تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الحجر لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 15, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الحجر لنډه پېژندنه 

 

سورة الحجر د مصحف او د تلاوت په اعتبار ۱۵ سورة دئ، د هجرت د مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ، ۹۹ آية او ۶ رکوع لري.


د سورة الحجر نوم د دې مبارک سورة د ۸۰ آية مبارکې څخه اخستل سوی دئ، چي الله (رب العزة) فرمايي: (وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ)


حجر ډبرې يا صخره ته وايي. هغه خلک او قوم چي په ډبرين ځای کي اوسېدل هغه ته اصحاب الحجر وايي.


د سورة الحجر موضوعات


کفارو به په رسول اکرم صلی الله علیه وسلم باندي استهزاء کول، او د الله تعالي د کلام تکذيب به ئې کوی، نو دلته الله (رب العزة) و خپل نبي ته دل آساي او تسکين ورکوي.


د انسان د پيدايښت بيان.


د پېريانو د پيدايښت بيان.


د آدم (عليه السلام) او د ملائکو قصه.


د شيطان مکر او فريب او د انسانو د ګمراه کولو وعده د الله تعالی سره.


د ابراهيم (عليه السلام) او د ملائکو قصه چي د اسحق (عليه السلام) زېری ئې هم ور ته راوړی.


د لوط (عليه السلام) د قوم د تباهي بيان.


د اصحاب ايکة د قوم بيان چي حضرت شعيب (عليه السلام) ور ته را استول سوی وو.


د حجر د خلکو بيان، حجر د مدينې منورې څخه د شمال و خوا ته واقع علاقه وه، چي د هغه خلګو لپاره الله (عزوجل) حضرت صالح (عليه السلام) د نبي په حيث ور واستوی تر څو د شرک او بت پرستی څخه ئې د يوه الله (واحد القهار) د عبادت و خوا ته متوجه کي.


د الله (تبارک و تعالی) د وحدانيت بيان، او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په عبادت د مستحکم پاته کېدو امر.


په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  قرآن کريم د الله تعالی له خوا را نازل سوی کتاب دئ.


۲-  په ورځ د آخرت به کفار په دې پسې ارمان کوي چي کاشکي موږ ايمان راوړی وای.


۳-  د قرآن مجيد حفاظت خپل الله (سبحان و تعالی) کوي.


۴-  د سيدنا آدم (عليه السلام) د پيدايښت قصه او ملائکو ته د سجدې کولو امر او د شيطان نافرماني.


۵-  سيدنا ابراهيم (عليه السلام) ته د زوی زېری هغه ملائکو راوړئ چي د حضرت لوط (عليه السلام) د قوم د تباه کېدلو له پاره را استول سوي وه.


۶-  سورة الفاتحة هغه سورة دئ چي اووه آية لري او په وار وار سره تکراريږي، په دې مبارک سورة کي فقط اشاره ور ته سوې ده.


۷-  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د الله (تبارک و تعالی) له طرفه امر چي الهي اوامر په واضح ډول بيانوه او د مشرکينو څخه مخ اړوه.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته