تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مشرانو او پوهانو خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 12, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


هوښیار انسان د دې پر ځای چي د یو ښه فرصت په انتظار ناست وي ، خپله په فرصت پسی ولاړیږی او په لاس یې راوړي.


که غواړې چي داسي کار وکړې چي په یوه کال کي حاصل او میوه وکړي، نو غنم وکره!. 


که غواړې چي داسي کار وکړې چي په دوه کاله کي حاصل او میوه وکړي، نو درختي کښینوه!


که غواړې چي داسي کار وکړې چي په سل کاله حاصل او میوه وکړي، نو انسانانو ته تربیه ورکړه!. 


بیله یو معلوم او مشخص شی هیڅ شی نه سي کولای چي د انسان روح ته اطمنان او سکون ورکړي. 


په کارونو کي اعتدال او میانه روی انسان و کمال ته نژدې کوي . 


ټول خلګ په دی فکر کي دي چي ځان مشر او نور خلګ د ځان تابع وګرځوی ، خو هیڅوک په دې فکر کي نه دي چې بل مشر او ځان دهغه تابع وګرځوي . 


دمار په شان هوښیار او د کوتری په شان ساده و اوسئ!. 


دانسان لپاره د حق نه پیژندلو تحمل او برداشت، د زمانی د مشکلاتو تر تحمل او برداشت ډیر سخت دئ. 


تر ټولو ښه مال هغه دئ، چي د عزت د خوندی توب لپاره مصرف سي . 


هیڅوک دومره احمق او ناپوه نه دئ، چي د هیڅ کار کولو وړتیا نه لري . 


یوازی طبیعت هغه کتاب دئ، چي ټولی صفحی یې د معناوو ډکی دي. 


دقبرونو زیارت کوئ! ځکه دقبرونو زیارت سړي ته مرګ او آخیرت ورپیادوی. 


تر ټولو بد وخت هغه دئ، چي ناپوهان پر خپل سر بد کارونه سرته رسوي او پوهان چپ پاته وي . 


دالله تعالی(جل جلاله) په نزد تر ټولو ښه استغفار د ګناه څخه لاس نیول او پر تیرو پښیمانه کېدل دي . 


پر مجرمینو باید خښم او غضب ونه کړو، بلکي هغوی ته باید زده کړه او تعلیم ورکړو چي تیري تیروتني بیا تکرار نه کړي . 


دبریالیتوب راز په ثبات او استقامت کي نغښتی دئ. 


په دنیا کي داسي بیده خلګ سته ، چي ویښتوب یې وحشتناکه او بیرونکی دئ.


 هغه خبره چي په ژبه دي نه وي کړې، هیڅکله به پشیمانی باندی ونه کړې. 


 ماخذ : سپېڅلي خبري


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته