تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي ټولنه کي د شاعر مسؤلیتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 2, 2019
  0

لیکنه: مولوي اختر محمد جهید / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دا یوه منل سوې خبره ده، چي شاعر د ټولني لارښود او ترجمان دی. د ټولني د پرمختګ او د وګړو د پټو استعدادونو د راسپړلو لپاره ښه او محرکه قوه ده . د مظلومو او مستضعفینو د حقوقو ملاتړی او د ظالمانو او مستکبرینو رسوا کوونکي او غندونکي دی؛ خو کوم شاعر دا پورتنۍ ځانګړني لري؟


پورتنۍ ځانګړني هغه شاعر لري، چي د رښتيني علم او پوهي په ډېوه روښانه او د لوړ فکر او عالي اخلاقو څښتن وي، د خپلي ټولني له واقعیتونو څخه خبر وي او د خپلو هیوادوالو  په ربړو او ستونزو کي ځان شریک بولي. مداح متملق او دوه مخی نه وي، چي غله ته وايي غلا کوه او د کور څښتن ته وايي بیداره اوسه. فکر يې ازاد، قلم يې ازاد او وینا يې ازاده وي، شعر يې غافل زړونه رابیدار وي، بدانو او شریرو انسانانو ته د اصلاح لاره ښيي؛ خو په تاسف سره باید ووایو، چي نن ورځ موږ ځيني شاعران وینو نه یوازي دا چي خپله اسلامي وجیبه او مسئوليت يې سرته نه دی رسولی بلکي د خلکو د بېلاري کولو لامل ګرځيدلي دي؛ ځکه چي دوی په خپلو اشعارو کي داسي څه وايي چي هغه په څرګند ډول وګړي د فساد لوري ته بیايي لکه غاړه په غاړه کېدل، په زلفو سره بازۍ کول... او داسي نورو حساسو اندامونو نومونه اخیستل. نو داسي شاعر به بیا چیري د کونډو او یتیمانو اهونه په خپل شعر کي ترسیم او ټولني ته وړاندي کړي  او دی به بیا چیري د خپل قلم او ژبي په ځواک سره فاسدو او ناوړه عناصرو ته د اصلاح لاره وښیي؟ ځکه دی خپله په بېلاریو سر دی!
 

پیري که ګمراه باشد که را رهبري کند؟


موږ دا منو چي په شعر کي به منظر کشي تخیل او هنریت موجود وي.


خو له دې څخه هم باید سترګي پټي نسي چي سالم پیغام لېږدول هم د شعر لازمي جزء دی؛ ځکه شاعر شعر د ځان لپاره نه وايې بلکي د ټولني لپاره يې وايې نو ټولني ته باید داسي څه وړاندي کړل سي، چي د ټولني د اصلاح سبب سي.

 


که یو څوک  ووایي چي شاعر کوم الفاظ او اصطلاحات کاروي د هغه اصلي او حقیقي معنا د شاعر سره ده، عام وګړي سم مفهوم نسي ځني اخیستلای، نو زما په نظر دا خبره سمه نه ده؛ ځکه شاعر په ټولنه کي ژوند کوي او شعر د خلکو لپاره وايې نو باید داسي څه ووايي، چي خلک یې په معنا او مفهوم ځانونه پوه کړي او ګټه ورڅخه واخلي او شرعا هم داسي مبهمي خبري کول مناسب کار نه دی، چي خلک په حیرت او تردد کي اچوي او سم مفهوم نسي ورڅخه اخستلای؛ حضرت علي رضی الله عنه فرمايي: 


تکلموا الناس علی قدر عقولهم.
تاسو د خلکو سره د هغوی د عقلونو په اندازه خبري وکړئ.


نو زما ګرانه شاعره وروره! خپل قلم او وینا دي د اسلام د دین د پرمختګ لپاره په کار واچوه. داسي څه ووایه چي له امله يې په غافلو زړونو کي احساس را ژوندی سي او د غلیمانو لپاره د توري او توپک تر واري ډېر اغیزمن تمام سي؛ ځکه ډېر ځله غلیم د توري او توپک په واري سره دومره ژر مورال نه بايلي، خو د يوې حماسي وينا په اورېدلو سره ژر خپل روحيات له  لاسه ورکوي؛ میوند یوازي په یوه حماسي لنډۍ ویلو سره فتح کړل سو سره له دې، چي مجاهدین غازیان په مادي لحاظ د دښمن په مقابل کي ډېرکمزوري وه خو دې حماسي لنډۍ د مجاهدینوغازیانو په زړونو کي وینه داسي پرجوش راوسته، چي د دښمن وسلو او تجهیزاتو ته يې هیڅ ونه کتل بلکي مخامخ يې پر ور ودانګل او په نتیجه کي دښمن له داسي ماتي سره مخ سو، چي تاریخ به يې هیڅکله هیره نکړي.


نو ښاغلی شاعره وروره! د خال او خط، منګي او ګودر، د سالو او چنار خبري پرېږده ، هغه څه ووایه او هغه څه ولیکه چي سبا پرې ماخوذه نه يې؛ ځکه دا هره خبره چي موږ کوو د هغې په هکله پوښتنه راڅخه کیږي که موږ خپل رښتيني  اسلامي او پښتني ادب را وسپړو نو هیڅ یوه انحرافي او غیر اخلاقي لیکنه به پکښي پیدا نکړو ځکه هغه ټول علماء، پوهان او د ټولني ارزښتونو ته متعهد او ژمن کسان ول داسي څه يې نه ويل چي د  ټولني د تباهۍ لامل دي ګرځیدلي وي؛ فرهنګ پالنه او ادب پالنه هم دې ته وايي، چي خپل اصيل فرهنګ او ټولنیزو ارزښتونو ته په درنه سترګه وکتل سي د ودي او پرمختګ لپاره يې د شعر په ژبه او نورو لارو سره خدمت وکړل سي.


نو زما شاعره وروره! که غواړې چي ټولني ته دي په اصلي معنی خدمت کړی وي نو دغه رندانه او د آفتي میني څخه ډک شعرونه ویل پرېږده، هغه ناخوالي او واقعیتونه په شعر کي راواخله، چي ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده او د وخت ضرورت وي. که اوسنۍ ټولني ته په غور او دقت وکتل سي نو وبه لیدل سي، چي ټولنه په ځانګړي ډول ځوانه طبقه څومره د فساد په لور روانه ده! د پردیو کلتورونو د ترویج لپاره په پوره پيمانه هلي ځلي شروع دي. د عیسویت د دین تبلیغ د ځینو چاپي، ږغيزو او تصویري رسنیو له لاري ترسره کیږي او د اسلامي مقدساتو سپکاوی ادامه لري. 


نو ایا دغه زموږ د لیکوالانو، شاعرانو او روڼ اندو اسلامي وجیبه نه ده، چي په خپلو ليکنو او شعرونو سره اسلامي اُمت له دغه ناورين څخه وژغورو او په ټولنه کي عامه آګاهي خپره کړو؟ تر څو دښمن خپلو شومو اهدافوته ونه رسیږي او حقیقي خبره يې خلکو ته افشاء او څرګنده سي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۴ ګڼه

______________

شعرونه او ادب

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته