تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رهن پالنه
 
  March 17, 2016
  0

 

د رهن څلورم حکم د رهن پالنه او خوراکه ده ، د رهن د پالني او خوراکې خرڅ په رَاهِن پوري اړه لري . 

مثلاً : که رهن باغ وو د باغ د اوبولو ، پيوند ، پوجۍ ، د ميوو شکولو ، انبارو او داسي نور د باغ پالني مصرفونه په رَاهِن اړه لري .
دغه ډول که مُرْتَهِن ته حيوان په ګروي کي  ورکول سي نو د شپانه او واښو خرڅ يې په رَاهِن پوري اړه لري .

د حيوانانو څر او پيونه د پالني او جسماني ودي لکبله کيږي ، نو ځکه د شپانه تنخوا هم په رَاهِن پوري اړه لري .

د رهن پيدا وار

د رهن پنځم حکم د رهن نماء يا حاصلات دي ، د رهن نماء او حاصل په رَاهِن اړه لري او د هغه ملکيت بلل کيږي .
که رهن باغ وو د باغ ميوه د هغه نماء او حاصل دى او ټول د رَاهِن حق او ملکيت دي ، که رهن پسونه وه د پسو وړۍ ، شيدې او وريان ټول د رَاهِن دي .

مُرْتَهِن د رهن په نماء او حاصلاتو کي هيڅ حق نه لري ، البته د رهن نماء او حاصل د رهن سره يو ځاى په ګروي کي پاتيږي . 
رَاهِن چي هر وخت د مُرْتَهِن ټوله پور ادا کړي هلته بيا رهن او د هغه ټول حاصلات رَاهِن ته سپارل کيږي .

که د رهن نماء او حاصل پخپله له منځه ولاړ او ضايع سي د هغه تاوان پر مُرْتَهِن نه راځي ، خو که د مُرْتَهِن د تيري او نيمګړتيا لکبله ضايع او له منځه ولاړ سي نو بيا يې د رهن په شان ټوله تاوان پر مُرْتَهِن راځي .

دريم ګړى

د رهن شپږم حکم دريم ګړي ته د رهن ايښودل دي ، د رَاهِن او مُرْتَهِن په موافقه او خوښي رهن دريم عادل نفر ته هم ايښودل کېدلاى سي .
 
رهن چي د رَاهِن او مُرْتَهِن په موافقه دريم نفر ته کښېښول سي نو د هغه څخه يې د اخيستلو حق نه رَاهِن او نه مُرْتَهِن لري . 

رهن به دريم نفر ته تر هغه وخته پروت وي چي رَاهِن د مُرْتَهِن ټوله پور ادا کوي او د پور د ادا کولو وروسته رَاهِن خپل ګروي اخيستلاى سي .

رهن چي د رَاهِن او مُرْتَهِن په خوښي دريم نفر ته کښېښول سي د هغه ضمان هم پر مُرْتَهِن راځي نو که د  دريم نفر په لاس کي هلاک او ضايع سي تاوان يي پر مُرْتَهِن راځي ، ليکن که د رهن قيمت تر پور زيات وو نو د اضافي قيمت تاوان يې پر مُرْتَهِن نه راځي بلکي خپله پر رَاهِن راځي .

که رهن د دريم نفر د تيري لکبله ضايع سو نو بيا يې ټوله تاوان پر همدغه دريم نفر راځي .
 
 
------------------------------------
 
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات

مخکنۍ ليکنه:

رهن امانت غوندي دى

د رهن حکمونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته