تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپل علم په ارزښت پوه سئ!
  تعلیم الاسلم ویب پاڼه
  July 18, 2021
  0


عَنْ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ أَبِيْهِ : قَالَ سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صَلَى اللهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ يَقُوْلُ مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِيَ بِهِ الْعُلَمَاءَ أَوْ لِيُمَارِيَ بِهِ السُّفَهَاءَ أَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوهَ النَّاسِ إِلَيْهِ أَدْخَلَهُ اللهُ النَّارَ.[سنن ابن ماجة 253]


ژباړه: څوك چي طلب د علم وكړي ددې لپاره چي په هغه باندي ځان د علماو سره په لانجه كي واچوي او يا په هغه باندي دكم عقلانو سره مقابله وكړي او يا په هغه باندي ځان ته د خلګو مخونه را واړوي ، نو الله پاك به هغه سړی اور ته داخل كړي.

 

توضيح: يعني څوك چي تحصيل د علم كوي خو د الله د رضا لپاره نه بلكي ددې لپاره چي په هغه باندي د نورو علماو سره ځان په جنګجال كي واچوي او د هغوی سره مناظره وكړي او يا په خپل علم باندي و غواړي د كم عقلانو انسانو سره مقابله وكړي البته د هغوی د اصلاح لپاره نه بلكي ددې لپاره چي ځان په هغوی كي مطرح كړي او يا هم ددوی سره داسي بحثونه كوي چي نه تنها داچي هغوی ورباندي اصلاح كيږي نه بلكي په پوهيږي نه چي په نتيجه كي هغوی نور هم د اصلاح كېدلو څخه ليري كيږي، او يا هم تحصيل د علم ددې لپاره كوي چي ځان په خلګو كي مطرح كړي ، شهرت وګټي پدې باندي ځيني دنيوي امتيازات او لوړ نوم وګټي نو دغسي انسان به اور ته داخليږي.


يا الله دداسي خلګو څخه مو مه ګرځوې!

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته