تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تفسیر د انلاین دورې زیری!
 
  December 6, 2014
  0

د تعلیم الاسلام راډيو د لاري د تفسیر او ترجمې خپرونه چي د تیرو شپږو کلونو راهیسي شروع وه الحمدلله په دې ورستیو کي پای ته ورسېده. د قران عظیم الشان د تفسیر دا مبارکه راډیويي دوره چي د محترم شیخ مولوي محمد عمر خطابي صاحب لخوا تدریسېدل بې شمېره مسلمانانو وروڼو او خویندو د هیواد په داخل او بهر کي د تیرو شپږو کلونو راهیسي پخپلو کورنو، دفترونو، دکانونو، موټرانو او کارځایونو کي اورېدل او ډېره خوښي يې څرګندول.


ددې لپاره چي د قران مجید علوم همداسي جریان ولري نو د تعلیم الاسلام راډيو ادارې تصمیم نیولی تر څو د تفسیر او ترجمې بله نوې دوره شروع کړي. دا ځل به د یوه خاص مشهور او مختصر تفسیر څخه دوره پیل کیږي چي په جلالین شریف مشهور دی.

ددې مشهور تفسیر دوره به د تېر په څېر د محترم شیخ مولوي محمد عمر خطابي صاحب لخوا تدریسیږي:

وخت: دوشنبه، سهار ۷:۱۵ د افغانستان پر وخت
فریکوینسي: کندهار ۸۹.۷۰ ایف ایم
د انټرنیټ پر لیکه: www.taleemulislam-radio.com/live
د موبایل د لاري: ټون این

یادونه: جلالین شریف ډېر لنډ، جالب او معتبر تفسیر دی چي د هر مسلمان ورور لپاره یې اورېدل هم اسانه او هم زیات ګټور دي. لطفاً د جلالین شریف کتاب د ځان سره ولری او تاسو کولای سی هر ځای چي اوسی همدا تفسیر واوری.
 
د جلالین شریف او د هغه یوه مؤلف په اړه معلومات دلته ولولئ: امام سیوطي رح
 
په درنښت
 
تعلیم الاسلام راډیو اداره
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته