تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د خنزير د غوښي خوړل ولي ناروا دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 1, 2023
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۸۴۱)
نوم:عمران صافى
 
 د اوسېدو ځای:لندن       
 
سوال : د خنزير د غوښي خوړل  ولي په اسلام كي ناروا دي، علت يې څه دئ او دا خنزير ولي دومره بدحيوان ګڼل سوى دى؟  دا د عسويانو پوښتنه ده، نو جواب يې په تفصيل سره راکئ؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 
الله تعالى په خپل کتاب قران کريم کي مؤمنانوته د خنزير د غوښو خوړولو څخه منع کړيدي، او علت ئې هم داسي بیان کړیدی(فَإِنَّهُ رِجْسٌ)، یعنی د خنزیر غوښه نجسه او چټله ده.
 
د خنزير د غوښي په يوه ګرام غوښه کي ١٥٠ داني چنجيان  او مکروبونه  وجود لري، دا چنجيان د انسان په معده کي ډېر زياته وده کوي، چي بالاخره زرګونوته رسيږي او ټول بدن ته خپريږي، او دا تر ټولو بد مرض دى، چي انسان په  اخته کيږي، دې ته ورته نور زيات امراض لري چي تاسي يې پخپله د غربى ډاکټرانو په توسط ځانته معلومولاى سي.
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): والحمد الله الذى حرم علينا اکل هذا لحيوان واحل لنا کل طيب طاهر دائرة معارف القرن العشرين: ج٣، ص٢٩٧. تحت لفظ (خزر) دارالفکر.
والموسوعة الففهية: ج١٠، ص٣٢، وزارة الاوقاف.
 
 
 
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته