تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که غواړی پوره او غوره انسان اوسی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2023
  0

که غواړی پوره او غوره انسان اوسی 


لیکنه: مولوی نقیب الله منقاد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


1- پوښتنه  که غواړې چي بډای سې ؟
ځــواب :  قناعت غوره کړه بډای به سې.

 

2 - پوښتنه که غواړې چي لوی عالم سې؟
ځــواب: تقوی او پرهیزگاری غوره کړه عالم به سې.

 

3- پوښتنه که غواړې چي عزتمن سې؟
ځــواب: خلکوته لاس مه نیسه عزتمن به سې.

 

4 - پوښتنه  که غواړې چي لوی سړی سې؟
ځــواب: له خلکو سره مرسته کوه.

 

5 - پوښتنه که غواړې چي عادل سې؟
ځــواب : چي ځان ته یې خوښوی نوروته یې هم خوښوه.

 

6 - پوښتنه که غواړې چي ځواکمن سې؟
ځــواب: په خدای جل جلاله باور او توکل کوه.

 

7 - پوښتنه  که د خدای جل جلاله په دربار کي غوره درجه غواړې؟
ځــواب: د خدای ذکر کوه.

 

8 – پوښتنه غواړې چي روزي دي پراخه سي؟
ځــواب: تل په اوداسه اوسه.

 

9 - پوښتنه که غواړې چي دعا دی قبوله سي؟
ځــواب: له حرامو نه ځان ژغوره.

 

10 - پوښتنه که غواړې چي ایمان دي بشپړ سي؟
ځــواب: اخلاق ښه کړه.

 

11 - پوښتنه که د قیامت په ورځ له خدای جل جلاله نه داسي لیدنه غواړې چي را څخه خوشاله وي؟
ځــواب: ژر تر ژره له جنابت څخه وروسته غسل کوه.

 

12 - پوښتنه که غواړې چي گناهونه دي کم سي؟
ځــواب: زیات استغفار وایه (أَسْتَغْفِرُ اللّٰه).

 

13 - پوښتنه که غواړې چي الله در باندي رحم وکړي؟
ځــواب: د خدای جل جلاله پر مخلوق رحم کوه.

 

14 - پوښتنه که غواړې چي خدای جل جلاله می پرده وکړي؟
ځــواب: د خلکو پرده ساته.

 

15 - پوښتنه که غواړې چي رسوا نه سم؟
ځــواب: له زنا څخه ځان ژغوره.

 

16 - پوښتنه که غواړې چي خدای جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم ته گران سم؟
ځــواب: کوم کارونه چي خدای جل جلاله ته ور گران وي هغه ځان ته گران کړه.

 

17 - پوښتنه که غواړې چي د خدای جل جلاله تابع سم؟
ځــواب: فرائض مه پریږده .

 

18 - پوښتنه که غواړې چي احسان کوونکی جوړ سې؟
ځــواب: د خدای جل جلاله داسی عبادت کوه لکه ته یې چي وینې، ځکه چه هغه تا ویني.

 

19 - پوښتنه یوکس وویل یا رسول الله! گناهونه په څه بخښل کيږي؟
ځــواب: په اوښکو، عاجزې او ناروغۍ.

 

20 - پوښتنه کوم شیان د دوزخ اور سړوي؟
ځــواب: پر تکلیفونو صبر کول.

 

21 - پوښتنه د الله جل جلا له غصه په څه شي سړیږي؟
ځــواب: پټه صدقه ورکول او صله رحمی کول.

 

22 – پوښتنه تر ټولونه لویه گناه کومه ده؟
ځــواب: بد اخلاقي او کنجوسي.

 

23 - پوښتنه: تر ټولونه لویه نیکی کومه ده؟
ځــواب: ښه اخلاق، عاجزي او صبر.

 

24 - پوښتنه: که غواړې چي د خدای جل جلاله له غصې څه وژغورل سې؟
ځــواب: خلکوته غصه مه کوه.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته