تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کندهاریانو د برېښنا خوب نن په حقیقت بدل سوی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 25, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د کندهاریانو د برېښنا خوب نن په حقیقت بدل سوی 

 

کندهار د افغانستان یو ډېر تاریخي ولایت دئ، دغه ولایت د تاریخ په اوږدو کي په سیاسي جریاناتو کي خورا ارزښتناکه رول لوبولی دئ. 


کندهار ولایت په اقتصادي برخه کي هم د افغانستان یو له هغه ولایتونو پاته سوی دئ، چي تل ورباندي حساب سوی او کیږي، د زراعت برخه خو يې له ډېره پخوا غښتلې وه، په وروستیو کلونو کي ئې څه نا څه صنعتي وده هم کړې ده. 


په کندهار کي خصوصا په دې وروستیو څو کلونو کي یو شمېر صنعتي فابریکې جوړي سوې، چي په بېلابیلو برخو کي کورنی تولید کوي او په زرګونه خلګو ته د کار زمینه برابره سوې ده، خو د کافي اندازې برېښنا نه موجودیت د صنعتي ودي پر وړاندي د کندهاري ولس تر ټولو ستره ستونزه وه. 


په تېرو دوو لسیزو کي د کندهاریانو لوی ارمان دا و، چي د دوامداري برېښنا څخه برخمن سي، نن ورځ الحمدلله د کندهار د غیرتمن ولس دغه ستر ارمان پوره سوی او د کندهار د دوامداره برېښنا غم خوړل سوی دئ. 


دا یو بهترین فرصت دئ، چي د پانګوالو له پاره مساعد سوی دئ، دوی باید له دغه ښایسته فرصت څخه لازمه استفاده وکړي، د کندهار په صنعتي پارک کي دي پانګه اچونه وکړي، خپلي پیسې دي دلته په کاروبار بندي کړي ترڅو هم ئې شخصي کاروبار جوړ کړی وي او هم ئې یو څو تنو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې وي. 


نه یوازي د برېښنا ستونزه حل سوې ده، بلکي د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت تأمین سوی، د اداري فساد، اختلاس او نورو بدمرغیو مخه هم نیول سوې ده، همدا زموږ د هیواد د پرمختګ له پاره یو نایابه او په زړه پوري چانس دئ، چي باید استفاده ورڅخه وسي. 


د کندهار په صنعتي پارک کي ډېري فابریکې به د برېښنا د نه موجودیت له امله بندي سوې، پانګوال به مجبور وه، چي خپلي فابریکې له کندهاره کابل او یا هرات ته انتقال کړي او یا ئې بیخي بندي کړي، خو نن ورځ د دې ستري ستونزي دوامداره غم خوړل سوی دئ. 


د حکومت او پانګوالو ترمنځ همږغي او همکاري باید لا زیاته سي، حکومت دي پانګوال دې ته وهڅوي، چي خپلي شتمنۍ له بهره راوړي او په خپل ملک کي ئې په مصرف ورسوي. 


نن ورځ د افغانستان د بیارغوني او بیا را پورته کېدني له پاره یو ډېر غوره فرصت مساعد سوی دئ، امید سته، چي افغانان له دغه عظیم فرصت څخه لکه څنګه چي ښایي هماغسي استفاده وکړي. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته