تازه سرليکونه
د (فتوا حيض او نفاس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د حيض د بندېدو لپاره ګولۍ خوړل
 
  July 20, 2012
  0

 سوال: که ښځه  دروژې په میاشت کي دحیض دبندېدوپه خاطرگولئ وخوري اوروژه پوره ونیسي که خاص دعبادت په خاطرداکار وکړي، چي په روژه کي دألله جل جلاله عبادت وکړي نوایاداگناه لری اوکه نه؟ او دا روژې بیرته ونیسی اوکنه؟ 


د سوال کونکي نوم : حلیمه تقوا

جواب : ښځو لره پکار نده چي د روژې لکبله د مياشتنۍ ناروغۍ مخه په ګولۍ يا بل ډول معالجه ونيسي ځکه حيض د استحاضې په شان ناروغي نه ده، چي علاج يې وکړل سي بلکي دا د ښځو طبعي حالت دئ او د آدم عليه السلام د زمانې د ښځو څخه نيولې و ټولو ښځو لره حيض پېښيږي ، په درملنه او ګولۍ د حيض مخه نيول کېدلاى سي په طبي لحاظ هم ښځي لره زيان ورسوي ، خو د دې سره که ښځه ګولۍ استعمال کړي او حيض ورته پېښ نسي نو دا ښځه به لمونځونه کوي او هم روژې نيولاى سي او روژې يې هم صحيح کيږي، ځکه حيض و هغو وينو ته وايي چي د بالغي ښځي رحم يې بېله کومي ناروغۍ څخه راباسي . 

په کنز الدقايق کي يې تعريف داسي کړى دى : (( هو دم ينفضه رحم امرأة سليمة عن داء وصغر )) .  ژباړه حيض هغو وينو ته وايي چي د ښځي رحم يې راغورځوي خو دا ښځه وړوکې نه وي او نه د ناروغۍ لکبله ځني وځي، نو ځکه د حيض د احکامو مدار د رحم څخه د وينو پر راوتلو دئ ، که وينه خارج نسي نو ښځه حايضه نه بلل کيږي . (و الله اعلم) 
 
ماخذ: د تعليم الاسلام مجلې ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته