تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (درېیمه برخه: ت)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 10, 2023
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تععلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 

(دوهمه برخه) 

(ت)


تابعي: هغه چاته ویل کېږي، چي د ایمان په حالت کي يې صحابي لېدلی وي او بیا پر همدې ایمان وفات سوی وي لکه: امام ابوحنیفة رحمه الله.


تاویل: یو داسي لفظ چي د ډېرو معناوو احتمال لري او دهغوی څخه یوه معنی په غالب ګمان سره ترجیح ورکول نه په یقین سره تاویل بلل کېږی.


تبدیل: دیوه حکم پر ځای دشارع لخوا بل حکم کول نسخ بلل کېږي، لکه کورني خره چي د اسلام په شروع کي حلال وه وروسته ئې دحرمت حکم را نازل سو.


تبسم: بېله آوازه خندا تبسم بلل کېږي چي خپله یا دهغه نژدې ملګری وانه وري.


تبع تابعي: هغه چا ته ویل کېږي، چي د ایمان په حالت کي ئې تابعي لېدلی وي او بیا پرهمدې د ایمان په حالت کي وفات سوی وي، لکه: امام مالک او وکیع بن جراح.


تثویب: د آذان او اقامت تر منځ داعلان په ډول علي الصلاة یا په سیمیزه ژبه لمونځ کوو که خدای کول .


تجارت: یو شي په ګټه دخرڅولو له پاره یو شي رانیول.


تجمیر: د مړي چپرکټ او کفن په عطرو سره خوشبویه کول.


تجهیز: د مړي د آخرت د سفر له پاره اړین کارونه: غسل، تابوت، ښخول او نورو شیانو انتظام کول.


تجوید: هغه علم چي دقرآن کریم دحروفو وکلمو مخرجونه او صفات په مرعاتولو سره دتلاوت طریقه په کښي کي زده کېږي.


تحرَی: د دلیل نه شتون په صورت کي د زړه د رجحلن په وجه په پټو شیانو کي د دوو اړخونو څخه ښه او مناسب اړخ غوره کول؛ لکه: په سفر دقبلې لوری معلومول.


تحریمه: د لمانځه په شروع کي اول الله اکبر ویل چي تر دې وروسته دلمانځه منع سوي شیان (خوراک، چيښاک، بولې اونور) حرامېږي.
تحقیق: په دلیل سره یوه خبره ثابتول.


تحنیک: د خرما یا کوم بل شي یوه برخه ژول او د نوي پېدا سوي ماشوم په تالو یا خوله ور اچول.


تحیة المسجد: مسجد ته دننوتلو وروسته دمسجد داحترام په خاطر دوه رکعته لمونځ کول.


تحیة الوضوء: د اوداسه سمدستي وروسته دوه رکعته لمونځ کول.


تخصَر: په لمانځه کي پر شاه یا تشه باندي لاسونه نیول.


تداعي: په یو کار کي یو بل سره راغوښتل.


ترکه: هغه مال چي دانسان د مرګ وروسته پرېږدي یا په لنډو الفاظو میراث ته وايي.


ترجیع: د آذان شهادتین یو وار په لوړ او بل وار په ټیټ آواز سره ویل.


تطوَع: دفرضو او واجباتو پرته کوم کارونه چي په شریعت کي خوښ او ستایل سوي وي لکه:نفلي لمونځ او روژې.


تعزیر: دالله جل جلاله یا دبنده دحق پر بنسټ پر داسي کړنو چي په شریعت کي يې حد نه وي ټاکلی سزا ورکول لکه د درواغو شاهدي ورکول، د بيګانه ښځي څخه مچه اخیستل.


تعدیل الارکان: په قیامه او جلسه کي داسي کښینستل چي ټول اندامونه ئې خپل خپل ځای ته ورسېږي.


تعلیل: په نص کي راغلی حکم د علت پر بنسټ ټاکل.


تفویض: لغوي معني يې سپارل، ميړه یا بل چاته دخپلي ښځي د طلاق حق ور سپارل لکه: یو سړی چي خپلي ښځي ته ووایي ستا  کار ستا په لاس دی.


تقیَه: دخپل ځای دخلاصون په خاطر د زړه دخبری خلاف ښکاره کول.


تقلید: د دلیل پرته د یو داسي چا پېروي کول چي دهغه خبره خپله په دین کي حجت نه وي ددې ښه ګمان په وجه دده رایه منل کېږي، لکه: دڅلورو امامانو پېروان چي دخپلو امامانو پېروي کوي.


تصفیق: چکچکي کول کله چي ښځه لمونځ کوي او سړی يې مخ ته تېريږي؛ نو ښځي ته په کار ده چي چکچکي وکړي تر څو دی خبر کړی.
تمتع: حج او عمره په جلا جلا احرام سره کول.


تسنیم القبر: قبر د اوښ د بوک په ډول جوړول. ماهی پوشته کول.


توکیل: په یو جائز او روا او معلوم کار کي داختیار لروونکی لخوا بل څوک ځای ناستي ټاکل لکه: په نکاح او طلاق کي بل څوک وکیل ټاکل.


تیمم: په ځانګړې او خاصه طریقه د بې اودسي څخه ځان پاکول په خاوره یا هغه څه چي دخاورو دجنس څخه وي استعمالول.

 

نوربیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته