تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټول پوښتنه:سهار لمانځه ته دراویښېدو لاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2021
  0

 د تعلیم الاسلام ویب پاڼي څانګي لخوا

د تعلیم الاسلام د فیسبوک صفحې لخوا یوه ټول پوښتنه په دې ډول وسوه:

پوښتنه: د سهار لمانځه ته د راویښېدو د پاره باید کومي طریقې په لار واچول سي څو په اسانه ډول څوک لمانځه ته بیداره سي؟
 
د محترمو کتونکو نظرونه په لاندي ډول وه، تاسو د دوی د نظرونو څخه اغېزمني نقطې د ځان سره یاداښت کړی:
 
محمد فیصل محمدي
 
قوی عزم پکار دی چي ځان باندي لږ بوج راولي راپاسي بعدا خپله به يې عادت شي زما خپله تجربه داده زه هم سهار د جمعی لمانزه ته نشم تلی البته یوه ورز ولاړم چي گورم ډير کمزوری سپینگیری راغلی دی جمعې ته چي کورونه یې د جومات نه هم لري وو او زموږ کور جماعت ته هم نزدې وو ځان سره مي فکر وکړ چي ته الحمدلله ځوان روغ جوړ یې نو ولي جمعې ته نه ځې؟ آخر وشرمیدم ځان سره مي قوي عزم وکړ چي نور به جمعې ته ځم نو ووس الحمدلله هره ورځ جمعې ته ځم عادت مي جوړ شو بیغیر له کوم مشقته.
 
حبیب الله حلیمي
 
اول تقوی باطني او ظاهري جوړښت،
د ورځي یو نیم ساعت خوب کول
خوراک کم کول
د شپې باید دیر ویش پاتي نشي
ساعت په زنگ برابر کړي
په ډیر نرم شي باید وید نشي
په سنت طریقه باید ویده شي
که څوک یو څو ورځي دا سي وکړي نو ان شاءالله سهار به پر وخت لمانځه ته راکښيني.
 
حزب الله
 
ساعت دي پر وخت سم کړي، چي کله راکښېنست، نو اول دي سترګي وموږي او بیا دي بسم الله ووایي او ماخستن د  بیدېدو پر وخت دي یو څه اوبه سر ته کښیږدي، نو تر سترګو موږلو او بسم الله وروسته دي په هغو اوبو مخ لوند کړي ان شاء الله دا طریقه به مؤثره وي. (کریم الله ورور هم په همدې نظر وو).
 
افضل خوشحال
 
اسلام عليكم ورحمته الله وبركاته! كه كه موږ ماخستن تر لمانځه تر ادا كولو او ډوډی وروسته د بې ځايه مجلس او ناستي څخه ځان كنترول كو ان شاء الله سهار به پر وخت ولمانځه ته راكښينو.
 
عرفان الله سنان
 
د موبایل زنگ جوړول او د ځان نه ۲ متره لیری کیخودل. 
د ویده کیدو آذکار، د سورت کهف آخری لس ایاتونه تلاوت. 
ځان داسي انگیرل چي الله سره مخامخ کیدل دي او کلک عزم.
او په ځان مالي جرمانه کیخودل.
 
خادم
 
کومه تجریبه چې ماکړېده :
کوم وخت چې ماخستن په بېستره کې پرېوتلې په سر او پای کښې درود شرېف ووایه په مېنځ کې ۱۷ځلې اعوذ بالله ووایاست او بیا ۱۷ځلې لاحول ولاقوت الا بالله العلی العظیم ووایاست ان شاءالله چي سهار به پر وخت لمانځه ته کښېنې په یو شرط چې تلېفون فر زنګ سم کې.
 
خالقداد خاکسار
 
تر ټو‌لو ‌اسانه ‌‌لاره ‌تلیفون‌ پر زنگ‌ ودروه ‌‌خا‌ما‌خا‌ دي ‌را‌کښینوي...‌
 
 
شفیق مینه مل
 
د شپي کمه ډوډۍ خوړل او د ماخستن تر جماعت وروسته بانډار نه کول او ويده کيدل.
 
یوسف خان کلیوال
 
په یو بیان کي رازي که ته د ویده کیدو په وخت کي ایت الکرسی شریفه ووایی ستا راویښول سهار لمانځه ته په ما پور ده.
 
عرف الله عرف خوګیاڼی
 
په وخت ویده کیدل
د ټیلفون ګړی عیارول
او قوی اراده په کار ده.....
او بله دا چي د قضایي لمونځ وکړی. نو بله ورځ به ان شاالله خپله عدت شې
 
 
نجیب الله
 
ماپخپله درې تلیفونونه د دریو دریو دقیقو په پرلپسی په اندازه سره تیار کړیدي البته خوب می سره بد خونده سی راکښینم.
 
شهامت سادات
 
په الله ریښتني ایمان لرل هرسه کولای شی که څوک په الله ریشتینی ایمان ولري نو بیا هرنیک کار انسان کولای شي یوه لار یې له تبلیغیایانو سره ملگرتیاده ان شا الله که څوک له دوی سره ملگری شي نو سهار وختی به جگیږي.
 
خان زاده
 
پر وخت بيده سه په اوداسه بيده سه سهار به داسي راپاسې لکه ګل، سنت نبوي صلی الله علیه وسلم هم دی او زما ازمايلې طريقه هم. وسلام
 
محمد اشرف
 
اول خو دا د خدای جل جلاله امر دی په هر دول چي وي پر ځای سي. قوي عقیده، د دین سره محبت، د خدای جل جلاله څخه ویره او محبت چي هیڅ ډول طریقې ته ضرورت نسته.
 
صدیق الله منیب
 
اول د شپې وختي بیدیدل دوهم ساعت الارم ورکول دریم د تهجد تر لمانزه وروسته کښیناستل
 
عبدالعزیز چراغ یوسفزی
 
وختي او په سنت طریقه سره خوب کول دا لامل گرځي چي سهار به وختي راکشینې. ان شاءالله!
 
محمد حمید حنیفي
 
زما په نظر د شپي وخته ویده کیدل د سهار د لمانځه لپاره چي او چت کیږي شه کار ده.
 
یاسین زی
 
زه خو خپله د موبایل په ږنګ راکښینم، اوبله دا چي د لمانځه غم راسره دی نو ځکه د موبایل د زنګ درمخه زه ویښ سم.
 
امین دورانی
 
چي د خدای څخه وبیریدې ځان دي مسلمان وبولی او لمونځ دي پر ځان فرض وبولی سهار وختي خپله راکښینې.
 
ادریس افغان
 
اول چي کلک ویره د وکړل چي زرور به وختي پاسم ان شاالله پاسې به ما خو خپل ماشوم عدت کړي وختي عدت جوړ کی بیا مشکل نه وي.
 
محمد احمد
 
د سورة الکہف آخري څلور ایتونہ یو ځل او درود شریف اووہ ځله لوستو سرہ بہ ان شااللہ پاسي.
 
عبدالرحمن
 
اول خودي ماخوستن پر وخت بيدیږي او دوهم دي ساعت پر وخت سم كي چي بيديږي نو دي دا عزم وكي چي سهار به راكښينم انشاءالله الله پاك به توفيق وركي او اسانه به را پورته سي.
 
احمد جاوید 
 
د شپې وختي ویده کېدل.
 
محمد محمدي
 
الله ج سره ديره مينه كول قوي ايمان او چي الله ج په زره كي ويي.
 
شانواز وهاب افغان
 
د بدېدو تر مخه ډیري اوبه چیښل
 
عبدالحکیم
 
پرسنت طریقه خوب سورت کھف آخري ۳ ایاتونه تلاوت کول.
 
وکیل افغان
 
زما په نظر اوس تكنالوجي پرمختګ كړی بايد د تليفون ساعت برابر شي.
 
عبدالحکیم حنیفي
 
پرسنت طریقه خوب.
 
عزیز مسعود
 
ښه خبره داده چي په سنت طريقه ويده او پاڅيږي.
 
غلام نبي رحماني
 
په مسنونه طریقه دي د شپې وختي ویده شي او الارم دي په ټایم کړي.
 
عیسی خان
 
قوی ایمان او د عبادت سرہ شوق.
 
توکلي استاذ
 
وختي بیده سي.
 
د تعلیم الاسلام رسمي فیسبوک صفحه
دا پوشتنه ډیره پخوا تر سره سوي وه خواوس وخت يي ضرورت ډیروو .
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته