تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قدر شپه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2024
  0

د قدر شپه

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دليلة القدر معنی ده دقدر او عزت شپه ، دا درمضان د میاشتي په طاق شپوکي یوه لویه دقدر والا شپه ده ، چي دزرو میاشتو څخه غوره ده ، ددي په باره کي په قرآن شریف کي دسورة القدر په نوم باندي يو سورة هم نازل سوي دي.

 د بعضو عالمانو خیال دي چي ليلة القدر په ټول کال کي را ګرځي ، نو کیدي سي چي دا شپي دوي وي ، يوه يي په ټول کال کي يوه شپه وي ، او يوه شپه صرف د روژی ترمیاشتي پوري محدوده وي ، نو بيا خو څه اختلاف نسته ، په هر حال دا دعزتونو او برکتونو میاشت ده ، رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  ددي شپي د ویښ تیرولو فضیلت بیان کړي دي ، چي دارنګه فرمایلي یي دي چي کوم سړئ دایمان په حالت کي دثواب په نیت باندي شب قدر شپه قیام وکړي ، نو دهغه پخواني ټول ګناهونه به معاف سي ، په يو بل حديث کي دي ، چي د شب قدر په شپه حضرت جبرائل (عليه السلام) د عزتمند و ملائکو دیو جماعت او ډلي سره مځکي ته راځي ، او دا ملائكي دهغوخلقو دپاره دبخښني دعاء کوي ، کوم خلک چي په دي شپه په لمانځه یا دالله (جل جلاله) په ذکرکي مشغول وي ، په یو بل حديث کي راغلي دي چي ليلة القدر درمضان په يوويښتم (۲۱) درویښتم (۲۳) او پنځه ويښتم (۲۵) تاریخ په شپوکي لټوي ، حضرت عائشه (رضي الله  عنها ) فرمایي ، چي رسول الله  (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي ، چي شب قدر درمضان په آخري لس په طاق شپوكي ولټوي ، (۲۱) (۲۳) (۲۵) (۲۷) (۲۹) شپوکي حضرت ابن عمر (رضي الله عنه) دیو سوال کونکي په جواب کي وفرمایل ، چي دليلة القدر شپه په هر رمضان کي وي ، حضرت عائشه (رضی الله عنها)  فرمايي چي ما درسول الله څخه پوښتنه وکړه کي چیري ما ته ليلة القدرحاصل سي نوزما دپاره کومه دعاء ويل په کاردی، نورسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل، دادعاء ووایي .


اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي


حضرت ابی بن کعب(رضي الله عنه)  وفرمایل ، چي شب قدر درمضان د میاشتي په آخري لسو شپوکي ده، او بیا يي قسم واخستي او وي فرمايل چي دا دروژي (۲۷) شپه په هر حال دليلة القدر په باره کي ډیر احادیث دي ، الله (جل جلاله) رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته دا شپه ښودلي ده ، او بیا د دوو کسانودبحث مباحثي په وجه باندي د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دزړه څخه ددي هغه تعین پورته کړل سوي ، ددي دپاره به په ټولو طاقو شپو ، بلکه په ټوله لس شپوکي په عبادت کي ښه محنت وکړي دا شپه دالله (جل جلاله ) د طرف څخه ددي امت دپاره یو لوی نعمت دي ، ځکه چي ددي أمت ژوند او عمر لږ دي ، نو الله (جل جلاله ) ددي امت عبادتونه قیمتي جوړ کړل چي د دوئ دالږ والي پوره سي ، دا رنګه دیوي شپي عبادت تقریبا د دري (۸۳) اتیا کالو دعبادت برابر دی ، او هر کال شب قدر راځي ، سبحان الله څومره برکتونه او څومره انعامونه دی په دي شپه کې  .


ماخذ : علمی تقریرونه 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته