تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خلع څه ته وايي؟
 
  October 31, 2013
  0

ښځه چي د مېړه څخه د مال په بدله کي ځان ایله کوي نوو دې ته د فقهي په اصطلاح کي خلع وایي .

کله کله د مېړه او ماینې تر منځ دا ډول مخالفت را منځ ته کيږي چي تر منځ یې روغه ناشونې وي ، په دا ډول حالت کي که ښځه د مېړه څخه د مال په بدله کي ځان طلاقوي یعني د خپل مېړه څخه د خلع غوښتنه وکړي نو پروا نه کوي .
په خلع کي چي د ماینې او مېړه تر منځ پر څونه پیسو موافقه راسي هغونه پیسې به ښځه خپل مېړه ته حتمي ورکوي ، ځکه مېړه یې طلاق د همدغه مال په عوض کي ورکوي .

خلع هم طلاق دی يعني یو بائن طلاق په لویږی .

که مېړه د ښځي سره بد ژوند کاوه نو په دې بده ګزاره یې ښځه دې ته اړ ایستلې وه چي ځان ځني بېل کړي په دا ډول حالت کي يې مېړه ته دا مکروه او ناسم کار بلل کیږي چي د ښځي څخه د خلع په عوض کي مال واخلي ، ځکه مشکل او ستونزه خپله د مېړه لخوا څخه را منځ ته سوې ده .

که ښځي بد ژوند کاوه بیا تر ورکول سوي ولور څخه زیاد شى د طلاق په بدله کي ځني اخیستل کراهیت لري ، که په ورکړي ولور یا د هغه څخه په لږ مال طلاق ورکړي پروا نه کوي .

که سړی خپلي ښځي ته پدې شرط طلاق ورکړي چي وایي که دونه پیسې ما ته راکوې نو ته طلاقه یې که ښځي یې شرط ومانه نو دا هم خلع سوه او یو بائن طلاق په واقع کیږي .

د کوم مقدار مال په عوض کی چي یې طلاق ورکړی دی هغونه مال به ښځه خپل مېړه ته ورکوي .

هر هغه شئ چي په ولور کي یې ورکول صحیح کیږي هغه ډول شئ د خلع په عوض کي هم ورکول کېدلای سي .
 

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته