لیکنه: جاوید احمد ادبیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
درواغ ویل
تعریف: د حقيقت څخه خلاف خبره کولو یا تايدولو ته درواغ وايي.
د درواغ ویلو ډولونه
۱ - د ځانه قصه جوړول او نورو ته بیانول.
۲ - په حقیقي قصه کي الفاظ بدلول.
۳ - په قصه کي د شيانو تعداد زیاتول یا کمول.
۴ - د قصې مثبت برخه پټول او یوازي ضررناکه برخه بیانول د شر په نیت.
۵ - د نورو درواغ تایدول.
د درواغ ویلو لاملونه
۱ - عادت.
۲ - تکبُّر او مغروري.
۳ - هېره یا د حافظې کمزوري.
۴ - تهدید یا بېره.
۵ - په خبرو کولو کي بې پروايي.
په اسلام کي د درواغ ویلو سزا
د مسلم په حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافق د درو علامو څخه اولنۍ درواغ ویل ښودلي دي.
همدا رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (درواغ ویل ګناه ده او ګناه د دوږغ لاره چا ته خلاصوي، یو څوک چي درواغ وايي نو اخیر د الله تعالی په وړاندي درواغجن ولیکل سي).
همدارنګه الله تعالی فرمايي: (الله تعالی تجاوز اسراف کوونکي او درواغجن ته هدایت نه کوي)
د جواز حالت
د مسلم په حدیث کي چي ان کلثوم روایت کړی دی؛ په درې حالته کي درواغ ويل جائز دي:
۱ - د دوښمن په مخ کي.
۲ - د دوو کسانو د جوړي او اصلاح په وخت کي.
۳ - د خاوند او مېرمن په خپل منځ کي د میني او ګرانښت زیاتېدلو په خاطر.
www.taleemulislam.net