تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولاد تربيه او روزنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 2, 2023
  0

ژباړه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د اولاد تربيه او روزنه

 

ځيني خلګو خپل ځانونه پدې قانع کړي دي، چي که  اولادونو ته لږه ازادي ورکړم هغوى به بې ادبه او بد اخلاقه  سي، نو  ځکه ئې د فکر او نظر اظهار ته نه پريږدي او د لويانو له مجلسه ئې ولاړوي، يا ئې هم  زيات شرطونه او قيودات پر لګولي وي، د بيلګي په توګه:


۱). چي مشران ناست وي ته به خبري نه کوې؛ ځکه ته د مشرانو په خبرو نه پوهيږې.


۲). یا داسي ورته وايي: دا ځاى ستا د ناستي ندئ.


۳). کله چي هغه پوښتنه وکړي ورته وايې په هرشي پسي پوښتني مه کوه بيخي همه غرضه يې!


۴). يا د هغه د نظر پر وخت ورته وايي بيخي بيعقل يې، موږ چي ويل ته هوښيار يې.


۵).  يا يې هر وخت ترټي او ورته وايي: په هر شي کي کار مه لره، دا کار پر تا مشر دى.

 

۶).  يا يي د چا په مخ کي په نورو طريقو تهديدوي.


خو پدې نه پوهيږي چي هر انسان که حتى يو کلن هم وي حيثيت لري او هم په تهديد باندي زهيريږي او خپل ځان د نورو په مخکي سپک او بيقدره احساسوي، چي دغه  قيودات او محدوديتونه د کوچني د استعداد، ابتکار او جرئت سيستم ته سخته ضربه ورکوي او په نتيجه کي ئې هغه د تصميم، جرئت يا اقدام سيستم له منځه ځي يا  ضعيف کيږي چي بيا د ژوند تر پايه پر هيڅ کار  جرئت نسي کولاى؛ ځکه ده خپل ځان ته داسي  قناعت ورکړی دى، چي زه د مشرانو په خبرو نه پوهيږم، زه ډير بيعقل يم،  زه بايد په هرشي کي کار  ونلرم، دا کار پر ما مشر دى او داسي نور....


دا هغه  قيودات دى چي انسان تر مرګه د وهم او تشويش سره مخامخ وي او هر وخت په هر کار کي د خير او ګټي پر ځاى د هغه کار شر او تاوان سنجوي او له خرابۍ څخه مخکي ځان ملامتوي، که يو وار کار خراب سو يا مي خرابه خبره وکړه مشران  به راته وايي: 

 
موږ نه درته وويل چي دا کار پر تا مشر دى يا ته پدي خبرو نه پوهيږې! 


نو فيصله کوي،  ښه دادى چي دغه اقدام و نه کړم!!!  


دلته نو دده شخصيت يو ناقص شخصيت سو او دا تصادفي نه بلکي د مشرانو ناسمي پاليسۍ دده شخصيت جريحه داره کړى دى او دا د رواني لحاظه په راتلونکي کي ډیري بدي پایلي لري.

 

برعکس ځيني خلکو  بيا خپل اولادونه دومره ازاد کړي وي، چي نه يي په خبرو پسي ګرځي او نه يي په عواقبو پسي ګرځي، د هغه هره خبره حتى د هغه بدي خبري يا بد کار  د هغه په مخکي په خندا تکراروي او دوى فكر كوي چي خپل اولاد ته ناز وركوي. که ددوى پر دغه كار اعتراض وسي ياڅه  ورته وويل سي عجب دليل وايي: 


کوچنيان دي چي غټان سي بيا به يي ور ښيو؛ خو پدې نه پوهيږي چي بې معنا محدوديت که د هغه د استعداد ودې او جرئت ته ضرر رسوي؛ خو بي سرحده ازادي د هغه شخصيت داغداره کوي بيا به ټولني ته د يوه با اخلاقه مؤمن پرځاى خداى نکرده بد اخلاقه شخص تقديم سي.

 

 په نتيجه کي ويلاى سو هغه ماشومان چي لازمه پاملرنه ورته ونسي بيا يي محيط او ماحول تربيه کوي. که محيط او ماحول ښه وو بيا خو غم نسته او  که خداى نکرده محيط او ماحول خراب وو بيا خو د ماشومانو او د هغوى د پالونکو حالت د افسوس وړ دى.


که څه هم هيڅ څوک د خپلو کشرانو او لاس لاندي کسانو په خراب وضعيت ندى خوشحاله؛ خو د هغو د تربيت لپاره صحيح لاره انتخابول د ولد او و الد د کاميابۍ ذريعه ده او دا خبري پدې معنا  نه دي، چي موږ بايد خپل کوچنيان پريږدو چي هر څه وايي او هر څه کوي. نه! 

بايد هغو ته ښه کارونه او ښې خبري ور وښيو، د دوستانو  کورونو ته ئې بوزو او کله چي ميلمه راسي بايد کوچنيان ميلمستون ته راولو او د هغه  ښې خبري و ميلمنو ته وکړو او د کوچني صفت وسي، په وار وار کوچنى وږغول سي، چي خبري وکړي او كله كله د هغه څخه پوښتنه وسي چي څه غوښتنه لري؟ 

 

د ځيني کارونو په اړه ور څخه نظر واخيستل سي، تر څو هغه خپل ځان ته په يوه شخص قائل سي او دا د هغه د ودي او انکشاف مرحلې دي په سلګونو خبري، پوښتني او نظريات لري، هغه بايد بيان كړي،  د هغه هره خبره، پوښتنه او نظر بايد واوريدل سي خبري يي بايد د ګرامر او نورو قوانينو په ترازو وزن نسي،  ددې پر ځاى چي دده پر منفي جملو اعتراض وسي بايد ښې جملې يي و ستايل سي، چي هغه د مثبتو جملو د انتخاب لپاره تصميم ونيسي.  د ماشوم ټولي پوښتني بايد واوريدل سي او دده د سويې سره  سم ځوابونه ورکړل سي. په  کوم ځواب  کي چي ضرر وي ضرر دي نه  ورته  ويل کيږي  بلکي  ورته  ودي  ويل سي  زه  به معلومات وکړم بيا به درته ووايم او د نظر ويلو پر وخت بايد هغه ته شاه باس وويل سي او دا ورته ويل سي آفرين څنګه دي دغي خبري ته فکر سو!


 د ښو کوچنيانو صفتونه او نیک کارونه ورته ياد کړل سي چي فلانی داسي ښه کار کوي!


او ته هم کولای سي چي تر هغه لاښه کارونه وکړې! بیا نو ان شاء الله مطلوب انسان ځني جوړيږي.


 د باثباته، اسلامي، متمدنه او پر خپلو مټو متکي ټولني په هيله

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته