تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ د وفات حالات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 8, 2018
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

عُقبَةَ بنِ عَامِرٍ رضی الله عنه وايي :
صَلَّى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى قَتْلَى أُحُدٍ بَعْدَ ثَمَانِي سِنِينَ كَالْمُوَدِّعِ لِلْأَحْيَاءِ وَالْأَمْوَاتِ ثُمَّ طَلَعَ الْمِنْبَرَ فَقَالَ إِنِّي بَيْنَ أَيْدِيكُمْ فَرَطٌ وَأَنَا عَلَيْكُمْ شَهِيدٌ وَإِنَّ مَوْعِدَكُمْ الْحَوْضُ وَإِنِّي لَأَنْظُرُ إِلَيْهِ مِنْ مَقَامِي هَذَا وَإِنِّي لَسْتُ أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا وَلَكِنِّي أَخْشَى عَلَيْكُمْ الدُّنْيَا أَنْ تَنَافَسُوهَا قَالَ فَكَانَتْ آخِرَ نَظْرَةٍ نَظَرْتُهَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . (بخاري )
ژباړه : رسول الله ﷺ د احد و شهیدانو ته اته کلونه وروسته لمونځ ورکړ  ( دعا يې ورته وکړه ) لکه ژونديو او مړو ته چي يې رخصت ورکاوه ، بیا منبر ته پورته سو او ويې ویل : زه ستاسو څخه مخته فرط یعني د محشر پر میدان د اوبو انتظام برابر کونکی یم ، او زه پر تاسو باندي شاهد یم ، او زما سره د لیدني د پاره ستاسو لیدن ځای زما حوض دی . زه همدا اوس د همدې منبر څخه ورته ګورم ، زه پر تاسو ددې بېره نه لرم چي تاسو به شرک وکړی خو زه پر تاسو په د دنیا یعني مال او دولت کي د سیالۍ کولو بېره لرم ، عُقبَةَ بنِ عَامِرٍ  رضی الله عنه وايي : دا زما اخري نظر وو چي رسول الله ﷺ مي ولیده یعني د همدې څخه وروسته رسول الله ﷺ وفات سو .


رسول الله ﷺ په مدینه منوره کي لس کاله تېر کړه ، د هجرت په لسم کال د ذوالقعدې پنځه ورځي پاته وې، د حج  د ادایني د پاره مکې مکرمې ته ولاړ ، دا حج د حجة الوداع په نامه یادېږي ، د ذوالحجې په میاشت کي بېرته مدینې منورې ته راستون سو ،  د هجرت لسم کال تېر سو ، د هجرت یولسم کال د محرم او صفري میاشتي هم تېري سوې ، د ربیع الاول په میاشت کي د دوشنبې په ورځ وفات سو ، د وفات په نېټه کي يې مختلف روایات رانقل سوي دي خو کوم قول چي ډېر شهرت مندلی دی هغه د ربیع الاول دولسمه نېټه ده .


رسول الله ﷺ و مدینې منورې ته د هجرت په مهال د ربیع الاول په میاشت کي د دوشنبې په ورځ راورسیدى، نو ځکه په مدینه منوره کي يې د هجرت ټوله مده لس کلونه کیږي .


د وفات څخه مخکي رسول الله ﷺ مریض سو ، د ناروغۍ په ورځو کي یو ورځ أُمُّ سَلَمَةَ اوَ أُمُّ حَبِيبَة رضی الله عنهما په حبشه یعني ایتوپیا کي د نصاراوو د یو معبد یادونه د رسول الله ﷺ په حضور کي وکړه چي دوی دوو په حبشه کي لیدلی وو څه مهال چي يې د خپلو مخکنیو مړنو سره و حبشې ته هجرت کړی وو ، أُمُّ سَلَمَةَ  او َأُمُّ حَبِيبَةَ  رضی الله عنها د کونډیتوب څخه وروسته د رسول الله ﷺ په نکاح سوې ، دا کلیسا د ماریة په نامه یادېدله ، دوی دوو يې د ښکلا او د عکسونو یادونه وکړه .


رسول الله ﷺ د مریضۍ د بستر څخه سر راپورته کړ او ورته ويې ویل : 
أُولَئِكِ إِذَا مَاتَ مِنْهُمْ الرَّجُلُ الصَّالِحُ بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا ثُمَّ صَوَّرُوا فِيهِ تِلْكَ الصُّورَةَ أُولَئِكِ شِرَارُ الْخَلْقِ عِنْدَ اللَّهِ. (بخاري عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا )
ژباړه : هغوی  داسي خلک وه چي صالح سړی به پکښي مړ سو نو د هغه پر قبر به يې مسجد جوړ کړ ، او بیا به يې عکسونه پکښي رسم کړل ، دا کسان د الله جل جلاله  په آند شریر ترین د خلکو دي .


په دې حدیث کي رسول الله ﷺ د خپلي ناروغۍ په مده کي خپل امت د یهودو او نصاراوو د عادت څخه بېرولی دی ، چي هوښ کوئ چي زما د قبر څخه معبد یعني عبادت ځای جوړ نه کړئ چي د وخت په تېرېدلو به د یهودو او نصاراوو د عبادت ځایونو په شان د شرک اډه وګرځي .


رسول الله  ﷺ به دا دعا کوله : اللَّهُمَّ لَا تَجْعَلْ قَبْرِي وَثَنًا لَعَنَ اللَّهُ قَوْمًا اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ.  (مسند احمد )
ژباړه : یا الله ! زما قبر  بت مه ګرځوه ، د الله جل جلاله  لعنت دي پر هغو کسانو وي چي د انبیاووعلیهم السلام  قبرونه يې مسجدونه یعني معبدونه ګرځولي دي .


دا ځکه چي عبادت او سجده یوازي الله جل جلاله  ته کیږي . 


قَيسِ بنِ سَعد رضی الله عنه وايي :
أَتَيْتُ الْحِيرَةَ فَرَأَيْتُهُمْ يَسْجُدُونَ لِمَرْزُبَانٍ لَهُمْ فَقُلْتُ رَسُولُ اللَّهِ أَحَقُّ أَنْ يُسْجَدَ لَهُ قَالَ فَأَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقُلْتُ إِنِّي أَتَيْتُ الْحِيرَةَ فَرَأَيْتُهُمْ يَسْجُدُونَ لِمَرْزُبَانٍ لَهُمْ فَأَنْتَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَحَقُّ أَنْ نَسْجُدَ لَكَ قَالَ أَرَأَيْتَ لَوْ مَرَرْتَ بِقَبْرِي أَكُنْتَ تَسْجُدُ لَهُ قَالَ قُلْتُ لَا قَالَ فَلَا تَفْعَلُوا لَوْ كُنْتُ آمِرًا أَحَدًا أَنْ يَسْجُدَ لِأَحَدٍ لَأَمَرْتُ النِّسَاءَ أَنْ يَسْجُدْنَ لِأَزْوَاجِهِنَّ لِمَا جَعَلَ اللَّهُ لَهُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ الْحَقِّ. (ابوداود عَنْ قَيْسِ بْنِ سَعْد )
ژباړه : زه د حیرې و ښار ته ولاړم هلته مي هغوی ولیدل چي و خپلو سردارانو ته يې سجدې کولې ، ما د ځان سره وویل : تر هر چا خو رسول الله ﷺ ددې وړتیا لري چي سجده ورته وسي ، بیا نبي علیه السلام ته ورغلم هغه ته مي وویل : زه د حیرې وطن ته تللی وم هلته مي هغوی ولیدل خپلو سردارانو او رئیسانو ته يې سجدې کولې ، خو ته اې د الله رسوله  ﷺ! تر نورو خلکو ددې وړتیا لرې چي مونږ سجده درته کوو ، رسول الله ﷺ را ته وویل : ته راته ووایه ، که ته زما د قبر سره تېرېږې ایا زما و قبر ته سجده کوې ؟


ما ورته وویل : یا ! قبر ته دي سجده نه کوم ، رسول الله ﷺ راته وویل : نو و ما ته هم سجده مه کوئ ، که ما یو څوک امر کولای چي بېله الله جل جلاله  څخه بل چا ته سجده وکړي نو ښځي به مي امر کړي وای چي خپلو مړونو ته یې سجدې کولای ، دا ددې کبله چي الله جل جلاله  پر ښځو باندي د خپلو مړونو ډېر حق لازم کړی دی .


بېرته د رسول الله ﷺ د ناروغۍ وکیسې ته راځو ، رسول الله ﷺ د ناروغۍ په مده کي هم نوبت په نوبت یوه شپه د یوې ښځي او بله شپه د بلي ښځي سره تېرول خو څه مهال چي مریضي يې سخته سوه نور یوه شپه دلته بله شپه هلته تېرول ورته ګران کار وو نو د عایشي رضی الله عنها د نوبت د رارسېدلو په هیله به يې پوښتنه کول : أَيْنَ أَنَا غَدًا أَيْنَ أَنَا غَدًا. (بخاري )

ژباړه : زه سبا د کومي ښځي سره یم ؟ زه سبا د کومي ښځي سره یم ؟


بيبیاني د رسول الله ﷺ  په مقصد پوه سوې چي د عایشې رضی الله عنها و نوبت ته يې تلوار دی نو اجازه يې ورته ورکړه چي د هري ښځي په حجره کي چي اوسېدل غواړې هلته واوسه ، د ژوند پاته شپې يې د عایشې رضی الله عنها په حجره کي تېري کړې .


څه مهال چي رسول الله ﷺ و مسجد ته نور د وروتلو توان نه لاره ابوبکر رضی الله عنه ته يې نفر ولیږه چي لمونځونه ورکوي ، ابوبکر رضی الله عنه همداسي کول په مسجد نبوي کي يې د جماعت لمونځونه د رسول الله ﷺ د ځای ناستي په حیث ورکول .


د رسول الله ﷺ مریضي د وفات څخه درې ورځي مخته څه سپکه سوه ، د ماپښین و لمانځه ته ور ووتی ، د عباس او علي رضی الله عنها پر اوږو يې لاسونه تکیه کړي وه ، د ډېري کمزورتیا لکبله مبارکي پښې پر مځکه پسي څکېدلې ابوبکر رضی الله عنه چي رسول الله ﷺ ولیده نو و يې غوښته چي د محراب څخه را شاه ته سي ، خو رسول الله ﷺ اشاره ورته وکړه چي پر خپل ځای ودرېږه ، رسول الله ﷺ د ابوبکر رضی الله عنه چپه اړخ ته کښېنستی لمونځ يې په ناستي ورکاوه ، ابوبکر رضی الله عنه تکبېرونه په لوړ آواز ویل تر څو د شاه مقتدیان يې واوري .


ددې وروسته بیا مسجد ته را و نه وتی ، درې ورځي چي تېري سوې د دوشنبې د ورځي په سهار کي ابوبکر رضی الله عنه د مخه وو د سهار لمونځ يې ورکاوه چي ناڅاپه رسول الله ﷺ د خپلي حجرې پرده پورته کړه ، تبسم يې وکړ ، انس رضی الله عنه وایي : نژدې وو چي مونږ د ډېري خوشالی څخه د لمانځه څخه سلام ګرځولی وای ، ابوبکر رضی الله عنه شاه ته هڅه وکړه پدې خیال چي رسول الله ﷺ لمانځه ته راوځي خو رسول الله ﷺ اشاره ورته وکړه چي خپل لمونځ مو اداء کړئ او بیا يې د حجرې پرده کښته کړه .


په همدغه د عایشې رضی الله عنها په حجره کي په همدې ورځ د څاښت مهال وو چي عایشې رضی الله عنها په غیږ کي تکیه کړی وو روح يې قبض سوه .(وفات سو)

 

 

 

د وفات وروسته د صحابه کرامو غم او تسلیت
صحابه کرام رضی الله عنهم په خپل ژوند کي کله هم د داسي غم او پرېشاني سره نه وه مخ سوي څه ډول غم او پرېشاني چي د رسول الله ﷺ د وفات لکبله ورته پېښه سوه ، تر داسي اندازې چي عمر رضی الله عنه لا هم ددې غم تر تاثیر لاندي راغلی، نه پوهېده چي څه ډول امت ته تسلي او اطمنان ورکړي ، منافقانو ته يې ګواښونه ورکول چي هوښ کوئ چي په شرارت لاس پوری نه کړئ  .


خو هغه څوک چي په داسي حساسو شیبو او دردونکي صدمه کي يې امت لره تسلي ورکړه ، هغوی  يې د محمد ﷺ د رسالت و مقصودي ټکي ته متوجه کړه ، هغه ابوبکر رضی الله عنه وو کوم چي رسول الله ﷺ په خپل ژوند کي د ورځني پنځو لمونځو د ادایني د پاره خپل ځای ناستی امام ټاکلی وو څو په همدې سره امت پوه کړي چي د نبوت د خلافت لپاره د همدې لوړ شخصیت څخه پرته بل څوک نه الله جل جلاله  قبلوي او نه يې خلک قبلوي .


ابوبکر رضی الله عنه چي د دوشنبې په ورځ د سهار لمونځ په مسجد نبوي کي ورکړ بیا د مدینې منورې و عوالي یعني د مدینې د پاسه کليو ته ولاړ هلته د سنح په کلي کي دده کور وو خو څه مهال چي د رسول الله ﷺ د وفات خبر ور ورسید ، مدینې منوري ته راغلی ، په مسجد نبوي کي يې ټول د زیاتي پرېشاني په حالت کي ولیدل ، د خپلي لورکۍ عایشې رضی الله عنها و حجرې ته ولاړ هلته د رسول الله ﷺ جنازه پرته وه ، ټوکر سر بېره پر هوار وو ، د رسول الله ﷺ مخ يې ور لوڅ کړ، او پر مخ يې مچ کړ او ورته و يې ویل :

بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي طِبْتَ حَيًّا وَمَيِّتًا وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَا يُذِيقُكَ اللَّهُ الْمَوْتَتَيْنِ أَبَدًا. (بخاري )
ژباړه : زما پلار او مور دي تر تا جار سي ، په ژوندون او مرګ کي مبارک او سپېڅلی يې ، او زما دي په هغه ذات قسم وي چي زما روح يې په لاس کي ده الله جل جلاله  به کله هم دوه مرګه په تا و نه څکي .


یعني مرګ همدا یو مرګ وو چي تا يې تکلیف ولیده نور ستا لپاره کوم تکلیف نسته .
وروسته ابوبکر رضی الله عنه و مسجد ته ور ووتی څو امت ته تسلي ورکړي ، د خطبې د پاره په مسجد نبوي کي ودرېدی د الله حمد او ثناء يې پیل کړه ، په دې مهال کي عمر رضی الله عنه خلکو ته بیان کاوه خو ټول خلک و ابوبکر رضی الله عنه ته راټول سول ، د حمد ثناء وروسته يې وویل :

أَلَا مَنْ كَانَ يَعْبُدُ مُحَمَّدًا صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِنَّ مُحَمَّدًا قَدْ مَاتَ وَمَنْ كَانَ يَعْبُدُ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ حَيٌّ لَا يَمُوتُ. (بخاري )

ژباړه : اګاه واوسئ ! چا چي د محمد ﷺ عبادت کاوه نو محمد ﷺ وفات سو ،او چا چي د الله جل جلاله عبادت کاوه نو الله جل جلاله ژوندی دی هيڅکله هم نه مري. 


او بیا يې دا ایت تلاوت کړ : { إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ }                                                                                        یقینا ته مړ کېدونکی يې او دوی هم مړه کېدونکي دي .


او ورسته يې دا آیت تلاوت کړ :
{ وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ }   الایة (بخاري ) 
او محمد ﷺ  فقط او فقط یو رسول دی ، دده څخه وړاندي هم رسولان تېر سوي دي ، نو ایا که محمد  ﷺوفات سو یا ووژل سي تاسو يې د دین څخه پر شاه کیږی؟ او هر څوک چي د محمد ﷺ د دین څخه پر شاه ولاړ سي نو هغه هيڅکله الله ته ضرر نسي رسولای ، او ژر به الله  شکر اداء کونکو ته ثوابونه ورکړي .


د ابوبکر رضی الله عنه په دا لنډه خطبه کي ډېر څه نغښتي دي ، او امت لره يې ډېره تسلي په ورکړه ، ټول يې په دې پوه کړه چي نبي کریم ﷺ الله د یو رسالت او پیغام د پاره رالیږلی وو هغه دا چي د الله جل جلاله وحدانیت خلکو ته بیان کړي او هم د الله د عبادت طریقه خلکو ته وښئي ، هغه خپله دنده بشپړ کړه ، نو بیا د نورو مخکنیو رسولانو په شان الله جل جلاله  د فاني دنیا څخه و باقي دنیا ته کوچ کړ ، اوس ټول امت ته په کار ده چي د محمد ﷺ په طریقه باندي د هغه رب عبادت او بنده ګي وکړي کوم چي رسول الله ﷺ يې د همدغه مقصد د پاره د خپل رسول په صفت رالیږلی وو او هغه حی لا یموت دی .


د خلیفه تعین
د رسول الله ﷺ د وفات څخه وروسته تر ټولو لومړنی کار چي د صحابه کرامو په مخ کي وو هغه د رسول الله ﷺ د ځای ناستي او خلیفه ټاکل وه ، ابوبکر رضی الله عنه خلیفه و ټاکل سو ټولو بیعت ورسره وکړ ، د سه شنبې ورځ چی هم تېره سوه په ورپسې د چهار شنبې په شپه يې رسول الله ﷺ د عایشې رضی الله عنها په حجره کي پر هغه ځای چي هلته بیدېدی او وفات سوی وو ښخ کړ ، ځکه ابوبکر رضی الله عنه دا حدیث ورته بیان کړ چي پر کوم ځای چي الله جل جلاله  خپل یو رسول وفات کړي نو هماغه ځای د هغه د ښخېدلو د پاره خوښ لري .


د حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضی الله عنهما مقبرې
د رسول الله ﷺ روضه مبارکه د عایشې صدیقې رضی الله عنها حجره ده ، ابوبکر رضی الله عنه چي وفات سو هغه هم د رسول الله ﷺ و څنګ ته و شمال ته لږ د پښو وخوا ته ښخ سو ، د ابوبکر رضی الله عنه سر د رسول الله ﷺ د ځیګر پر برابري راځي ، د یادوني وړ ده چي په مدینه منوره کي قبله د جنوب خوا ته راځي .


عمر رضی الله عنه چي څه مهال په مسجد نبوي کي د سهار په لمانځه کي یهودي غلام ابن لؤلؤ په خنجر وواهه زخمي سو عایشې رضی الله عنها ته يې خپل زوی ابن عمر رضی الله عنها ور ولیږه چي عمر  سلام وايي او دا غوښتنه در څخه کوي چي ته اجازه وکړه چي عمر ستا په حجره کي د رسول الله ﷺ او ابوبکر صدیق رضی الله عنه په څنګ کي ښخ سي ، عایشې رضی الله عنها وویل چي دا پاته ځای ما د ځان د پاره ساتی  خو تر ځان تا ددې ځای د پاره غوره بولم نو اجازه يې ورته وکړه او پدې خبر حضرت عمر رضی الله عنه ډېر خوشاله سو ، عمر رضی الله عنه چي څخه مهال د ابن لؤلؤ د زخمونو څخه شهید سو نو د حضرت ابوبکر رضی الله عنه و شمال ته البته لږ د پښو وخوا ته ښخ کړل سو پدې ډول چي د عمر رضی الله عنه سر د ابوبکر رضی الله عنه د ځیګر پر برابر راځي . 

 

 

په پورتني انځور کي د روضې مطهرې د قبلې لخوا څخه چي کومه پنجره لګېدلې ده په هغه پنجره کي د قبرونو د سر برابر ځایونه په سوریو ښودل سوي دي .


په حجره مبارکه کي د یوه بل قبر ځای هم پاته دی چي هلته به د رسول الله ﷺ په وړاندوینه عیسي علیه السلام ښخیږي .


و مدینې منورې ته د سفر کولو موخه که یو اړخ ته و مسجد نبوي ته ورتله دي خو تر هغه لوی مقصد او موخه د رسول الله ﷺ زیارت کول دي .


د مدینې منورې ښار هغه سپېڅلی ښار دی چي رسول الله ﷺ به هر مهال د سفر څخه راستون سو ، د مدینې ابادۍ چي به ورته ښکاره سوې نو د ډېره هوس څخه به يې سپرلۍ د مدینې په لور را چټکه کړه .

 

ماخذ: د حج ښه ملګری

 

سرته