تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه پرمختګ وکړم ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 9, 2023
  0

لیکنه: زینب دُرانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


څنګه پرمختګ وکړم ؟

 

پرمختګ د ژوند اصل دئ، که د انسان په ژوند کي خوځنده توب او کوښښ نه وي هغه انسان پر مختګ نه سي کولای، موږ که غواړو چي پرمختګ وکوو، نو لازمه ده چي لاندي ميتودونه به خپلوو او بیا به مخته ځو. 


۱ - روغتیا تر شتمنۍ زیاته مهمه ده


د خپل روغتیا او صحت خیال وساتئ او دا فکر د ذهن څخه وباسئ چي په پیسو او مال هر څه اخیستل کیږي، یو شی چي په شتمني نه اخیستل کیږي هغه روغ صحت دی. د مال او شتمني لپاره ځان مه لالهانده کوئ، الله تعالی چي څومره رزق درته لیکلی وي هغه درته رسیږي.


۲- خپل زده کړي تر نورو ورسوئ


زده کړه د انسان ضرورت دئ، زده کړه کول مهارت دئ، خو ددې زده کړو څخه نور انسانان هم مستفده کول هوښیاري ده، خپل علم د ونو په شان کښینوئ چي د سیوري څخه یې خلګ استفاده وکړي او ستاسي لوی اجر سي.


۳- بیړه مه کوئ


هر څه پر خپل وخت درته رسیږي نو د هیڅ څخه لپاره بیړه مه کوئ، د وخت تر مخه یو څه غوښتل یا یې تقاضا درلودل بېله ستړیا او ستوماني څخه بله ګټه نه سي در رسولای.


۴- یو څه فعال عاید ولرئ


عایدات درلودل د ژوند د مهمو اړخونو څخه یو اړخ دی، کوښښ وکړئ چي د خپل پیسو او مال څخه یو څه پیسې په کار واچوئ، او فعاله یې وساتئ، زیاتره انسانان ډیري پیسې او مال لري خو صرف المارۍ او تجرۍ په ښایسته وي او داسي مال د زوال پر طرف روان دی.


۵- په کیفیت تمرکز وکړئ، نه په مقدار


د کیفیت له لحاظه غوره شیان وټاکئ، اندازې او مقدار ته یې مه ګورئ؛ مثلا: په دې باندي فخر مه کوه چي ته سل ملکري لرې، بلکي کیفیت یې وګوره چي دغه سل ملګري ستا په یوه لنډ مهاله تیاره کي ستا سره پاتیږي او که تا یوازي پریږدي، پیسو ته مه ګوره چي ډیري لرې، بلکي دا وګوره چي ستا څخه پر څه باندي مصرف کیږي او ستا په بنده ورځ به ستا په درد وخوري که نه.


۶- مزل وکړئ، سفر وکړئ، تفریح وکړئ


د خوشحاله او فعاله ذهن د لرلو لپاره باید بدن مو فعاله واوسي، او د بدن فعاله اوسیدلو لپاره باید تفریح وکړئ تر څو ذهني ستړیا مو ختمه سي او د نور کار لپاره مثبته انرژي تر لاسه کړئ.


۷- ځان له هیچا سره مه پرتله کوئ


په دنیا کي هیڅ دوه انسانان یو رقم نه دي حتا که دوه ورونه هم وي، همېشه دا پیاد ولره چي ته خاص یې او ستا په رقم هیڅ بل انسان نسته، ټوله انسانان جلا جلا مزاج لري نو ځان د نورو سره مه مقایسه کوه ځکه دا کار به دی همېشه داغسي ناکامه وساتي.


۸- د خپل ځان سره ډیره مینه وکړئ


ځان مو باید درته اولیت ولري او باید تر هر چا مخکي د ځان په اړه فکر وکړئ، هغه څوک چي تر ځان ډیر د نورو سره مینه کوي نو یقیني ده چي یو څه وخت وروسته به ستړی سي ځکه خپل وجود یې د میني تقاضا ورڅخه کوي او دا کس ځان ته دا حق نه سي ورکولای، څوک چي د بل سره تر ځان ډیره مینه کوي نو همېشه به داغسي ستړی او ستومانه پاته وي.


۹- خپله لاره/ مزل/ مقصد تعقیب کړه


د نورو په څراغونو پسي مه ځغلئ، خپل څراغ دي را واخله او خپله لار دي تعقیب کړه، د بل چا لار چي تعقیبوې نو ورک به سې.


۱۰- دا عادي خبره ده چي ځیني وختونه ښه احساس نه کوو


په ژوند کي ډیر وختونه مشکلات او سختي راځي او دا عادي خبره ده، نو د ځان سره ظلم مه کوه چي وایې ولي داسي احساس کوم، زه بد بخته یم، زه مشکلات لرم او....


الله ته دعا وکړه، الله باندي توکل وکړه او د اسلام په رڼا کي اقدام وکړه، دا به نجات درکړي.


۱۱- ناکامي د بریا پړاوونه دي ځانونه ناکام مه بولئ


کله چي یو څه ازمایې او ناکامه سي نو پوه به سې چي د بلي کومي لاري څخه ګټه واخلم تر څو کامیابه سم، که ته نه وای ناکامه سوی نو هیڅکله به دي دا دویمه لار نه وای پیدا کړې. که کامیابه سوې نو یوه لار به در معلومه وي او که ناکامه سوې نو بیلا بیلي لاري او تجربې به تر لاسه کړې.


۱۲- ته د ځان لپاره کافي یې


د الله سبحانه وتعالی پرته د هیڅ چا څخه د هیڅ څه توقع مه لره، هیڅ څوک ستا لپاره ژوند نه کوي نو ځان دي کافي وکڼه او پر بل چا تکیه مه کوه، دا دي د لټي او بې پروايي سبب ګرځي.


۱۳- ډېري اړیکي تل پاته نه وي


کوښښ مه کوئ چي د هر چا سره اړیکه ولرئ او په یوه نه یوه طریقه ورسره نږدې سئ او ملګرتیا ورسره جوړه کړئ، زیاتره انسانان د هر چا سره غواړي ملګرتیا وکړي خو هیڅ کله د یو ملګری حق نه ادا کوي ځکه چي په رسیږي نه، نو توصیه داده چي لږ خو حقیقي ملګري ولرئ.


۱۴- د هغو خلکو قدر وکړئ چي ستاسو سره مینه لري


مور، پلار، خویندي او وروڼه، هغه انسانان دي چي ستاسي پر هر درد باندي ټپ اخلي نو د هغوئ په قدر پوه سئ، نورو ته د خپل کورنۍ په سترګه کتلو پر ځای دي خپل کورنۍ ته خپل حقوق ورکړه او ښه ژوند ورسره وکړه بیا به د نورو خلګو ضرورت نه وي.


۱۵- وخت محدود دی، نو په سمه توګه یې مصرف کړئ


د وخت ضیاع د ژوند ضیاع ده، د وخت قدر وکړی او کوښښ وکړی چي وخت مو په داسي څه مصرف کړئ چي فخر وکړئ، په دې هر څوک باور لری چي وخت بیا نه را ګرځي خو هیڅ څوک په دې خبره عمل نه کوي ځکه چي دومره د غفلت په خوب ویده دي چي د ویښیدلو نوم لا نه اخلي خو کله چي بیا لوی زیان وویني بیا پر غفلت باندي بد وایي او پښیمانه وي. 


د سبا د پښیمانتیا څخه غوره ده چي نن ویښ سئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته