تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله جل جلاله د محبت دعوه خو هر څوک کوي :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 20, 2022
  0

لیکنه: مولوی عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 د الله جل جلاله د محبت دعوه خو هر څوک کوي، مګر د الله جل جلاله محبت علامې او دلالتونه لري چي د هغو علامو څخه ځيني علامې داسي دي:


اول : د کلام الله قرآن مجید محبت، د هغه د تلاوت شوق، د هغه سره علاقه درلودل، په هغه کي فکر کول، او په خپل ژوند کي د هغه د احکامو عملي کول.


دوهم : د رسول الله صلی الله علیه و سلم محبت او متابعت او پر هغه  صلی الله علیه و سلم  ډیر درود ویل، د هغه  صلی الله علیه و سلم  د عصمت یا معصوم والي عقیده درلودل او هغه  صلی الله علیه و سلم  د ځان امام او پېشوا ګرځول او د هغه  صلی الله علیه و سلم  په سنتو بېله تكليفه او بېله تذبذبه عمل کول ( تذبذب ) يعني: دیوه سنت آداء کول اودبل سنت پرېښوول، یا په یوه سنت کي تابع یم او په بل کی مخالف.


دریم : د الله جل جلاله  پر محرماتو یا د هغه  جل جلاله  له طرفه پر منعه سوو شیانو غیرت درلودل.
(يعني: که څوک یوه حرام کار ته ور نژدې کیږي، دالله جل جلاله  محب او محبت درلودونکی په قهر کیږي)


څلورم: که په اسلامی شعائرو کي د يوه شي سپکاوی وسي دي په غضب کیږي، د الهي دین سره يې زړه سوځل کیږي، د الهي دین په پرېښوولو غمجن کیږي.
پنځم : په نفلی عبادتو سره الهي دربار ته ځان نژدې کول، په لمانځه او روژه، زکات او خیرات، حج او عمره، د قرآن مجید تلاوت او تسبیحات، د دوستانو سره صله رحمي او د بېگانگانو سره نیکي، او په داسي نورو ښو اعمالو سره دالله جل جلاله د رضاء حاصلول.


شپږم : د علماوو او صالحينو ملګرتیا، د دوی سره محبت او د دوی د خبرو اورېدل، د دوی لیدني او ملاقات ته شوق، دوی ته دعاء کول، د دوی د عزت او شرف څخه دفاع کول، د دوی ښه بیانول او دوی ته د خپل قدرت او طاقت پر اندازه نفعه رسول.


داسي نه لکه نن ورځ چي ځیني کسان علماء او صالحین د ټولني میکروب بولي، دوی وایي: که زموږ له وطنه ملاييزم او صوفي ييزم ورک سو نو زموږ وطن ترقي کوي، اصلا دغه کسان د الله جل جلاله ، او د الهي دین، د وطن، او د خپلي کورنۍ حتی د خپل ځان دښمنان دي، که تاسي د دغو کسانو ټول تاریخ او کړه وړه تر نظر وباسی و به وینی چي دوی نه دین ته ، نه وطن ته، نه خپلي کورنۍ ته ، حتی خپل ځان ته هم نفعه نه ده رسولې، بلکه د نفعي په مقابل کي يې په خپلو بې اساسه او پوچو اعمالو، او میکروبي افکارو دین او وطن، کورنۍ او خپل ځان برباد او تباه کړي دي، دغه بې دینه او لا مذهبه کسان چي ځانونه عصري او روشن فکره بولي او بیا هم د فسق او فساد په مجلسو کي ناست وي دیني او سیاسي بحثونه کوي، د وطن د اصلاح کولو او آبادولو په باره کي خبري کوي ، دوی وه چي زموږ په وطن کي يې د ترقۍ او روشنفکری په نامه د دین ریښې کښلې، خو تر دین د مخه يې وطن د لاسه ورکړی او دوی په خپله د وطن څخه لیری او په بې پتۍ کي شپې او ورځي تېروي، دايې دوطن سره وفاء وه.


دغو کسانو د خپلو محترمو کورنیو د عزت او نښان نوم په داسي نومو سره بدل کړی چي یواځي زموږ ټولنه نه بلکه د دوی د کورنۍ اصلي او اساسي غړي یعني پلرونه او نیکه ګان په هغه نامه سره شرمېدل او اوس هم په شرمیږي، دا یې د خپلي کورنی دیاره خدمت و. 


 همدارنګه دغو کسانو خپل ځان د علمیت او صنعت په بدل کي په شراب او کباب و پړساوه، که دغه خبري حقيقت نه لري دوی دي د خپل تعلیمي او علمي ژوند نتائج او محصول ښکاره کړي، دا یې د خپل ځان دپاره خدمت دی.


نو دغو کسانو چي دین خویې مخ کي د لاسه ورکړی ؤ نه يې د وطن سره وفاء وکړه، نه يې د د کورنۍ نوم وساتی، نه يې د خپل ځان دپاره خدمت وکړي، مګر بیا هم ناست وي او بېځایه تبصرې کوي.


د دغسي فاسد و کسانو په اړه د ويلو دپاره ډیر څه لرم خو اوږد والی نه غواړم فقط دامي آرزو او غوښتنه ده چي دغه و بې احساسه تبصره کوونکي دي خپلو ناوړه ویناوو او فاسده افكاره ته متوجه سي او نور دي د خوار او غريبو وطنوالو د پاشلواو دربدریوسبب نه ګرځي.


ماخذ : حکمتونه او عبرتونه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته