تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
آيا غرب په اسلامي نړۍ کي پرمختګ غواړي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 12, 2021
  0

آيا غرب په اسلامي نړۍ کي پرمختګ غواړي؟


لیکنه :اسامه جوهری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا پوښتنه د ځوانانو په اذهانو کي تر ټولو مبهمو پوښتنو کي شمارل کيږي ،  غربي نړۍ د نورو  تهذيبونو او تمدنونو په څېر اسلامي تهذيب هم ډېر عادي وباله ، نتيجه کي اسلامي تهذيب نور هم ترويج اړخ ته روان دی او لامل يې دا دی چي هر کله د يو فکر مقابله په فکر ونه کړل سي، نو کله هم د فکر مقابله په زور، رشوت ، استعماريت باندي نه سي کېدلی .


چونکه په اوس وخت کي ځوانانو د غرب پرمختګ وليد، د هغوئ دوکه کونکي شعارونه يې تر غوږونو راورسېدل او بل اړخ ته اسلامي نړۍ د سختو کړاوونو ښکار ده، نو ځوانان هم په تزلزل او کنفيوژن کي واقع سوي، چي آيا واقعي غرب د ټولي نړۍ لپاره همدارنګه مخلصه ده لکه څنګه چي د دوئ په شعارونو کي ښکاري؟ 


نړيوال انساني حقوق ، د روغتيا نړيوال سازمان، د خوراکي توکو نړيواله اداره او داسي نوري ادارې مسلسل د انسانيت، ترحم، میني، ورورولی او د اتحاد نارې پورته کوي، غرب چي په هر ملک کي جنګ کوي نو د ”د ترهګری خلاف“ جنګ نوم ورکوي، همدا لامل دی، چي اکثره مسلمانو ځوانانو دا خبره خپله عقيده جوړه کړې، چي غرب غير جانبدار، معصوم او امن خوښونکی دی .


د اسلامي او غربي حاکميت يوه پرتله :


داچي د پخوا راهيسي د سیاسي او تهذيبي حاکميتونو جنګ دی، هر کله چي اسلامي نړۍ په غرب حاکمه وه، نو د هغوئ د امن، پرمختګ، تعليم، انصاف او د ژوند نورو ضرورياتو پوره کولو کي لاس په کار وه. د غرناطه ، طليطو او د قرطبې په شان ښارونو د علم سيوری هم نه پېژنده، د اسلام د حاکميت نه بعد په ټوله اروپا کي همدا د علم مرکزونه جوړ سول. (د دې خبرې د تفصيل لپاره جان ويليم ډريپر کتابونه کتلی سی) 
يو يهودي تاريخ ليکونکی زوين زوهر (Zoin Zohar) د مسلمانانو د واکمنۍ په اړه ليکي  چي:


کله چي مسلمانان د ګبرالتر (Gibraltar)پولو ته واوښتل او له شمالي افریقا څخه وروسته یې پېننسولا (Peninsula )فتحه کړه، نو د هغه ځای یهودو د آرام ساه واخیسته او همدې یهودو ځکه مسلمانانو ته ښه راغلاست ووایه، چي دوی یې د عیسویانو له ظلمونو څخه وژغورل .

(Sephardic and Mizrahi Jewry, New York 2005, P- 8-12.)


همدا راز مسلمانانو په لویدیځه نړۍ کي هم له عیسویانو سره ډېره اخلاقي رویه کړې ده، له ۶۴۸ م  څخه۶۵۷ م  کال پوري د عیسویانو قبیلوي مشر (Patriarch)اېشویابت لیکي: عربانو ته چي کله الله حکومت په لاس ورکړ نو له مونږ‌ سره يې داسي رویه وکړه، چي له هیچا څخه پټه نه ده، که څه هم هغوی يعني مسلمانانو عيسويت نه مانه، خو زمونږ د مذهب درناوی به یې کاوه، زمونږ دیني علماؤ ته به یې درناوی کاوه او  له عبادتځایونو سره یې مرسته هم کوله.


 (Caliph and their non-Muslim subjects: a critical study of the convenient)

 

په لویدیځه نړۍ کي د اسلامي واکمنۍ په هکله مستند  لیکوال رنهارټ دوزي (Reinhardt dozy ) داسي لیکي: د عربو (مسلمانانو) مساویانه رویه هيڅکله هم د هېرېدو نه ده، په مذهبي چارو کي یې هېڅکله هم په چا جبر او زور زیاتی نه دی کړی، له همدې امله عیسویانو د (فرېنکسس ) په وړاندي د مسلمانانو واکمنۍ ته لومړیتوب ورکړ  او خوښ یې کړ.


تر دې ځايه دا خبره جوته ده، چي د اسلام حاکميت د عدل ، انصاف او امن خپرولو لپاره وو .


اوس راځو د غرب حاکميت ته لنډه کتنه کوو:


مشکل دا دی چي اوس مهال اکثره خلک د غرب معاصر شکل او صورت ته ګوري او له تاريخي حقايقو ناخبره دي او همدې خبري تر ټولو غټه ستونزه راولاړه کړې ده، که چيري موږ د غرب تېر درې سوه کلن تاريخ وګورو نو مسلسل د جبر، ظلم، وحشت، قتال او له ډاکو څخه ډک دی، بلکي غربي نړۍ ( خصوصا فرانسې ، برطانيې او جرمني ) لکه د وحشي حيواناتو د نړۍ مختلف ممالک چور کړل،  دوی به د نړۍ د مختلفو زرخيزو او د معدنياتو څخه ډکو ځمکو باندي ولکه ټینګه وله. همدا لامل وو، چي فرانسې په کال ۱۸۳۰ کي په الجزائر او نورو افريقايي هېوادونو ولکه ټينګه کړه او برطانيې په هندوستان او ورسره نژدو سيمو باندي قبضه وکړه، جان ګنتهر چي يو امريکايي ډيپلوماټ دی وایي: په الجزائر کي يوازي ۸۰ فرانسويانو په لاس کي د الجزایر ۳۰ ٪ زرعي ځمکه وه، فرانسې د افريقايانو په مرۍ خوله ايښې وه او آن تر نن تاريخه پوري ترې خپله فائده اخلي، همداراز برطانيه هم هندوستان ته د ډاکو او غلا لپاره تللې وه، يوه مشهوره هندی ليکواله ( اوتسا پټنائک ) چي خپله هم اقتصاد پوهه ده، هغې د برطانيې په هندوستان باندي د استعمار په هکله يو تحقيق کړی او په پای کي يې دا خبره واضحه کړې، چي برطانيې له هندوستان څخه په دوه سوه کلونو کي ۴۵ ټريليونه ډالر وړي، چي دا د معاصري برطانیې د GDP جې ډي پي  ۱۷ چنده کيږي.


د برطانيې د استعمار څخه مخکي هندوستان د ټولي نړۍ ۲۴ ٪ توکي صادرول، یعني په نړۍ کي ۲۴ فيصده صادرات يواځي د هندوستان ول او هر کله چي برطانيه وتله، نو منفي - ۲۲ ته رارسیدلي وو. غرب همېشه په اسلامي نړۍ کي جنګ، بې امني، فقر، قحط او جهالت غواړي، بلکي دا شيان دوی د خپلي بقا لپاره يو لازم شی. په کال ۱۹۳۵ کي په ( کازموپوليټن رساله ) کي د يو جرمن مفکر او تاريخ پوه اوسولډ سپنګلر يوه ليکنه راغلې وه او کټ مټ په دې عنوان وه چي آيا نړيوال امن ممکن دی؟ 


هغه د لیکني په اخره کي وايي، چي د امن غوښتنه  فقط يو خواهش دی حقيقت نه دی، که چيري سپين قومونه ( غربيان ) جنګ کول پريږدي  نو د خواهش په بقا کي به حقيقت له لاسه ورکړي ، پرمختګ او حاکميت به له لاسه ورکړي او رنګين قومونه به د نړۍ اقتدار ته ورسېږي. 

همداراز په معاصره اسلامي نړۍ کي که وګورو نو داسي اسلامي ملک نسته، چي هلته دي جنګ وي او ترشاه يې د غربيانو لاس نه وي، هغه که ليبيا ده، که عراق، شام، افغانستان، مصر او که نور هیوادونه دي.


امريکا که يو څه آبادياني کړي، خو ورور يې ورور سره جنګولی، په هر ملک کي يې خانه جنګي ته هوا ورکړې، پوره قومونه يې له ذهني مشکلاتو سره مخ کړي، چي په طبي اصطلاح کي ورته PTSD وایي. د يو تحقيق پر اساس امريکا په تېرو ۷۰ کلونو کي ۳۷ قومونه اشغال کړي او له شل ميليونه څخه یې زيات انسانان وژلي دي. 

په معاصره نړۍ کي د غرب له اړخه د  انسانيت خبري فقط اشتهاري خبري دي، په دې خبره کي هيڅ شک نسته، چي غرب د خپل يو بچي خندولو لپاره د شرق (اسلامي نړۍ) ۱۰۰ بچي ژړوي، يوه با امنه منطقه بمبار کړي، د خلکو کورونه وران کړي، اولادونه يې مړه کړي او اخره کي ورته د UNHCR يوه  خيمه ورکړي او احسان هم پرې ور واړوي.


لنډه دا چي هر کله اسلامي نړۍ په غرب حاکمه وه، نو هلته سکون وو، امن وو، تعليم وو، پرمختګ وو او هر کله چي غرب په اسلامي نړۍ حاکم سو، نو لوټل شروع سول، جنګونه سول، بد امني سوه، هجرتونه سول، بمبارۍ سوې، اسلامي ملکونه تقسيم سول، ژور اختلافات رامنځته سول او دوی، چي خپلو کي ابدي دوښمنان ول خپلو کي سره دومره خواږه سول، چي د يو اروپايي ملک او بل اروپايي ملک تر منځ فقط يوه د رنګ کرښه وي. که اسلامي نړۍ ته يې کوم پرمختګ  راوړی، نو هغه هم فقط د خپل افاديت لپاره يې راوړی او د هغې درې چند قيمت يې وصول کړی، په اسلامي ممالکو کي چي هر  يو اسلامي تنظيم سر پورته کوي، نو د مختلفو تهمتونو او درواغو پر اساس يې بدناموي، لامل يې دا دی، چي د غرب اصل جنګ له ترهګرۍ سره نه، بلکي له اسلام سره دی، د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبیلیو بوش یو مشاور (ایلیټ کوهن) وایي: د امریکا اصلي دښمن ترهګري نه، بلکي اسلام دی . 


او دوی (غرب) له اسلامي نړۍ څخه تر هغه وخته پوري نه راضي کيږي، چي تر څو اسلامي نړۍ د دوی اتباع او تعبداري ونه کړي. 


ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ګڼه)


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته