تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
أُضْحِيَّة
 
  January 14, 2016
  0
 
د لوى اختر په لومړۍ ، دوهمه ، او دريمه ورځ د ثواب د پاره چي څاروى يعني پسه ، بزه ، غوا يا اوښ حلاليږي هغه ته  أُضْحِيَّة وايي .

د مفسرينو مشهوره وينا دا ده چي د سورة الکوثر د دې آيت : فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ( ٢الکوثر) مراد د لوى اختر لمونځ او قرباني کول ده .

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدينه منوره کي هر کال  أُضْحِيَّة کوله او  أُضْحِيَّة يې پخپل لاس حلالوله .

لاندي د عايشې رضی الله عنها د هغه حديث رانقلوو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د قربانۍ ثوابونه پکښي ذکر کړي دي : 

( عَنْ عَائِشَةَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَا عَمِلَ آدَمِيٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ إِنَّهَا لَتَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلَافِهَا وَأَنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنْ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنْ الْأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا).( الترمذي ).

ژباړه : د لوى اختر په ورځ د بني آدم د ټولو کارونو څخه الله جل جلاله ته خوښ عمل د وينو تويول دي ، دا قرباني د قيامت په ورځ د ښکرونو ، وړيو او ښنګرو سره راځي ، د قربانۍ وينه مځکي ته د رسېدلو څخه تر مخه د الله په حضور کي د قبوليت لوړ ځاى نيسي ، نو په ښه زړه قربانۍ کوئ. 

د قربانۍ حکم

د لوى اختر قرباني کول د ابوحنيفه رحمه الله په آند واجب ده او د ابويوسف رحمه الله او امام محمد رحمه الله په آند مؤکد سنت ده . 

 قرباني پر هر هغه حر مسلمان باندي واجب ده چي مقيم او غني وي ، شتمن او غني که په شرعي ډول مسافر وو يعني څلور رکعتيز لمونځ يې دوه رکعتونه کول پر هغه باندي قرباني کول واجب نه ده ، دغه ډول پر فقير او مسکين باندي هم قرباني واجب نه ده .
 
 
-------------------------------

مخکنۍ ليکني:

د لقطې تعريف

دلقطې خرڅ

د لقطې پېژندنه او مسایل

مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته