تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ایمان پوره کونکي اعمال
 
  October 16, 2015
  0

 رالېږونکی: مبارک شاه

د زړه د تصدیق او د ژبي د اقرار څخه وروسته عمل کول هم د ایمان شرط او ضروري دی یعني هغه عبادتونه او نیک کارونه چي الله تعالي د خپل نبي کریم صلی الله علیه وسلم په واسطه ښوولي دي او موږ زده کړي دي د هغه څخه ماسیوا ایمان نه پوره کیږي؛ ځکه د ښو عملو په برکت سره په ایمان کښي روښانتیا او پوره والۍ پیداکیږي که چیري ښه او صالح عملونه نه وه ، ایمان ناقص او کم پاته کیږي ، صالح عملونه ډير دي د مثال په توګه:

 

  • لمونځ
  • روژه
  • زکوة
  • حج
  • اضحیه
  • د الله په لار کي قرباني (جهاد)
  • اعتکاف
  • د قران مجید لوستل
  • د ښه کار دعوت بل چاته ورکول
  • د بده کاره څخه منع کول
  • د مور او پلار او استاذي عزت کول
  • صله رحمي کول
  • مسجد جوړول
  • دیني مدرسه جوړول او یا مرسته ورسره کول
  • د دیني علم ویل پخپله او بل چاته
  • د دیني علم د حاصلوونکو سره کومک کول
  • هر قسم مرسته کول
  • وږي او تږي ته ډوډی او اوبه ورکول
  • ستر او حجاب 
 
او نورو داسي کارونه کول
 
دا ټوله کارونه د ایمان پوره کوونکي دي او ایمان کامله وي.
 
مأخذ: معلم الدین، پښتو کتاب، د زیاتونو سره
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته