تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا ښځو ته د موټر چلولو جواز سته؟
 
  November 28, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۲۷۵)

نوم: نورالحق

د اوسېدو ځای: اسلام اباد 

سوال :  ایا په اسلام کی ښځو ته د موټر چلولو اجازه سته؟

جواب : 

حامداً و مصلیاً

موټر خو په کور کي نه چلول کیږي خامخا به یې د کوره راباسي او د ښځي راوتل بېله اړتیا ناجایز  دي دا خو د مسجد د لمانځه څخه لا منع ده نو منظره به يې څنګه جواز پیدا کړي؟!  او لکه څنګه چي د نارینه کتل وه بیګانه ښځي ته ناجایز دی همدارنګه د ښځي کتل و بیګانه نارینه ته ناجایز دي او بل په دې کي مشابهت د نارینو سره دی او نبی کریم صلی الله علیه وسلم  پر دغو ښځو باندي لعنت ویلی دی.

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):قَالَ : لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ. صحیح البخاري، کتاب اللباس، باب المتشبهین بالنساء.
 
(۲):عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ : { نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَوَاتِ الْفُرُوجِ أَنْ يَرْكَبْنَ السُّرُوجَ. فتح القدیر، ج۳، ص۳۵۹- رشیدیة کوئته
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته