تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قرآن کريم کې فکر وکړه
  تعلیم الاسلام
  April 1, 2014
  0
راټولوونکي: نوراحمد نوري
 
 
د قرآن کريم په لوستو انسان ته د الله جل جلاله  رحمت متوجه کېږي، د الله جل جلاله رسول به دې  ته ډېر لېوال ؤ، چي د بل له خولې قرآنکريم واوري، صحابه کرامو ته به يې ويل: چي قرآن راته واوروئ!
 
 له دې امله موږ ته هم پکار ده، چې په ورځ کې څه ناڅه وخت د الله جل جلاله  د کلام لوستو ته ورکړو، ځکه زموږ ټوله ورځ په دنيوي منډو ترنډو کي تېره سي، چې د هغې له امله مو ذهن ګډوډ او روح مو ستړى وي، او دا حقيقت دى، چې د الله جل جلاله د ياد پرته په بل څه کي ډاډ او سکون نسته.
 
 لکه چې ابن مسعود رضی الله تعالی عنه فرمايي: چې يوه ورځ ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پر ما قرآن ولوله (ماته يي واوروه) نو ماورته وويل: چې زه پر تاسې قرآن ولولم، سره له دې چې پر تاسې نازل سوى دی؟ 
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرما چی هو! نو ما د نساء سورت تلاوت پيل کړ تر دې چې دغه آيت (فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلَاءِ شَهِيدًا) ته ورسيدم، نو ويي فرمايل بس که! ماوليد چې سترګې  مبارکی يې په اوښکو لندې وې. 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه شپه د جومات تر څنګ تېرېده، په جومات کې يې د قرآنکريم د تلاوت غږ واوريد، نو ورته ودريده او تلاوت يې اوريده، سهار يې تلاوت کوونکي یعني ابو موسى الاشعري رضی الله تعالی عنه  ته وفرمايل: تیر ماښام ما ستا قراءت ته غوږ نیولي ؤ.
 
ابوموسى وويل: يا رسول الله! که زه خبر واى، چې تاسو زما تلاوت ته غوږ یاست، نو مابه نور هم په خواږه غږ سره لوستلى واى. قرآن کريم د زړونو پاچا او پر روح هيبت اچوونکى دى ډېره اغېزه لري.
 
 فضيل ابن عياض يو نوميالى تابعي دى، ده چې کله لاندينى آيت واوريد، نوله ډيره هيبته ولویدی او مړ سو. (وَقِفُوهُمْ إِنَّهُمْ مَسْئُولُونَ) ژباړه: او دوى معطل کړئ له دوى نه پوښتنه کېږي.
 
 همدا راز حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د دې آيت په اوريدو ټوله مياشت په ناروغۍ کې تېر کړه.(وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى).
 
ژباړه: او څه به سوي واى که کوم داسې قرآن نازل کړاى سوى واى، چې د هغه په زور سره غرونه خوځېدلي وای، يا مځکه څېري سوي واى، يا مړي له قبروڅخه راوتلي غږيدلي وای؟ 
 
همد اشان عبدالله بن وهب د جمعې په ورځ پر يوه لار تېرېده، چې د يوه کوچني له خولې يې دا آيت واوريد(وَإِذْ يَتَحَاجُّونَ فِي النَّارِ فَيَقُولُ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنَّا نَصِيبًا مِنَ النَّارِ).
 
 ژباړه: او هغه وخت ياد کړه، چې دوي به په دوږخ کې يو له بل سره جګړه کوونکي وي، په دنيا کې چې کوم کسان کمزوره وو هغوى به تکبر کوونکيو ته ووايي چې(موږ ستاسې تابع وو اوس ايا دلته به تاسې د دوږخ د اور له کړاوه څه لږ ډېر موږ وژغورئ؟)
 
نو د دې آيت په اوريدو يې درې ورځې ناروغي تېره کړه او پر څلورمه ورځ په حق ورسېد.
 
 خو د دې زمانې خلګو ته ګوره، چې لاس يې په کار کې نښتى وي، خو بيا يې هم په غوږ کې سندرې لګولې وي، چې يو خو له دې امله کار بې برکته وي او بل ګناهګارېږي هم او ځينې داسې وي، څه فکر کوئ، چې د ګناه په کار به سړى دمه سي، بلکې نور يې هم طبيعت ګډوډېږي، خو که د دې پر ځاى يې تلاوت اورېداى نو ډاډ به يې هم تر لاسه کولاى او له ګناه نه به هم خلاص واى.
 
ماخذ: مه خپه کېږه!
 -------------------------
د قرانکریم په زړه پوري قرائتونه ددغه څانګي څخه اورېدلای سی: نړیوال قاریان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته