تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سورة آل عمران
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 18, 2023
  0

سورة آل عمران 

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سورة آل عمران د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳ سورة دئ، چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.
سورة آل عمران ۲۰۰ ايتونه او ۲۰ رکوع لري.

 

د دې سورة نوم د ۳۳ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: ( إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰٓ ءَادَمَ وَنُوحًۭا وَءَالَ إِبْرَٰهِيمَ وَءَالَ عِمْرَٰنَ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ)
ژباړه: يقيناً الله تعالی انتخاب (او غوره) کړي دي، آدم او نوح (عليهما السلام) او د ابراهيم (عليه السلام) آل او د عمران آل پر ټوله عالميانو باندي.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: په سورة البقرة، سورة آل عمران او سورة طه کي اسم اعظم دئ، که چا په هغه سره دعا وغوښتل، نو دعا به يې قبوله سي. (سنن ابن ماجه: ۳۸۵۶)
په سورة آل عمران کي لاندي موضوعات راغلي دي:
۱- د الله (عزوجل) وحدانيت، ربوبيت، الوهيت او نور صفات؛
۲-  د قرآن کريم آيتونه په دوه قسمه وېشل سوي دي (آية محکمت او آية متشابهات)؛
۳-  يوازنی منل سوی او حقيقي دين د الله (تبارک و تعالی) په نزد د اسلام دين دئ؛
۴-  د حضرت عيسی (عليه السلام) حقيقي پيروان مسلمانان وه، چي د وحدانيت عقيده ئې لرله؛
۵- د مريم (علیها السلام)، حضرت يحيی (عليه السلام) او حضرت عيسی (عليه السلام) د پيدايښت مختصر او عبرتناکه واقعات؛
۶-  مرګ او ژوند د الله (رب العزة) په لاس کي دئ او د مرګ څخه هیڅ تېښته نسته؛
۷- د الله (ذوالجلال و الاکرام) په لاره کي چي څوک قتل سوي دي، هغه ژوندي دي او خپل د رب د خوا څخه رزق ورکول کېږي؛
۸ - که رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات سي، نو تاسو به بېرته هغه جهالت ته ګرځی؛
۹ - اولين کور د الله تعالي په وړاندي مکه معظمه وه؛ 
۱۰-  د اُحد د غزا درس او سبق چي مسلمانانو ته يو عبرت په کښي پروت دئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته