تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره(۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 14, 2023
  0

لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
(پنځمه برخه) 

 

د ناحقه وژني حراموالی (د قرآن کریم په رڼا کي)


قرآن کریم چي چیري د حرامو کارونو تفصیل بیان کړی دئ، هلته ئې ناحقه وژنه هم حرام کار ګڼلی دئ. الله جل شانه فرمایي: 
وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ


ژباړه: او هغه نفس چي الله هغه محترم ګرځولى دى، مه وژنئ، مګر په حق سره، دا خبري دي، چي ددې لارښودنه هغه تاسي ته كړېده، تاسي بايد له پوهي او ادراك څخه كار واخلئ. سورة الانعام ۱۵۱ 


د مسلمان د ویني حراموالی (د حدیثو په رڼا کي)


عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: لَا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ; يَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ، إِلَّا بِإِحْدَى ثَلَاثٍ: الثَّيِّبُ الزَّانِي، وَالنَّفْسُ بِالنَّفْسِ، وَالتَّارِكُ لِدِينِهِ; الْمُفَارِقُ لِلْجَمَاعَةِ. مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ


ژباړه: د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمائیل: کوم مسلمان چي د لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ د کلیمې شاهدي ادا کوي او ما بې له شکه د الله رسول ګڼي، دهغه وینه تویول جائز نه ده، تر هغو چي یوه له دې درو څخه نه وي پېښه سوي:


اول هغه یو څوک قصداً ووژني، د ویني په بدل کي وینه (یعني قصاص واخیستل سي)


دوهم زنا کول (د واده سوي کس سنګسارېدل)


خپل دین پرېږدي (یعني مسلمان چي مرتد سي)، نو واجب القتل دئ. (متفق علیه)


د قتل شرعي سببونه


د پورته حدیث څخه مطلب دادئ، چي د مسلمان وژل قطعاً جائز نه ده، مګر په درو حالاتو کي جائز ده: 


لومړی. په ناحقه قتل کول: که چیري یو څوک بل مسلمان په ناحقه ووژني، نو ددې ناحقه قتل په مقابل کي به دا قاتل وژل کيږي. دا بیا د مقتول د وارث خوښه ده که ئې بخښي اوکه ئې قصاص کول غوښتل، نو حکومت به ئې قصاصوي. 


دوهم. د واده والا نارینه یا ښځي زنا:که یو آزاد مسلمان نارینه یا ښځه زنا وکړي، د جرم تر ثابتېدو وروسته سنګسار کيږي. 


درېیم. د مسلمان مرتد کېدل: که چیري مسلمان خپل دین پرېږدي، کفر یا شرک اختیار کړي، نو د ارتداد په جرم کي به وژل کيږي. (او که ښځه اسلام پرېږدي، نو بندي کيږي)


د قیامت په ورځ به اول د ویني سوال کيږي


عن عبدِ اللهِ بنِ مسعودٍ رَضِيَ اللهُ عنهُ قالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلى اللهُ عليهِ وسلمَ: ((أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، في الدِّمَاءِ. 


ژباړه: د رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت دئ، د قیامت په ورځ هغه څه چي تر ټولو اول به ئې  د خلکو تر منځ په هکله فیصله کيږي، هغه به وینه وي. (متفق علیه) 


 یعني د بنده ګانو په حقوقو کي به د قیامت په ورځ تر ټولو تر مخه د انسان د ویني پوښتنه کيږي او په حقوق الله کي به اول د لمانځه پوښتنه کيږي.


په هر صورت، له دې څخه معلوميږي، چي قاتل به پر دنیوي سزا سربېره په اخرت کي هم په سخته سزا اخته کيږي. یعني په ناحقه د یو مسلمان وینه تویول دومره لویه ګناه ده، چي د حساب په ورځ به ئې اول پوښتنه کيږي او د مظلوم مقتول بدله به د ظالم قاتل څخه اخیستل کيږي.

 

نوربیا... 


مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته