّد الْى کسرْی، ده بايد ليکلي واى الْى کسرْی من محمّد، دا غرور او تکبر ؤ، ليک پوره نه دى ويل سوى چي د قاصد د لاسه يې واخستى څيري او ټک ټک يې کړى، کوم وخت چي دغه خبر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورسېدى نو يې و فرمايل: الله جل جلاله  دي د ده پاچهي ور ټک ټک کړي.


 دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ښرا په ياد ولرى بيا به د حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په سيرت کي و وينى چي د کسرْی پاچهي څنګه ټک ټک سوه او په څلور کاله کي يې څوارلس پاچهان مړه يا رَد او بدل سوه، اوس نو کسرْی د دغه ليک په مقابل کي څه وکړه؟ څرنګه چي باذان د کسرْی د طرفه په يمن کي والي ؤ او دغه قصه مو مخ کي درته بيان کړې ده چي د فارس حکومت څنګه و يمن ته داخل سو او يمن يې د ځان مستعمره وګرځول، هغه قصه به مو په ياد وي، نو کسرْی و دغه خپل والي ته چي باذان نومېدى ليک ولېږى او په ليک کي يې ورته وليکل:

 

دغه څوک چي په حجاز کي پيدا سوى دى او د نبوت دعوه کوي ستا د طرفه څخه دوه قوي نفره ور ولېږه چي ما ته يې را ولي، باذان هم د خپلو نفرو څخه دوه نفره اختيار کړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې د يوه ليکه سره ور ولېږل چي په هغه ليک کي يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کاوه چي د دغه دوو نفرو سره ما ته راسه چي وکسرْی ته دي ور ولېږم، دغه دوه نفره چي ږیري یې خرولي وې او لوی لوی برېتونه یې وه مدينې منورې ته ورسېدل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته یې و ويل:

شاهنشاه، يعني: د پاچهانو پاچا (کسرْی) باذان ته امر وکړی چي تا ته يو څوک در ولېږي او تا کسرْی ته ور ولي، نو باذان موږ تا ته راولېږلو چي را سره ولاړ سې، نو اوس ته باذان ته تسليم سه چي هغه دي بيا کسرْی ته وليږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  تبسم وکړی او وې فرمايل: تاسي اوس ولاړ سى استراحت  وکړی او  سبا بيا ما ته راسى چي ستاسي د غوښتني جواب درته و وايم.


 وروڼو! د فارس د ټولو خلکو دا عقيده وه چي د کسرْی په کورنۍ کي الْهي نسب سته نو خود وکسرْی ته يې رب ويل او رب يې باله. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو دوو نفرو څخه پوښتنه وکړه چي تاسي ولي ږیري خروی او برېتونه لویوی؟ دوی و ویل: زموږ رب موږ دغسي امر کړي یو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: زما رب بیا زه امر کړی یم چي ږیره پرېږدم او برېتونه کوچني کړم.
تاسي پوه سواست چي د ږیري پرېښوول یواځي سنت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر نه دی بلکه دا الْهي امر دی چي خپل رسول او مسلمانان یې په امر کړي دي.


خير سبا چي هغه دوه نفره د جواب اورېدلو دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: باذان ته و واياست: نن شپه چي د شپې اووه ساعته تېر سوي وه زما رب ستا رب کسرْی و واژه، ابن سعد رحمة الله عليه  وايي: دغه شپه دسه شنبې شپه وه او د هجرت د اوم کال د جمادي الاول يوولسم تاريخ ؤ او په دغه شپه الله جل جلاله  د کسرْی زوى چي شيرويه نومېدى پر کسرْی مسلط کړی او خپل پلار يې و وژى، هغه دوو نفرو و ويل:

 

ته پوهېږې چي ته څه وايې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو زما د طرفه باذان ته و واياست چي نن شپه ستا رب پرويز زما د رب په إراده د هغه د زوى شيرويه د طرفه و وژل سو، د باذان نفرو و ويل: چي هغه نن شپه وژل سوى وي نو تا ته خبر څنګه راغلى؟ د فارس څخه تر دغه ځايه په يوه مياشت خبر را رسيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

زه الله جل جلاله  خبرکړم، هغو ويل: ستا دغه جواب دى؟ آيا دغه شئ و پاچا ته وليکو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو! زما جواب دغه دى او باذان ته دغه خبر ور وړى او ورته و واياست چي زما دين او سلطه به تر هغه ځايه ورسيږي چي د کسرْی پاچهي رسېدلې ده او ورته و واياست: که مسلمان سوې دغه چي ستا ترلاس لاندي دي دغه به درکم او پر دغه خپل قوم به دي پاچا پرېږدم، نفر هم بيرته يمن ته ولاړل او باذان ته يې دغه خبر و وايه، باذان په تعجب کي سو چي دا څنګه جواب دى؟ او تر دغه وخته و يمن ته د پروېز د وژل کېدلو خبر نه ؤ را رسېدلى، باذان و ويل: دغه خبر يې په کومه شپه تاسي ته و وايه؟ دوى هغه شپه ور وښوول، باذان و ويل: تر هغو به انتظار وکو چي موږ ته څه خبر را رسيږي. 


خو واقعاً هم د هغه وخته څخه چي د کسرْی لښکرو د قيصر په مقابل کي بده ماته خوړلې وه هلته په فارس کي د کسرْی پر ضـد د خپلي کورنۍ د طرفه څخه يو لوى انقلاب شروع سوى ؤ څو په دغه شپه چي د سه شنبې شپه وه او د هجرت د اووم کال د جمادي الاول يوولسمه وه د کسرْی زوى شيرويه خپل پلار و واژه او پاچهي يې پرخپل نامه اعلان کړه، پسله لـږو شپو څخه و يمن ته د شيرويه د طرفه ليک را ورسېدى چي و باذان ته يې د خپل پلار د وژلو سبب او تاريخ ليکلى ؤ او دا يې هم ورته ليکلي وه چي هغه څوک كوم چي د هغه په باره کي زما پلار ليک در لېږلى ؤ په هغه اوس کار مه لرى ترڅو زما امر در رسيږي، (يعني د رسول الله صلی الله علیه وسلم  موضوع تر امر ثاني پوري معطله کړه) او دا هغه شپه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته ويلي وه چي نن شپه، دلته نو باذان و ويل.

 

 

(اشهد ان لا اله الا الله و ان محمّداً رسول الله) باذان مسلمان سو او هغه فارسيان چي په يمن کي د باذان سره وه هغه هم مسلمانان سوه، په دغه ورځ باذان اعلان وکړی چي موږ د فارس په عوض د مدينې منورې د حکم تابع يو، نو يمن د مسلمانانو د امر تابع سو، دا هغه معلومات وه چي اسلام څنګه و يمن ته داخل سو.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته