تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تلپاتي نېک عملونه
 
  December 6, 2015
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 هغه تلپاتي نېک عملونه چي ثواب يې په قبرکي  ومؤمن ته رسېږي او د مسلمان هغه نېک اعمال چي د هغه تر مړيني وروسته هم په دنياکي په يوه او بله بڼه تر سره کېږي وهغوئ ته خير باقي ويل کېږي . 

الله و دې ډولو  عملونوته  قرانکريم په دې ايت کي اشاره کړې ده: 


(( الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا )) .﴿سورة الکهف ايت ٤٦﴾ 
ژباړه: شتمني او زامن د دنيوي ژوند ښايست دئ پاته کېدونکي  نېک عملونه ستا  د پروردګار په نزد غوره دي او په هغوپوري ښې هيلي تړل کېداى سي . 

           په دي کي هيڅ شک نسته چي هر مسلمان دا هيله لري، چي داسي نېک اعمال ورڅخه په ميراث پاته سي چي تر مړيني وروسته يې هغه په قبر کي دوام داراه ثواب ورسيږي او له فيوضاتو څخه يې په داسي حالت کي مستفيد سي، چي د ژوند له پاى ته رسېدو سره يې داعمالو سلسله پرې سوې وي .
 
لاندي حديث شريف هغو نيکو عملونو ته اشاره کوي کوم چي د مسلمان تر مړيني وروسته هغه ته تر هغه وخته چي دا ډول اعمال پاته وي په قبرکي ثواب ورسېږي . 

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ « إِذَا مَاتَ الإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلاَّ مِنْ ثَلاَثَةٍ إِلاَّ مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ ». ( رواه مسلم والسنن) 

ژباړه: د حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دئ : چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کله چي انسان مړسي ټول عملونه يې ورڅخه قطع سي پرته له درو شيانو څخه ( چي تلپاته وي او د هغه ثواب په قبرکي هم ورته رسېږي ).
 
 
 

١_ دوامداره صدقه  

 

٢_ هغه علم چي ګټه ورڅخه اخستل کېږي  

 

٣_ هغه صالح او نېک اولاد چي هغه ته دعاء کوي  


 

تشريح :

 
١_دوامداره صدقه:  لکه د مسجد جوړول، چي تر کومه وخته مسلمانان پکښي لمونځ کوي نوثواب يې هغه ته په قبرکي رسېږي ، د بشري امت لپاره روغتون جوړل چي تر کومه وخته مسلمانان پکښي معالجه کېږي نو ثواب يې هغه ته رسېږي، د اسلامي خيريه ټولني جوړول چي ترکومه وخته فقيران او محتاجين ورڅخه ګټه اخلي ثواب يې ده ته رسېږي ، د ونو ايښودل ترڅوچي يې خلک له مېوو او سيوري او لرګيو څخه مستفيد وي نو ثواب يې هغه ته رسېږي ، د لاري پر سر د اوبو د څاه او يا وټرپمپ جوړول، چي مسافرين ورڅخه استفاده کوي نو ثواب يې ده ته رسېږي او داسي نور هغه خيريه کارونه په ميراث پرېښوول، چي د انسان تر مرګ وروسته فعال وي نوثواب يې بېله شکه  ده ته په قبرکي ور رسېږي . 

٢_ هغه علم چي ګټه ورڅخه اخستل کېږي : لکه يو څوک چي په ديني علومو او نورو روا علوموکي شاګردان و روزي او د علم په نشر کي برخه واخلي، ترڅو چي د همدې انسان د علمي روزني او نشر سلسله جاري وي نو هغه ته يې تر مرګ وروسته ثواب رسېږي ، د مدارسو او دارالحفاظونو جوړول، چي هلته د مسلمانانو او لادونه زده کړه پکښي کوي ، د بشريت د اصلاح او خدمت له پاره او د اسلام د نشر له پاره  د کتابونو تصنيف کول ، چي تر کومه وخته دا کتاب د لوستونکو په لاسونوکي د لوستلو له پاره موجود وي او هغوئ استفاده ورڅخه کوي نو ثواب يې ده ته رسېږي ، د علمي او ديني کتابونو چاپول ترڅو مسلمانان ګټه ورڅخه واخلي ، همداراز د نورو پر مختللو وسايلو د لاري لکه راډيو، سي ډي ګانو ، کېسټونو ، د مجلو او جريدو د لاري ديني علم خپرول ټول هغه څه دي ترڅو چي د دغو شيانو د لاري د علم نشرولو سلسله جريان لري نو بنسټ ايښودونکو مسلمانانو ته يې تر مرګ  وروسته هم ثوابونه رسېږي . 

٣_ نېک او صالح اولاد : دا سي نېک اولاد تربيه کول ، چي هم هغوئ خپلو والدينو ته دوعا کوي او هم يې د هغوئ د نېکو اعمالو او  ښو اخلاقو او ديانت په خاطر نور خلک د هغوئ والدينو ته دوعاوکړي، همداراز  دصالح اولاد په نېکوعملونو او د هغوئ په اجر او ثواب کي والدين برابر شريک وي او ترکومه وخته، چي د همدې صالح اولاد د نېکو عملونو او خيريه کارونو تسلسل دوام لري نو ثواب يې هغوئ  او د هغوئ والدينو ته رسېږي . 

          د پورتني مبارک حديث څخه دا خبره ښه واضح سوه ، چي د مسلمان د اعمالو سلسله کېداى سي د قيامت تر ورځي پوري ترڅوچي دانړۍ پاته وي په داسي شکل دوام وکړي ، چي ثواب يې و ده ته په قبرکي رسېږي، دا پر مسلمان باندي د الله جل جلاله د بې شانه رحمت يوه خاصه بېلګه ده ، ځکه نو ژوند د مسلمان له پاره يو ښه فرصت دئ، چي د داسي ډول کارو نو د سرته رسولو له پاره ورڅخه ګټه واخلي .
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته