تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موخۍ
 
  May 10, 2012
  0

  يوه ښځه چي د بلي ښځي په موخۍ كي وركول سي پدې ډول چي هره ښځه د هغي بلي ښځي د ولور په بدله كي وشمېرل سي دغه ته په عربي شِغار وايي .


په اسلام كي يوه ښځه د بلي ښځي په ولور كي نسي وركول كېدلاى .


د امام شافعي رحمة الله علیه په آند د موخۍ نكاح فاسده ده ، نه صحيح كيږي ، ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : په اسلام كي شِغار يعني موخۍ نسته  (۸).

زموږ امامان د دې  نبوي حديث مراد دا ګڼي چي يوه ښځه د بلي ښځي ولور نسي ګرځېدلاى نو ځكه د موخۍ په نكاح كي مهر مثل لازميږي .

البته د نكاح تړون یې صحيح دى ، ځکه دا داسي نکاح ګڼل کيږي لکه ولور چي پکښي ټاکل سوى نه وي . 


ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
----------------

 (۸): عَنْ نَافِعٍ عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ شِغَارَ فِى الإِسْلاَمِ ». ( مسلم )
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته