تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تربي لمانځه سړې بل لوي مجرم نسته!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 6, 2021
  0

 


تعلیم الاسلام ویب پاڼه
چي په ځمکه سجده نه لګوي، ترهغه بل لوي مجرم څوک دی؟ زنا کول ګناه ګني د لمانځه پریښودل ترزنا ستر جرم دی .رشوت خوړل ګناه ګڼي، د لمانځه پریښودل تر رشوت خوړلو ستره ګناه ده....... وژل ستره ګناه پیژني. د لمانځه نه کول تر قتل لویه ګناه ده. له سجدي څخه چي چا انکار کړی دی هغه شیطان دی.


شیطان زنا کړي؟کوم قتل يي کړي ؟څه شراب يي څښلي  دي؟ څه قمار يي وهلي ؟ څه د شرک کاريي کړي دي؟


شیطان له سجدې څخه انکار وکړ. له سجدې په انکار د تل لپاره مردود و ګرځید.


مسلمان دي پام نه کوي چې، په ورځ کښې د سلګونو سجدو له کولو انکار کوي، ناست وي نو بیا؟ په ارامه ډوډۍ خورې، په ډاډ سره چای څښې په ارام سره خاندې په ارامه اخبار لولی په ډاډ سره د میرمني خواکښي ناست وي.


له يوې سجدې په انکار سره شیطان د تل لپاره مردود شو.


هغه څوک چي د سهار له سجدي انکار کوي. د ماسپښین په سجده ملنډي وهي. مازدیګر، ماښام او ماخستن هم هغسي .


دکورلمونځ هم څه ترنه کولو ښه دی. دا هم په لمانځه ملنډي دي.. اتمه ورځ په سر خولۍ کښیږدي...اته ورځي.... ددومره سجد و انکار له دي خبري نه ویریږي چي الله به يي مردود کړي.


دالله (جل جلاله)رسول (صلی الله عليه وسلم)چي د قيامت په ورځ زموږ نافرماني وویني وایي به: ("وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا")


اي زما ربه ! دازما امت دی، هغه چي زما قرآن یی پری ایښي ؤ.


قرآن ورته ناري وهلي مسجد ته راسي.هغوي دمسجد لوري پرې ایښي وو.


ماخذ: د قران او لمانځه برکتونه


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته