تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه !
 
  May 28, 2016
  0

 لیکنه: عبدالقیوم مینه وال


زه د خپل زړه په دربي راويښ سوم خو د نړۍ د غرقېدلو ستر ږغونه مي وانه ورېدل. 

ما د اسماني ټکو، توپانونو او سيلابونو مخه ونيوله خو د مظلوم د اوښکو په وچېدو بريالى نه سوم.

ما د فضا زړه تسخير کړ او هغه مي د پوهي په لاسونو څيري کړ او په هغه کښي مي د حکمت امپولونه روان کړه، خو د انسان وړوکى زړه مي خپل نه کړ، په هغه کښي مي د الفت او ميني ګلونه و نه کرل.

ما سپوږمۍ ته ځان ورساوه، د مريخ په حال مي ځان خبر کړ او د شمسي نظام اړخونه مي له ليري وکتل خو د مظلوم د کور لار، چي زما د سترګو تر باڼوګانو لاندي تېره سوې وه و نه ليده.

ما د مځکي سينه څيري کړه د هغه پټ رازونه مي ښکاره کړل او کلک ډبرين غرونه مي و سکڼل، د هغوى زړونه مي را وايستل  خو په ځان پېژندنه برلاسى نه سوم. د (( اُنس )) يا (( انسان )) د نوم په رازمي و نه پېژندى.

ما د کائناتو هره ذره د ځان لپاره وبلله او تر وسه مي ورڅخه د ځان د ګټي لپاره کار واخيست او په هغوى مي څه نا څه علم راوست خو په دې و نه پوهېدم چي:

زه د څه له پاره پيدا سوى يم؟
چا پيدا کړى يم؟
او څه بايد وکړم؟

---------------------------------
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته