تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة العنکبوت لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 10, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د سورة العنکبوت لنډه پېژندنه 


سورة العنکبوت د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۹ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة العنکبوت ۶۹ آية او ۷ رکوع لري.

 

د دې سورة نوم د ۴۱ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: 

 

(مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلْعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتْ بَيْتًۭا ۖ وَإِنَّ أَوْهَنَ ٱلْبُيُوتِ لَبَيْتُ ٱلْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ)


ژباړه: د هغو خلګو مثال چي بغير د الله تعالی څخه يو څوک خپل ولي (يعني ملګری او کومک کوونکی) نيسي، مثال ئې د عنکبوت (يعني د غڼي) د کور د نيولو په شان دی او يقيناً تر ټولو کمزوره کور د عنکبوت کور دی، که دوی پوهېدلای.


عنکبوت - غڼي يا غونډک ته ويل کيږي، هغه حيوان چي کور ئې د نازک جال څخه جوړ وي.


په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  د مؤمينانو امتحان د الله (تبارک و تعالی) له خوا، تر څو حق ويونکي او درواغ ويونکي معلوم کي.


۲-  د والدينو احترام او اطاعت کول ليکن د شرک په موضوعاتو کي ئې په خوله مه کوی.


۳-  هغه څوک چي وايي زموږ متابعت وکی، په ورځ د آخرت به مو موږ ګناهونه واخلو، هغوی درواغ ويونکي او کاذبين دي.


۴-  سيدنا نوح (عليه السلام) خپل قوم ته ۹۵۰ نهه نيم سوه کاله تبليغ وکئ تر څو د شرک څخه ئې را وګرځوي.


۵-  سيدنا ابراهيم (عليه السلام) خپل قوم ته نصيحت کوی، خو دی مبارک ئې په اور کي واچوی چي بیا الله تعالی وژغورئ.


۶-  د عاد، ثمود، مدين خلګو او د فرعون خلګو د الله د رسولانو دعوت ونه منی او الله (عزوجل) هم دوی تباه کړل.


۷-  هغه څوک چي د الله تعالی څخه بغير بل څوک خپل ولي (کارسازه او ملګری) نيسي، د هغه مثال د غونډک (عنکبوت) د کور په شان دئ چي ځان پکښي ساتي او تر ټولو کمزوره کور د عنکبوت دئ.


په تفسير ابن کثير او معارف القرآن کي د سورة العنکبوت موضوعات په لاندي ډول سره ذکر سوي دي


۱-  هغه څوک چي د الله (عزوجل) د ملاقات اميد لري، نو هغه (د ملاقات) وخت به خامخا راځي.


۲-  هر څوک چي کوم کوښښ کوي، خپل د ځان له پاره ئې کوي او الله (رب العزة) د هر څه څخه غني دئ.


۳-  هغو کسانو چي ايمان راوړی او نيک اعمال کوي، د هغو ګناهونه او خطاوي به الله تعالی ور معاف کي.


۴-  پر سيدنا ابراهيم (عليه السلام) باندي يوازي لوط (عليه السلام) ايمان راوړئ او د الله تعالی (د امر مطابق او د الله تعالی د رضا) له پاره ئې د شام و مځکي ته هجرت وکئ. او الله (تبارک و تعالی) و ابراهيم (عليه السلام) ته د تحفې په ډول اسحاق (عليه السلام) او يعقوب (عليه السلام) اولادونه ورکړل چي دوی هم نبيان ول.


۵-  الله تعالی فرمايي چي اې زما بنده ګانو، زما مځکه پراخه او غټه ده، نو زما عبادت وکئ. او هر نفس (يعني ژوندی موجود) به مړ کېږي او ما ته به را ګرځي.


۶-  هغه کسان چي د الله تعالی په لار کي جهاد (يعني کوښښ) کوي، نو الله تعالی ئې مرسته او کومک کوي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته