تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الاسراء لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 8, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الاسراء لنډه پېژندنه


سورة الاسراء د مصحف او د تلاوت د ترتيب په اعتبار ۱۷ سورة دئ چي د هجرت تر مخه په مکة مکرمة کي نازل سوی دئ.


سورة الاسراء ته سورة بني اسرائيل هم وايي. ۱۱۱ آية دئ او ۱۲ رکوع لري.


د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: 


(سُبْحَـٰنَ ٱلَّذِىٓ أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِۦ لَيْلًۭا مِّنَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ إِلَى ٱلْمَسْجِدِ ٱلْأَقْصَا ٱلَّذِى بَـٰرَكْنَا حَوْلَهُۥ لِنُرِيَهُۥ مِنْ ءَايَـٰتِنَآ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ)


دا مبارک سورة په تسبح (پاکي بيانولو) سره شروع کېږي او په تحمِد (ثناء او صفت ويلو) سره ختمېږي.


دې مبارک سورة ته سورة تسبح هم وايي، ولي چي اوله کلمه ئې د تسبح ده.


اسراء يعني د شپې سفر- هغه وخت چي د الله (عزوجل) په امر د جبرائيل امين (عليه السلام) په واسطه رسول الله صلی الله علیه وسلم و معراج ته ولاړئ.
اوله موضوع د دې مبارک سورة د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء او معراج واقعه ده. او وروسته د بني اسرائېل قصه او د دوی کارنامې بيان سوي دي.
د آدم (عليه السلام) او ابليس واقعه هم بيان سوې ده.


د والدين سره د ښه سلوک کولو امر په کښي سوی دئ.


او په دې سورة کي د نورو سورتونو په شان د الله (تبارک و تعالی) پر وحدانيت ټينګار سوی دئ.


په سورة الاسراء کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګ د شپې له خوا و معراج ته.


۲-   بني اسرائيل به دوه واري په مځکه کي فساد وکي چي د الله تعالی له خوا به عذاب ور ته راسي.


۳-  د والدينو سره ښه سلوک.


۴-  خپل قريبانو، مسکينانو او مسافرو ته حق ورکئ. مه اسراف کوئ او مه بخل، بلکي ميانه روه اوسئ.


۵-  د قيامت د مخه به هر څه تباه سي.

 

۶-  د ژوندانه قوانين او اصول او اخلاق. 


۷-  و سيدنا آدم (عليه السلام) ته د ملائکو سجده او د ابليس کبر.


۸-  الله تعالی بني آدم (يعني انسانانو) ته فضيلت ورکړی دئ.


۹-  لمونځ قائمول، د قرآن کريم تلاوت د فجر (يعني سهار) په وخت کي. او رسول الله ته د تهجد لمانځه امر.


۱۰-  روح د الله تعالی له لوري يو امر دئ.


۱۱-  په دې کتاب (يعني قرآن عظيم الشان) کي د هر شي يو مثال سته.


۱۲-  سيدنا موسی (عليه السلام) ته الله (عزوجل) نهه ۹ نښانې ورکړي وې.


۱۳-  ثناء او صفت دی الله تعالی لره چي واحد او لاشريکه ذات دئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته