تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بدلون سالار
  تعلیم الاسلام
  September 3, 2017
  0
 
کمپوز: مطیع الله ’’عابد’’
 
سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
د بدلون سالار
 
له امریکا یو کناب خپور شوی دی چي نوم یې دی سل (۱۰۰) په دې کتاب کي د ټول انساني تاریخ د سلو داسي کسانو یادونه ده چي د لیکوال په آند یې تاریخ تر ټولو زیات اغېز کړی دی.
 
د کتاب لیکوال په نسلي ډول چي عیسائي او په تعلیمي لحاظ یو ساینس پوه دی خو په لړلیک کي یې لومړی ځای نه عیسی علیه السلام ته ورکړي او نه هم نیوټن ته د نوموړي په آند هغه چي د خپلو کارنامو له کبله لومړی مقام ورکووکېدای شي.
 
هغه د اسلام پیغمبر محمدصلی الله علیه وسلم دی، لیکوال وایې چي محمدصلی الله علیه وسلم پر تاریخ کومي اغېزې وشیندلې بل هیچا پرې دومره اثر نه دی کړي که څه هم دیني لارښود وي او یا کوم بل کس.
 
لیکوال دده د کمالونو په اعتراف سره ليکي:
He was the only man in history who was supremely successful on both religion and secular levels. Dr. micheal H. hart, the 100, New York 1978
 
ژباړه: دی د تاریخ یوازینۍ څیره ده چي هم په دیني اوهم دنیوي سطحه بریالی دي.
 
انګریز مورخ ټامس کارلائل د اسلام پيغمبر د رسولانو هېرو ګڼلي وو. مائیکل هارټ( امریکایې ) د ټول انساني تاریخ تر ټولو ستر انسان بللي.
 
د اسلام د پیغمبر ستروالی دومره څرګند دی، چي یوازي دده پلویانو ته دیوې ګروهي حیثیت نه لري، دا تاریخ یوه مسلمه پېښه ده هر څوک چي په تاریخ پوهیږي اړ دی چي د یوې پيښي په توګه یې ومني.
 
که څوک لوړ وګوري نو هر لور ته به یې اسمان غوړېدلي تر سترګو شي همداسي که انساني ژوند ته وکتل شي نو د اسلام د پیغمبرصلی الله علیه وسلم اغېرې په هر لور کي په صاف ډول لیدل کیږي ، هغه ټول بهترین قدرونه او ستري بریاوي چي نن ارزښت ورکول کیږي هغه ټول دده د رامنځ ته کړي انقلاب مستقیم او یا هم غیر مستقیم اثرات دي.
 
په مذهبي ادارو کي د شخصیت پالني پر ځای الله پالنه چا رامنځ ته کړه؟ 
 
عقایدو ته د توهماتو پرځای د حق بنسټ چاورکړ؟ په ساینس کي د فطرت د لمانځني پر ځای د فطرت د مسخر کولو درس چا ورکړ؟
 
په سیاست کي د نسلي شهنشاهیت پر ځای د عوامي حکومت لاره چا وویستله؟ د پوهي په نړۍ کي د خیال پر ځای د حقیقت نګاري طرح چا رامنځ ته کړه؟
 
د ټولني د تنظیم لپاره د ظلم پر ځای د عدالت بنسټ چاکیښود؟.
 
ځواب یې دادي چي انسان ته دا هر څه د اسلام له پيغمبره تر لاسه شول، له ده پرته هیڅوک نه شته چي په حقیقي ډول ورته ددې کارنامو نسبت وشي. نور ټول خلګ دده د بدلون استعمالوونکي دي نه رامنځ ته کوونکي.
 
الله جل جلاله خپل نبي صلی الله علیه وسلم د تاریخ یو ستر انسان جوړکړ په دې ډول یې پر انسانیت تر ټولو ستر احسان کړی دي همداراز یې په معلوم تاریخ کي یو داسي مینار درولي چي که سړی هرلور ته وګوري نو وبه یې ویني.
 
که د خپل لارښود په لټه ووځي نو تر ټولو وړاندي به یې پر ده سترګي ولګېږي که غواړي د حق لاره ومومي نو دده لوړ او ستر وجود یې تر ټولو وړاندي ځان ته متوجه کوي، دی د ټول انسانیت لپاره د ستر لارښود حیثیت لري ځکه یو داسي تاريخي مقام یې لاس ته راوړی چي که یو سترګور سترګي پورته کړي نو هرو مرو به یې ویني.
 
-------------------------------------
ماخذ: اسلامي تمدن (مخونه: ۲۴- ۳۱).
لیکوال: پوهنیار فیض الله ’’قاضي زاده’’
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته