تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه ژوند او یو څو غوره اعمال
 
  June 20, 2016
  0
لیکنه: استاذ نورالله خان احمدزی

اووه ګوني اعمال ترسره کړئ: لمونځ، ذکر، دعوت او تبلیغ، جهاد في سبیل الله، د قرآن کریم تلاوت کول، دعا غوښتل، د ژبې، لاس او ټول بدن سم کارول. د دغو اعمالو د ترسره کولو سره سره موږ باید تعلیم او تعلم ته ډېره پاملرنه وکړو، خپله یو شی زده کړو او نورو ته یې هم وښیو.
 
لکه څنګه چې موږ ټول پوهیږو، چې مخکنیو وختونو کې نه انټرنټ وو، نه کمپیوټر وو، نه داسې انځوریز او غږیز بیانونه ول خو هغه وخت خلکو کې ډیره تقوا او ویره وه، اسلامیت پکې وو، خواخوږي پکې وه، رحم پکې وو، ورورولي پکې وه خو نن دا شیان نشته دا ولې؟ له موږ څخه داسې شیان ترک شوي چې د ژوند کولو په خوند نه پوهیږو او همداسې له دین څخه ورځ تربلې لیرې کیږو...

د انسان د پیدایښت موخه د الله تعالی عبادت دی، لقوله سبحانه وتعالی: [وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶)

د اسلام شعبې خو موږ ټولو ته معلومې دي، لکه: عقاید، عبادات، معاملات، معاشرت، اخلاق او اسلامي جهاد. موږ دلته یو څو غوره اعمال ذکر کوو چې د هغو ذکر کول ډېر اړین دي تر څو زموږ ژوند په سمه توګه تیر شي او په دین عمل کول راته آسانه شي. لکه څنګه چې د اسلام پنځه بناوې دي کلمه پکې لومړی ده بیا لمونځ بیا روژه بیا زکات بیا حج. روژه کال کې یو ځل راځي حج ټول عمر کې یو ځل هغه هم په شتمنو خلکو فرض دی، زکات په کال کې یو ځل خو چې چا سره پیسې او د نصاب مطابق مال وي یوازې لمونځ او کلمه پکې ډېر ډېر تکراریږي چې کلمه ذکر کې شامله ده او د لمونځ بحث به لاندې راشي...

۱: لمونځ: لمونځ د دین ستن ده چا چې لمونځ قایم کړ نو لکه دا ټول دین یې چې قایم کړی وي او چا چې لمونځ ترک یا پرېښود نو داسې ده لکه چې ټول دین یې نړولی وي. دلته هم لومړی د لمونځ یادونه کوو:

فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاةَ فَاذْكُرُوا اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنْتُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلاةَ إِنَّ الصَّلاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا (١٠٣).
بياکله چې اداء کړئ تاسې لمونځ نو يادوئ تاسې الله (يا) پس کله چې اراده وکړئ تاسې د کولو د لمانځه نو يادوئ تاسې الله په ولاړې او په ناستې او پر اړخونو خپلو، (يا) په ولاړې (که روغ يئ) او په ناستې او پر اړخونو خپلو (که ناروغه يئ)، پس کله چې په ارام شوئ! نو قائموئ تاسې (سم اداء کوئ سره له ټولو حقوقو) لمونځ! بېشکه چې لمونځ دى پرمؤمنانو باندې فرض کړى (ټاکلى) شوى په معلومو وختونو کې.

لمونځ کې خشوع او خضوع کول یعنې د لمونځ پر وخت په زړه او بدن کې ډار پیداکېدل تر څو الله تعالی خواته متوجه وو او دا وګڼو چې دا مو آخري لمونځ دی – کېدای شي تر بل لمونځ کولو ژوند ونلرم... بیا وګوره چې کوم او څنګه بدلون راځي.

۲: د الله تعالی ذکر او فکر کول:
فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (152).
له دې امله تاسې ما په ياد ولرئ زه به تاسې ياد كړم، او زما شكر اداء كړئ د نعمت ناشكري مه كوئ.

تفسير: کله چې زمونږ د لوري په تاسې مکرراً د نعمت اتمام شوى دى، نو اوس پر تاسې هم لازم دي چې ما په ژبه، زړه، ذکر، فکر او هر ډول سره ياد کړئ! او حکم مې ومنئ! چې موږ به هم تاسې يادوو، او نوي نوي رحمتونه اوعنايتونه پرتاسې کوو، او زما د نعمتو شکريه په ښه شان سره ادا کړئ! او زما له ناشکري او معصيت څخه ځانونه وژغورئ.

جنتيان به يوازي پر هغه وخت افسوس کوي چې بې ذکره يې تيرکړى وي:

عن معاذ بن جبل رض الله عنه قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم ليس يتحسر اهل الجنة الا على ساعة مرت بهم لم يذکرو الله تعالى فيها.
 
ژباړه: د حضرت معاذ بن جبل رض الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صل الله عليه وسلم وفرمايل جنتيان به جنت ته تر تلو وروسته د دنيا پر هيڅ شي باندې افسوس نه کوي يوازې د هغه ساعت څخه پرته چې هغه د الله جل جلاله بې ذکره يې  تير کړی وي.

بل حدیث: عن ابي الدردآء رضى الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: ألا أنبئکم بخير اعمالکم و ازکاها عند مليککم و ارفعها في درجتکم و خير لکم من انفاق الذهب و الورق و خير لکم من ان تلقوا عدوکم فتضربوا اعناقهم و يضربوا اعناقکم قالوا بلى قال ذکر الله.

د حضرت ابي الدردآء رضى الله عنه څخه روايت دی، دى مبارک وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو کرامو ته وفرمايل: ايا زه تاسو ته داسې شى ونه ښيم چې تر ټولو عملونو غوره وي او ستاسو د مالک (الله جل جلاله) په نزد د ټولو څخه زيات پاک کوونکی وي، ستاسو د درجو لوړونکی، د الله جل جلاله په لاره (جهاد کې) د سرو او سپينو زرو تر لګښت هم ښه وي تاسو چې دښمنان قتل کړئ او هغوی تاسې قتل کړي تردې هم زيات وي؟ اصحابو وويل: خامخا یې راوښيه، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د الله جل جلاله ذکر دی.

الله تل يادوئ: الله جل جلاله په هر حالت او هر وخت کې په کلکه يادوئ، سهار او ماښام، شپه او ورځ، په ناسته او ولاړه، په ویښه او خوب کې، ځکه د الله جل جلاله په ياد (ذکر) باندې زړونه ډاډ مومي. الله فرمايي:

 أَلاَ ِبذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ. (الایة)
 خبر اوسئ چې د الله جل جلاله په ياد باندې زړونه ډاډ مومي.

د ذکر ډیر فضایل دي او انسان چې الله تعالی یادوي نو همداسې الله تعالی هم دی یادوي لکه چې فرمایي: فاذکرونی اذکرکم.... همداسې شکر ایستل په نعمت باندې، په ذکر سره د انسان زړه پاکیږي کله چې زړه پاک شي بیا انسان له هر ډول ګناه څخه ځآن ژغوري که هغه تکبر دی، شرک دی، زنا ده، قتل ده، کینه او حسد دی او داسې نور، همداسې په ذکر سره د انسان په زړه کې صبر، شکر، قناعت، اخلاص، تقوا، حوصله، خوشحالي او تسکین، خوف.... پیدا کیږي، یعنې ښو خواته یې فکر وي او له بدو منع کیږي.. 

همداسې په ذکر سره زړونه آرامیږي: الا بذکر الله تطمئن القلوب...... کله چې زړونه آرام شول بیا نو انسان ته نور د بلې خوښي اړتیا نشته او هغه خلک چې د تصوف او طریقت دښمنان دي نن دا ټوله ستونزه د همدغو خلکو دلاسه راټوکېدلې چې هغوی له دغه پاک نوم او لارې ځنې منکر دي همدا وجه ده چې نړۍ کې هر ډول خلک راغلل هر ډول فرقې جوړې شولې خو بزرګان ورک شول او ورځ تر بلې د انسانانو زړونه له تقوا خالي کیږي او د خلکو زړونه له الله تعالی لیرې درومي. راځئ بیرته حق تصوف او حق طریقت چې هغه علماء او مشایخ حق یې لارښوونه کوی هغه بیرته راونیسو تر څو د زړونو تسکین او آرام مو په برخه شي...

۳: دعوت او تبلیغ دنده ترسره کول: دا د ټولو پیغمبرانو لار ده او هغوی ټولو دعوت چلولی شپه او ورځ به یې د دعوت کار کولو همداسې آخري نبي هم لومړی کار له دعوت څخه پیل کړی کله چې انسان د تبلیغ لار کې ووځي او خلکو ته دعوت ورکوي نو خپله په داعي یا بلونکي کې هم مثبت بدلون راځي او موږ ډېر خلک لیدلي چې د دعوت له لارې یې ژوند بدل شوی..

قرآن داسې بیان کوي:
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ. سوره آل عمران ۱۱۰

ژباړه: تاسو بهترینه امت یاست چي ایستل شوي یاست د پاره د خلکو، تاسو امر بالمعروف کوئ او نهی عن المنکر کوئ، او په الله جل جلا له باندې ایمان لرئ، او که چیرې اهل کتابو ایمان راوړی وای نو د دوی لپاره به ډېره ښه وای، د دوی څخه ځینې مسلمانان دي، خو اکثره یې کافران دي.

 په دې آیت شریف کې خطاب ټول امت ته دی، ځکه په لفظ د "کنتم" سره یوه خاصه طبقه خلک مراد نه دي، بلکې امت محمدي صلی الله علیه وسلم ته خطاب دی، وروسته چې کومه خبره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر راغلې ده هم عامه ده ټوله امت ته شامله ده، او د هر چا دنده ده.

اوس وخت کې هم چا چې په تبلیغ کې وخت لګولی هغه خلک تر نورو مخکې دي او د تبلیغ اثر یې په مخونو ښکاري.

۴: د الله تعالی په لار کې جهاد کول:
مفسرین، محدیثین او فقهاء په دې متفق دي، چې په قرآن کریم او احادیثو کې د جهاد د مقدسې فریضې اهداف په لاندې ډول ذکر شوي دي:
 
اعزاز الاسلام: یعنې جهاد ددې لپاره چې د آسماني دين اعزاز قائم شي.
کسر شوکة الکفرة  والجبابرة: یعنې چې د متکبرو کفارو زور اوبه شي.
اعلاء کلمة الله علی الارض: یعنې چې د الله تعالی فیصله او حکم په نورو پورته وي.
اقامة حکم اﷲ فی الارض: یعنې چې د الله تعالی قوانین د هغه په ځمکه کې نافذ شي.
لدفع الظلم والفتنة والفساد عن البشر: یعنې چې فسادونه او فتني د بشر څخه لمنځه لاړې شې.
إقامة العدل الذي شرعه اﷲ لعباده في الأرض: یعنې د الله تعالی د شریعت د عدل قیام.

عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم، قال: «مَا مِنْ نَبِيٍّ بَعَثَهُ اللَّهُ فِي أُمَّةٍ قَبْلِي، إِلَّا كَانَ لَهُ مِنْ أُمَّتِهِ حَوَارِيُّونَ، وَأَصْحَابٌ يَأْخُذُونَ بِسُنَّتِهِ وَيَقْتَدُونَ بِأَمْرِهِ، ثُمَّ إِنَّهَا تَخْلُفُ مِنْ بَعْدِهِمْ خُلُوفٌ، يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ، وَيَفْعَلُونَ مَا لَا يُؤْمَرُونَ، فَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِيَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الإِيمَانِ، حَبَّةُ خَرْدَلٍ» (أخرجه مسلم في الصحيح)
 
ژباړه: عبدالله بن مسعود رضی الله عنه روايت کوي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ټول پيغمبران چې الله تعالی زما نه مخکې امتونو ته راليږلي دي، هغوی لره حواريون (ملګري) او اصحاب وو، چې د هغوی (پيغمبرانو) په سنتو (لاره) به تلل، د هغوی د حکمونو پيروي به يې کوله، بيا د وخت په تېرېدو سره به د هغوی پر ځای داسې کسان ځای ناستي شول چې وينا او خبره به يې وه خو عمل به يې نه وو، او داسې کارونه به يې کول چې هغه په اړه به دوی ته امر نه وو شوی. پس هر چا چې په لاس سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او هر چا چې په ژبه سره د هغوی سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی او هر چا چې په زړه سره د هغوی سره جهاد وکړ مؤمن دی، وروسته له دې (له دې درجې څخه تيټ) کس کې د سپنلې د دانې قدر ايمان هم نشته .

۵: د قرآن کریم تلاوت: 
حضرت ابوهریره رضی الله عنه د حضور اقدس صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړي چې حق سبحانه و تعالی، دومره د هېڅ انسان خواته پاملرنه نکوي، لکه: هغه کس ته چې قرآن په ښه غږ سره لولي ــ البته د قرآن تلاوت کوونکي ته ضروري دي چې د سندرو پشان یې تلاوت نکړي ــ په احادیثو کې ددې منع راغلې ــ یو حدیث کې دي چې ایاکم ولحون اهل العشق الحدیث یعنې له دې څخه ځان وساتئ لکه عاشق د غزل غږ غُږ جوړ کړي او د موسیقي پر قوانینو یې وایي داسې مکوئ ــ مشائخو لیکلي چې داسې لوستلو او ویلو والا فاسق او اورېدونکی ګناهګار دی ــ لیکن د سندرو د قواعدو او خیال ساتلو بغیر ښه غږ مطلوب دی ــ حدیث شریف کې په ګڼو ځایو کې ددې ترغیب راغلی ــ یو ځای ارشاد دی چې په ښه غږ سره قرآن مزین یا ښایسته کړئ ــ یو ځای ارشاد دی په ښه غږ سره د الله تعالی د کلام شریف حسن یا ښایست دوه برابره کیږي.

شیخ عبد القادر جیلاني پخپل کتاب غنیة الطالبین کې لیکلي دي چې عبد الله بن مسعود رضی الله عنه یوځل د کوفې شا او خوا روان وو چې یو ځای د فاسقینو ټولۍ ناست وو ــ یوکس لکه چې زاذان نومېده او هغه سندرې ویلې او سارن یې غږوه - ابن مسعود رضی الله عنه چې د هغه غږ واورېده نو ارشاد یې وفرمایه ــ دا څومره ښه غږ لري ای کاش په دغه غږ سره یې د قرآن تلاوت کولی لدې وروسته په سر یې څادر واچوه او له هغه ځایه تېر شو ــ زاذان چې دا صحابي په خبرو ولیده نو له خلکو څخه یې وپوښتل چې دا څوک دی هغوی ورته وویل چې دا صحابي دی او هغه داسې وویل ــ هغه وډار شو قصه لنډه چې دغه کس د موسیقي ټول آلات مات کړل او ابن مسعود رضی الله عنه پسې شو بلآخر علامه د وخت جوړ شو ــ مطلب دا چې په ګڼو روایاتو کې په ښه غږ سره تلاوت کولو سره ډېره مدح راغلې او په ښه غږ سره تلاوت کول باعث د ستر اجر دي  خو د سندرو په بڼه به د قرآن تلاوت نه کیږي.

د قرآن کریم د زده کړې اجر - رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوذر رضی الله عنه ته وويل:

يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة. ابن ماجه
 
((ای ابوذره! کچيرې ته سحر لاړ شي او يو آيت د قرآن پاک زده کړې نو د سل رکعته نفلو نه غوره دی، او کچيرې يو باب د علم زده کړې که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه نو د زرو رکعتو نفل کولو نه غوره دي.

د قرآن تلاوت کوونکي فضیلت: من قرء عشر ايات في ليلة لم يکتب من الغافلين (رواه حاکم)
څوک چې لس آيتونه د شپی تلاوت کړي هغه به د غافلينو نه نه شمېرل کيږي.

من قرأ حرفاً من کتاب الله فله به حسنة و ألحسنة بعشر أمثالها. جامع الترمذي 
د قرآن د يو حرف په لوستلو يوه نيکي ده او د نيکې بدله لس چنده دی.

همداسې بل حدیث دی: درې کسان دي چې د قيامت د ورځې د ويرې نه خوندي وي او بې حسابه به جنت ننوځي:
 
رجل قرء القرآن ابتغاء وجه الله وام به قوماً وهم به راضون وداع يدعون اِلی الصلوات ابتغاء وجه الله ورجل احسن فيمابينه وبين ربه وفيمابينه وبين عواليه (رواه الطبرانی)
يو هغه سړی چې د الله تعالی لپاره يې قرآن ولوستلو او داسې امامت يې وکړ چې مقتديان ترې خوښ وو، دوهم هغه سړی چې یوازې د الله تعالی د رضا لپاره خلک لمانځه ته بولي، درېيم هغه سړی چې د خپل رب تعالی سره هم ښه معامله ساتي او د خپل تر لاس لاندې خلکو سره هم.

 ۶: دعا کول:
 
وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِيْ وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ (الایة).
او اى پيغمبره! زما بندګان كه له تا نه زما په باب پوښتنه وكړي؛ نو هغوې ته ووايه چې زه ورته ډېر نږدې يم، بلونكى چې كله ما وبلي، زه د هغه بلنه اورم او ځواب وركوم، نو هغوی ته ښايي چې زما بلنې ته لبيك ووايي او پر ما ايمان راوړي ته داخبره هغوی ته واوروه ، كيداى شي چې هغوى سمه لاره ومومي.

حدیث: اَلدُّعَاءُ مُخُّ الْعِبَادَهِ.... (جامع الترمذي - تخریج مشکواة ص:۱۹۴، س:۲۶، عن انس رض مرفوعًا).
ژباړ: دعا د عبادت مغز دی.

دعا اصل د عبادت دی، ځکه چې په دې کې ډېره عاجزي وي همدا وجه ده چې هیڅ یوه دعا هم بېځایه نه ځی، بلکه کچېرته سمدلاسه قبوله نشي، نو یا خو مصیبت لیرې کېږي یا دعا په آخرت کې ذخیره کولی شي. په (النهایه کتاب) کې راغلي چې دعا ته یې د عبادت مغز د دوو وجونه ویلی دی:

۱: دا چې دعا غوښتل د الله جل جلاله ددې حکم اطاعت دی چې (اَدْعُونِی اَسْتَجِب لَکُم) چې تاسو زما نه غواړئ زه به یې قبلوم، په دې وجه دعا خالص عبادت او د عبادت مغز دی.

۲: دا چې کله بنده سوچ وکړي چې په ټولو کارونو کې کامیابي د الله جل جلاله لخوا ده، او د غیر الله نه ټول امیدونه ختم شو نو اوس بنده خاص د الله جل جلاله نه خپل حاجتونه غواړي او پوره کوي دا اصل د دعا ده او د عبادت مغز دی.

بل حدیث: ما من مسلم يدعوه بدعوة ليس فيها اثم ولا قطیعة رحم الا اعطاه الله بها احدی ثلاث اما ان يعجل له دعوته واما ان يدخرها له فی الاخرة واما ان يصرف عنه من السوء مثلها قالوا اذاً نکثر قال الله اکثر (رواه احمد‎).
کوم مؤمن چې دعا کوي په هغه کې د ګناه څه نه وي او نه پکې د صله رحمۍ قطع کول وي نو د الله تعالی د طرف نه هغه ته په دريو صورتونو بدله ورکول کيږي. يو دا چې هغه څه غوښتي وي نو هغه به ورته ورکړل شي، يا به دده دعا په آخرت کې دده د پاره ذخيره جوړه کړي، يا به د راتلونکي د پاره دده څه تکليف او مصيبت ددې دعا په بدله کې لیرې شي.

صحابه کرامو عرض وکړ چې هره دعا ضرور قبليږي او د هغه په حساب کې ضرور څه ورکول کيږي نو موږ به ډيرې دعاګانې کوو. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله تعالی سره ددې نه هم زيات دي.

۷: د ژبې، لاس او بدن سم کارول:
عَنْ أَبِي مُوسَى رضی الله عنه  قَالَ: قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ الإِسْلامِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ». (بخاري: 11).
 
ژباړه: له ابو موسی نه روايت دی چې هغه وايي: صحابه وو وپوښتل: ای د الله رسوله! د چا اسلام د الله تعالی په نزد غوره دی؟ ويې فرمايل: د هغه چا اسلام غوره دی چې نور مسلمانان د ده د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي .

د ژبې په خپل واک کې ساتل ډېر مهم دي ځکه ډېرې سختې او لويې لويې ګناوې د ژبې په وسيله تر سره کېږي لکه: غيبت، بهتان، دروغ، د بل مسلمان تحقيرول، بده وینا او فحش خبرې کول او داسې نور... چې په دې ټولو اعمالو سره بل کس ته سخت ضرر رسيږي .

ډېرې خبرې زړه سختوي:
قَالَ رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: لا تُكْثِرُوا الكَلامَ بغَيْرِ ذِكْرِ اللَّهِ، فَإنَّ كَثْرَة الكَلامِ بِغَيْرِ ذِكْرِ اللَّه تَعالَى قَسْوةٌ لِلْقَلْبِ، وإنَّ أبْعَدَ النَّاسِ مِنَ اللَّهِ القَلبُ القَاسي. رواه الترمذي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د الله له ذکر پرته ډېرې خبرې مه کوئ، ځکه د الله تعالی له ذکر پرته ډېرې خبري زړه سختوي او سخت زړی انسان په ټولو خلکو کې له الله نه ډېر لیرې وي. 

پورتني قیمتي مطالب ول چې موږ ډېر لنډ ذکر کړل، که یو عاقل انسان دغو مطالبو او ټکو ته ښه په غور ځیر شي نو دی به هرومرو په دې پوه شي چې رښتیا هم له موږ څخه دا اعمال پاتې دي یا یې نیمګري ترسره کوو، پکار خو داده چې هر انسان د خپل ځان لپاره یو مهالوېش جوړ کړي تر څو د خپلو اعمالو او کړنو محاسبه او موازنه پرې وکړي او د راتلونکي لپاره د لا ډېرو کړنو په تکل کې شي....ژوند بقا او وفا نلري نو ښه خبره داده چې شپه او ورځ د خپلو اعمالو ساتنه وکړو... تر څو له دې فاني نړۍ بریالي رخصت شو.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته