تازه سرليکونه
د (فتوا حيض او نفاس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په حیض او نفاس کي صفايي کول
 
  November 18, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۳۱۷)

نوم: احمد 

د اوسېدو ځای: چین

سوال : ايا يوه ښځه بايد حتما د حيض يا نفاس تر ختميدو وروسته غسل وکړي او که د حيض تر ختميدو مخکي يا د نفاس تر ختميدو مخکي هم کولاي شي بدن پاک کړي البته په ظاهره په باطن کي خو هغه وخت پاکيږي چي حيض يا نفاس دوره ختمه شي .نو که چيري د دوري تر ختميدو مخکي هره ورځ يا يوه نه بله ورځ لمبيږي ايا کولاي شي که نه ؟

جواب :  ښځه د حیض او نفاس په حال کي کولای سي چي صفایې وکړي،ولمبیږي او اودس وکړي. دې ته پاکي نه ویل کیږي بلکه صفایې ویل کیږي ځکه چي غسل يې نه صحیح کیږي، لمبېدل یې صحیح دي.
 البته هره ورځ لمبېدل که د گرمۍ له وجهي وي خو صحیح دی مگر که هسي بې له کوم عذر څخه هره ورځ لمبیږي نو دې ته ښه کار نه سو ویلای ځکه  مؤمن باید د بې ځایه کارونو څخه  هم ځان وساتي.


جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): الموسوعة الفقیة. ج۱۸، ص۳۱۲، التطهیر- مطبع: وزارة الاوقاف
(۲): بحر الرائق، ج۱، ص۱۹۳- مطبع: رشيدیة.
(۳): الهندیة، ج۱، ص۳۸-مطبع: مکة المکرمة
(۴): آپ کي مسائل اور ان کا حل، ج۱، ص۱۳۶
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته