تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سرور کاينات ژوند سړی بدلوي!
  تعلیم الاسلام
  April 5, 2017
  0
 
لیکوال: داد محمد ناوک
 
په پښتو عالمانو کې ډېر کم يې لیکل کوي، هغه هم په دې وروستیو کې له لیکلو سره عادت شوي دي، زه مې خپل ماما ته ډېر وایم، چې مولوي صاحب که ته وفات شوې نو ستا علم به هم درسره ښخ کړو. که غواړئ چې علم مو له تاسې وروسته هم پاتې شي هغه د ځواني له تدریس پرته اوس هم باید درسره شته علم ولیکئ، خپور يې کړئ چې خلکو ته ورسېږي. د مشهور اثر « فکري پوهنه » لیکوال مولوي عبدالهادي مجاهد پخپل کتاب کې یادونه کوي چې په ټول هېواد کې نږدې دوه لکه کلي دي او په هر کلي کې یو تن ملا امام هرو مرو شته که دغه ملا صاحب په ټول کال کې یو کتاب ولیکي نو په یوه کال کې به مو دوه لکه کتابونه لیکلي وي.
 
« د سرور کاينات ژوند » د بشريت د ستر لارښوود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سیرت دی، چې مولانا عنایت الله علمي حفظه الله لیکلی دی، دغه مبارک سیرت په دریو ټوکونو کې په نږدې دیارلس نیم سوه مخونو کې په ښه کاغذ چاپ شوی دی، ما د محترم مولوي صاحب په غږ کې هم همدا مبارک سیرت اورېدلی دی، چې په مقدمه کې یادونه کړې او ويلي يې دي چې دغه سیرت يې د دوکتور طارق السویدان د لیکلي سیرت ژباړه ده، خو په لیکلي بڼه کې يې د دوکتور سویدان لیکلی نبوي سیرت په ماخذونو کې یاد کړی او ويلي يې دي چې دغه لیکلی شکل يې له ګڼو نورو ماخذونو په ګټې برابر کړی دی. زه تل په دې فکر کې یم، چې موږ په پښتو کې داسې کتابونه ډېر کم لرو، چې د کتاب په لوستو لوستونکی په چورت کې کېني او وروسته په کتاب خپړه کړي کلک - کلک يې ښکل کړي او دا کتاب يې ټول فکر ور بدل کړي، له نېکه مرغه دمولانا علمي صاحب دغه په خوندر اسلوب لیکل شوی کتاب سړی بدلوي او داسې يې بدلوي چې بیا به يې بدلون سخت وي. 
 
محترم مولوي صاحب د دې مبارک سیرت پر لیکلو ډېره خواري کړې ده، پخپله يې څو ځله يې په سیرت کې تکرار کړې ده، چې دا یواځې د کومې کیسې لوستل نه دي دا د یو ستر انسان د ژوند حالات دي چې زموږ د دین بنسټ جوړوي. جالبه داده چې محترم مولوی صاحب دغه کتاب له خپله غږه لیکلی، يا يې هم له همدې کتابه بیا غږیز کړی،مقصد کتاب په داسې بڼه لیکل شوی لکه د چا خبرې چې لیکل شوې وي، لنډې جملې هم پکې شته، د جملو په منځ کې جملې هم شته....پردې سربېره د دې کتاب خوند دومره زیات دی چې د لوستونکي فکر په جملو کې نه بندېږي، لکه کوم خوږ ملګری چې درته لګيا وي، په جالب انداز دې په مخ ورسره وړي.
 
 دغه مبارک کتاب له مقدمې وروسته د حضرت ابراهيم علیه السلام له ژونده راپیل شوی، چې اسمعیل علیه السلام زېږي، بیا قربانۍ ته تيارېږي او د کعبې شریفې بنسټ اېښودل کېږي، د هغه وخت دودیز، سیاسي او ټولنیز سیستم تشریح شوی او ورو - ورو په عربي جزيره کې د ابراهيمي دين د ورکېدو او د بت پرستۍ د حاکمیت حالات وړاندې شوي دي، مسلسل او مفصل وړاندې تللی تر څو چې د ستر لارښوود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نیکه د ژوند حالاتو ته قصه راځي. په کتاب کې تشريح شوي دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر زوکړې وړاندې د دوی کورنی سیستم څنګه و، نېکه يې څه کول، ترونه يې څه کاره و او په عربي جزیره کې د دوی خاندان کوم او څومره حیثیت درلود، د عربي جزیرې قبیلوي افتخارات تشریح شوي دي، چې په مازې خبره به جګړې زور واخیست، ټولنیز ژوند يې تشریح شوی دی، چې قریش به تر نیمو شپو په سندرو او شرابو کې غرق و، ښځې به ورته نڅېدې او په دوی کې ان بربنډ طواف کوم عیب نه درلود، سود اوج ته رسېدلی و، زورور حاکم و، کمزوري د زورو د ساتیریو وسیلې وي، ښځې د یوې آلې حیثیت درلود، نر له یوه لېوه پرته بله مانا نه لرله، په داسې حالاتو کې د نړۍ ستر بدلوونکی او د انساني کرامت ستر محافظ رسول الله صلی الله علیه وسلم نړۍ ته تشریف راوړي، ماشوم وي، ځوان شي، ان تر څلوېښتو واوړي، خو په ټول قوم کې يې د ځوانۍ، اخلاقو او ځيرکتیا ستاینه کېږي.
 
خو کله چې دغه ستره هستې، کفار یوه الله جل جلاله ته دعوتوي پخوانی ټول درنښت هیڅ بولي او په هماغه، ښايسته، نېک اخلاقه او امین انسان ډول - ډول تورونه پورې کوي، دوښمني زور اخلي او دغه ستر انسان په دیارلس کاله کې ایله د یو نیم سل تنو په شاوخوا کې د ځان ملګري کوي، يوه شپه په نیمه شپه کې له خپله کوره وځي او د مدینې منورې په لوري له خپل ګران ملګري حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه سره روانېږي، یو څوک ځکه په نیمه شپه، د کفارو له چاپې د مدینې په لور وځي، چې هغوی يې شرافت ته را دعوتول د بنده ګانو له بنده ګۍ يې خلاصول...د دې خوږ نبوي سیرت د لیکلو خوږ انداز سړی ورسره اخلي او په پای کې پخپله مولانا صاحب علمي لیکي چې ایا د دې ستر انسان د ژوند مطالعې په تا کې بدلون را نه وست؟ وروسته لیکي چې که دې زړه د تېږې نه وي خامخا به يې بدل کړی يې! 
 
بلکل دغه کتاب په وارو وارو په لوستلو ارزي، دلته د یو ستر انسان درې شپېته کاله عمر شېبه پر شېبه انځور شوی دی، ژوند باید له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړل شي، هغه یو ستر لارښوود، ښه قومندان، ښه ملګری، ښه معلم، ښه امام، ښه ډاکټر، ښه ارواپوه، ښه مېړه، ښه پلار، ښه خلیفه او په ټوله مانا یو بشپړ انسان و.
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند پر حالاتو د مولانا صاحب خپله تبصره، د ایاتونو تفسیر او ژباړه او له نبوي سیرته د احکامو را ایستل سړی پر دې مجبوروي چې مولانا صاحب ته يې تر خوله بې اختیاره دعا ووځي، د حدیبې پر سوله د مولانا صاحب سیاسي تبصره سړي ته دا ډاډ ورکوي چې که دغسې هستۍ ولرو، نو د نړۍ هیڅ قوت موږ نه شي ګمراه کولی. دغه کتاب که څه هم په قصه ییز شکل لیکل شوی دی، خو له خیالي انځوره پکې کار نه دی اخیستل شوی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات شېبې د سړي زړه ښوروي، پخپله مولانا صاحب لیکي چې دا سیرت داسې هم بیانېدای شوای چې هنري رنګ پرې ګډ وای او د ده په خبره د ادیبانو په شکل يې وړاندې کړی وای،خو د مولانا صاحب په وینا هلته بیا تر واقعیت خیال ډېر راځي، ځکه خو دوی قصه ییز شکل ټاکلی او په مستندو روایاتو يې ټول کړی دی.
 
دروند مولوي صاحب ته د زړه له تله د دې ستر کار مبارکي وایم، رب العلمین دې يې په ژوند کې برکت واچوي او الله جل جلاله دې د اسلامي امت ځوانان پر دې بريالي کړي چې د خپل ژوند په هره برخه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ايډيال او نمونه وګرځوي. آمين.
۱۳۹۴-روژې – دویم
 
نبوي سیرت
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته