تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانه ! ته شاعر، ته د ټولني سترګي او ژبه يې !!!
 
  September 1, 2012
  0
ليکوال : محمد نبي سلطاني 

ځوانه !  شاعر د ټولني تاريخ جوړونکى او د پرمختګ ستر عامل دئ او د نهضتونو په جوړولو کي لوى لاس لري نو پر همدې اساس د شاعر مقام ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کي درناوى کېږي شاعر د پوهانو په قطار کي ځاى لري. واقعي شاعر د خپل ضمير او وجدان د فيصلې او لاروښوني پر اساس د خپلو شعري طرحو په وړاندي کولو سره ځانونه مکلف بولي چي د خپلو شعرونو په مټ ټولنه د انحراف ، فسق، فساد او کږو وږو لارو څخه را وګرځوي او هغه ټولنيز رسالت چي  په ټولنه کي يې د يو فرد په توګه شاعر پر  غاړه لري هغه تر سره کړي لکه څنګه چي ويل کيږي چي شعر سحر دى او په خپل تخليقي منطق هغه چاري سرته رسوي ،چي د ارسطو منطق او استدلال پکي بي وسه وي.

  ځوانه! ته  هم د يو ټولني د ملا د تير حيثيت لري د ټولني د پرمختګ او ترقۍ په کارونو کې تربل هر چا فعاله ونډه لرې ، همدا ته يې، چي يو ملت د آزادى په لوى نعمت نازوي اوهمدا ته يې ، چي د يوملت سرمايه گڼل کيږې ، ته د نړۍ هغه قوت يې، چي تعليم، اقتصاد، تجارت، امنيت، صحت او  ثقافت په خپل مټ او برکت سره پرمخ بيا يې  که ستا غښتلي مټي، سالم فکر، روښانه اند او ښه نيت  نه واى نن به نړۍ او افغان اولس له تورتمونو او ارتجاع سره مخ واى. 

 ځوانه ! ته هغه څوک يې چي ستا  دين او خلکو  له تا څخه کار غواړي، خلک تا  د خپل دين ، ولس او ملت په درد درد من  بولي ،  هغه له تا څخه غوښتنه کوي چي د  هغوئ د اخلاقو د سمون او اصلاح له پاره شپه او ورځ لاس په کار سې، د هغوئ غم  او  درد د ځان وبولې او د هغوئ ستونزي او کړاوونه  د خپل ورغوي د کرښو په څير  وځانته  معلوم کړې ، چي پر حال يې وژاړې ، اوښکي پر تويوئ کړې او پر حال يې اه او فغان وکړې . 

ځوانه  ! نو ته کولاى سي ، چي دا کارونه د بېلابېلو لارو څخه  تر سره کړي ، لکه شعر ويل ، نثر ليکل او داسي نور .... 
موږ به دلته  يوازي ستا د  شعر ويلو پر مسئوليت وږغېږو ، چي ته شاعر يې او په خاصه توګه ځوان شاعر يې د ټولني په وړاندي کوم مسئوليت لرې او کوم مسئوليت در تر غاړي دئ . 
ځوانه ! ته  شاعر يې ته د يو ټولني سترګي  او ژبه بلل  کيږي، چي په ټولنه کي د شته ستونزو په وړاندي يې پرانيزې او پر ضد يي پاڅون وکړې . خپله ټولنه   شته او را تلونکو خطرونو ته متوجه کړې او يا ورته د خلاصون لار پيدا کړې. 

ځوانه ! دلته به د بېلګي په توګه د يو انګليسي شاعر يوه کيسه  درسره شريکه کړم ، چي زموږ د موضوع سره زيات تړاو  لري او کولاى سو، چي د همدې کيسې په لوستلو سره  د دې تور تمونو څخه خلاصون ومومو او دا توره شپه په رڼا بدله کړو ، د ظالم په وړاندي مبارزه وکړو او ورته غاښ ماتونکي جواب ورکړو : 

 دا کيسه د انګليسي ژبي د يو مشهوره شاعر ده  (لارډبايرن) نظم چايلډ هيرلډ پلګر ميج ..د هغه شاعر هغه شعر دى، چي په يوه برخه کي يې فرانس، انګلستان او روس ننګولي دي او بله خوا يي يونان ته د ترکانو د ازادۍ لمسه کړې ده .

بايډن ليکلي دي: چي اروپا يا په ځانګړي تو ګه انګلستان او فرانسې د يونان د علم او حکمت څخه چي کومه ګټه پورته کړېده تر ننه يي يونان ته چا بدل نه دى ورکړى او روس چي د يوناني کليسا پيروي کوي له يونان سره يې هيڅ راز مرسته نه ده کړى،  بيا دى، ددې لپاره چي ددې دريو هيوادونو  د وګړو غيرت را وپاروي يونانيانوته وايي، چي غيرو  ته  هيڅ راز هيله لرل نه ده په کار  په خپلو مټو باور  ورته په کار دئ ، د دوئ له پاره د ترکانو د غلامي څخه ځان ازادول ضروري دئ.

چي  دا نظم يې په ( ١٨١٢ ع)  کال کي خپور سو او له خپرېدوسره يې په اروپا کي د بايډن د شاعرى اوازه خپره کړه په فرانسه، انګلستان، ايټاليا، اطريش او روس باندي، دې نظم کوډګره اغيزه وکړه څه وخت چي يو نانيانو له ترکانو بغاوت وکړ نو داروپا متحده بېړۍ يې مرستي ته ورغله او په ( ١٨٢٧ ) کال کي يې د ترکانو بېړۍ ته ماته ورکړه چي پايله يي د يونان ازادي سوه .

 ځوانه ! دا د شاعر د يوه شعر اغيزه وه، چي په پايله کي يې خپل هيواد ازاد کړ  او هيوادوال يې دې ته وهڅول چي پاڅون وکړي او خپله ازادي د ترکانو څخه تر لاسه کړي .
 
 ځوانه ! که  په نوره نړۍ کي يو شاعر کولاى سي ، چي د يوه شعر په مټ ازادي ترلاسه کړي او خپل ملت ازاد کړي ، نو زموږ  افغان او ځوان شاعران هم تر چا په کمه نه دي ، دوئ هم کولاى سي ، چي خپل ملت راوېښ او د ظالم په وړاندي يې و دروي او هغوئ ته غاښ ماتونکئ جواب ورکړي ، که په نوره نړۍ کي شاعران د خپلو شعرونو په مټ اخلاق ، ادب او تولنيز کړه وړه  و خپل ولس ته ورښيي ، نو زموږ شاعران هم تر چا نه دي پاته دوئ تر هغوئ مخکي کېدلاى سي ، که د نوري نړۍ شاعران په خپلو شعرونو کي د خپل وطن ستاينه کوي او د وطن په ستاينه کي شعرونه وايي ، نو نه زموږ شاعرن  تر هغوئ پاته دي او نه هم زموږ  وطن د هغوئ تر  وطن بدرنګه او بد شکله دئ ،  که هغه خپل بيده ملتونه ويښوي ، نو دا کار زموږ شاعرا هم کولاى سي ، خو په دې شرط چي زموږ  شاعران خپل مسئوليت وپېژني، د ټولني درد احساس کړي ، د ټولني غم ولري ، د ولس په غم غمجن سي ، ستونزي يې خپلي ستونزي او ربړوني يې خپلي ربړوني وبولي اخلاقي نورمونه په پام کي ونيسي ، د اسلام او  خپلي ټولني تر حدودو تېرى ونه کړي . 

ځوانه ! ته په ټولنه کي تر تولو لومړى  دا مسئوليت لري ، چي تر ټولو  مخکي اخلاقو ته زياته پاملرنه وکړې ، د ټولني د اخلاقو د سمون له پاره تر خپل وسه پوري کار وکړې او ټولنه د بد اخلاقيو څخه  د خپلي ژبي او شعر په مټ راوګر ځوې، ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ  د داسي شعرونو د ويلو څخه منع کړي يو، چي په هغه کي دي د چا سپکاوى سوئ وي ، بې ځايه خيالي الفاظ دي پکښي کار ول سوي وي او د جابرانو او ظالمانو ستاينه دي پکښي سوې وي رسول الله صلي الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي :  د چاچي خيټه د وينو او زوبونو څخه  ډکه سي ښه ده تر دې چي د هغه زړه او دماغ د هغه شاعرانه خيالونو او کلام څخه ډک سي چي په هغه کي دي د چا سپکاوى کوي.

 ځوانه ! شعرپه واقيعت کې د اجتماعي ژوند په باب د شاعر تجريبې  دي ،په شعر کې د ټولنيز ژوند ډېر اړخونه په يوه يا بله بڼه انځور سوي وي، چي د خلکو غوښتنو ته ځواب ويلاى سي، شعر د ژوند په باب زموږ تجربې زياتوي او موږ له واقيعتونو سره آشنا کوي اخلاق راښيي او په ټولنه کي مو د ناوړه او بې ځايه کارونو و مخنيوي ته هڅوي .

ځوانه ! په شعر کې د پوهني او اجتماعي روزني اصلاحي اړخونه يو له بله نه بېلېدونکي اړيکي لري . يوازې د خوند اخيستني او ساعت تيري لپاره دشعر تخليق يا رامنځته کول او مطالعه کول يو بې ځايه او يو بي عاطفې کاردى . دهرې ژبي شعر په يوه ټاکلې زمانه اوسيمه کې د خلکو ژوندي افکار دي چي په الفاظو کې خوندي او په ليکلې يا ويلي (شفاهي) ډول له يوه نسل څخه و بل ته انتقاليږي.

ځوانه ! شعر د خپل عصر د وګړو د عقايدو،کلتور او ټولنيز ژوند هغه هنداره ده چي د هغوى ريښتني ژوند پکې په يوه يا بله بڼه بريښې. 
 نو دساعت تيرۍ له پاره يې ويل، ليکل او مطالعه کول په واقيعت کې له ژوند سره اړيکې شکول او پر حقايقو سترګې پټول او د خپلي ټولني سره په زياته کچه بې غوري کول دي .
ځوانه ! مونږ هم چي د اسلام او مسلماني دعوه کوو، نو بايد په عمل کې هم دا ثابته کړو، چي زموږ ژبي ، قلمونه او شعرونه  تر اسلام او وطن قربان دي او موږ چي شعرونه وايم ، نو بايد د اسلام د دفاع ، د ټولني د سمون او د خلکو د اصلاح له پاره وي . 

ځوانه اوس د دې وخت نه دئ چي شرې شونډي ، لونګين او پېزوان ولمانځو ، بلکي اوس د دې وخت دئ چي ، د خپلو شعرونو په مټ د اسلام رښتنې څېره و خلکوته وروپېژنو ، پردى کلتور د خپلي ټولني څخه وباسو ، د خلکو اخلاق جوړ کړو، جهاد، تعليم، دعوت، قلمي، فکري او ټولنېزه مبارزه وکړو ، نو په دې توګه به مو د خپل قلم او ژبي عفت هم ساتلئ وي ، د قلم او ژبي چي کوم ارزښت دئ هغه ته به مو درناوى کړئ وي، د ملت او ولس اعتماد به مو ترلاسه کړئ وي ، ځکه ولس پر هغه چا اعتماد کوئ ، چي د هغه ولس په ژبه ږغيږي، د هغه ولس په دردونو خبر وي ، د هغه ولس دردونه او کړاونه نه سي زغملاى . 

ځوانه ! ستا په شعر کي ستا د ولس  عقلي ژوندون ، اخلاق ، دودونه ، ديانت، عقليت او نور روحي خصايص يي و نړۍ والو ته ښکاري  او ستا  په شعر کي ستا د ملت اجتماعي نفس او روحي ساختمان او فکر داسي ښکاري لکه په هنداره کي چي هرڅه ښکاري، نو  خپل عقلي ژوندون ، اخلاق ، دودونه ، ديانت، عقليت او نور روحي خصايص ، دملت اجتماعي نفس ، روحي ساختمان او فکر و نړۍ والو ته داسي ور ښکاري کړه لکه څه ډول چي دي .  

ځوانه ! داسي شعرونه ووايه چي  په واقيعت سره ستا د ضمير او وجدان حکم د انسانانو د چارو په مخ بېولو کي اساسي او مثبت رول  ولوبوي.

ځوانه !  ته د بلي هري ډلي  په پرتله ډېر د خلکو د عقل او عواطفو واګی په لاس کي لرې، نو  په خپل شعر کي  د بدو او ناوړو  شيانو ستاينه مه کوه ، که نه د وجدان او ضمير د قوې دداسي ټکان سره به مخامخ سې، چي تر مرګه پوري به هغه نه در څخه  هېرېږي او پر خپل کړي بد عمل به پښيمانه يې .

 ځوانه !  ښه داده چي د خپل وجدان او ضمير حکم هر وخت د شعر په ويلو پر وخت  په نظر کي ونيسې او دهغه په لاروښوونو عمل وکړې، نو بيا کولاى سې  چي د دې ربړېدلي ا وځورېدلي او لس او هيواد والو د زخمونو د درد  ملهم سي .

باالاخره داسي شاعري وکړه : 

ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي ستا ولس ، خلک او تولنه يې غواړي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي سبا دي ټولنه به په ښه نوم يادوي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د ټولني دردونو ته دوا سي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د ولس زخمونو ته پټئ سي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي ستا وطن دي ازادي ترلاسه کړي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د ولسونو نجات پکښي نغښتئ وي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي ظالم ته ظالم او مظلوم ته مظلوم ويل سوي وي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي خلک درته د ولس ژبه ووايي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د ځوانانو فکرونه او ذهنونه وروزې . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه  ، چي ټولنه د علم  لاس ته راوړلو ته وهڅوې . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي اسير ولسونه يې په مټ نجات ومومي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي د مسئوليت احساس په ولس کي راژوندى کړي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي  خوبولي راو پاڅوي . 
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي هر  بيت يې غليم ته د تندر په شان وي .   
ځوانه ! داسي شاعري وکړه ، چي محتوا او مفهوم يې ستا د ټولني استازي توب وکړي . 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته