تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عمر (رض) اداري نظام
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 12, 2020
  0

د حضرت عمر  رضی الله عنه اداري نظام

 

ليکوال: محمدعيسی

 

په اسلام کي د خلافت یا د حکومت بنیاد که څه هم حضرت ابوبکر  رضی الله عنه ایښي و، خو د حکومت دور د حضرت عمر  رضی الله عنه په زمانه کي شروع سو. د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په دوه کلنی کي که څه هم د غټو-غټو مهماتو فیصله وسوه خو بیا هم د حکومت خاص نظام په کښي جوړ نه سو او نه هم دومره مختصره زمانه ددې لپاره بس ده. حضرت عمر  رضی الله عنه د یوې خوا فتوحات پراخ کړه او د بلي خوا یې د حکومت نظام جوړ کړ خپل د وفات تر وخته پوري یې څومره چي د حکومت شعبې وي هغه یې ټولي منځته راوړې. (الفاروق ص ۱۷۸) 


د عمر  رضی الله عنه د حکومت ډول: دده حکومتي نظام  د جمهوریت سره ورته و، خو په اصل کي هغه جمهوریت چي د اسلام سره مخالف نه وي؛ یعني د کتاب او سنت په چوکاټ کي یو ډول حکومتي نظام و. هغه یو داسي حکومت جوړ کړ چي نه په عربو کي ددې د مخه جوړ سوی و او نه په نوره نړۍ کي. هغه د نبي کریم (صلی الله عليه وسلم)  حکومتي نظام په مخه وړی، خو یو څه پرمختګ یې ورکړ. رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  د مسلمانانو په منځ کي دومره وخت تېر نه کړ چي غټ حکومت دي جوړ کړي، هغه مبارک مسلمانان جوړ کړل او د خپل رب عزوجل و لور ته ور وګرځېدی، خو د حکومت اساس یې کښېښود.


د حضرت عمر  رضی الله عنه مجلس شوری (کونسل): په دغه ټولو کي اصل الاصل د مجلس شوری انعقاد دی یعني کله چي به هم کوم انتظام پېښ سو نو د شوری مجلس به یې منعقد کوی او هیڅ امر بغیره د مشورې او کثرت رایي څخه نه عملي کېدیي. 


د مجلس شوری ارکان او د هغه د انعقاد طریقه: په مجلس شوری کي مهاجرین او انصار خامخا شریک وه. د مجلس شوری د غړو نومان که څه هم ټوله نه دي معلوم خو مشهور یې دغه دي: عثمان بن عفان ، حضرت علي بن ابی طالب، حضرت عبدالرحمن بن عوف ، حضرت معاذ بن جبل، حضرت اُبی بن کعب او حضرت زید بن ثابت رضی الله عنهم (کنز العمال) 


د عام رعایا مداخلت: عامو خلکو په انتظامي کارونو کي مداخله کول، د سیمو حاکمان د خلکو په خوښه مقرر کېدل، کله کله به د انتخاباتو په طریقه کېدل. کوفې، بصرې او شام ته یې خطونه واستول چي تاسو خپل په منځ کي هغه څوک وټاکی، چي په تاسو کي په هر لحاظ غوره وي، زه (عمر) به هغه ستاسو حاکم و ټاکم. همدارنګه یې د حاکمانو لیري کول هم کله کله د خلکو په خوښه کول. د حضرت عمر  رضی الله عنه په حکومت کي هر سړی ازاد وو او خلکو خپل د حقوقو په ښکاره کولو کي هیڅ مشکل نه درلودی.


 د خلیفه حقوق د عامو خلکو سره مساوي وه، لکه څنګه چي یو عام سړی د کومو حقوقو خاوند وو، خلیفه هم د هغو خاوند وو؛ هیڅ لوړ والی او فوقیت نه وو. په بیت المال کي د خلیفه او عام سړي یو ډول حق وو.


د ولایتو یا صوبو افسران: په ولایت کي به لاندي عهدې وې: والي، کاتب، کاتب دیوان، دفتر فوج میر منشی، صاحب الخراج، احداث یعني افسر پولیس، صاحب بیت المال، قاضی، او منصف.


تنخوا: لومړی به چا تنخواه نه اخیستل او دا به یې د تقوی خلاف عمل بلی. خو عمر  رضی الله عنه دغه غلط فهمي لیري کړه. هر شخص ته به د هغه د منصب سره سم ټاکلې تنخواه یا معاش ورکول کېدی.


د حکومتي چارواکو د شخصي مال معلومول: چي کله به یو شخص په حکومتي نظام ګډېدی، نو د هغه څخه به یې د هغه د مال او اسبابو فهرست غوښتی، چي ته څومره شیان لرې. کله چي به په هغه کي ډیروالی راتلی، نو عمر  رضی الله عنه به د هغه پوښتنه کول چي دا ولي دومره ډېر سو؟


 د حکومتي چارواکو تحقیقات: حضرت عمر  رضی الله عنه به د خپلو حکومتي چارواکو هر اړخیز تحقیقات کول او ددې لپاره یې یو غوره او سپېڅلی صحابي محمدبن مسلمه انصاري  رضی الله عنه ټاکلی وو. تر عامو خلکو به یې پر حکومتي چارواکو ډېره سختي کول او تحقیقات به یې زیات پسې کول. کله چي به د هغو یوه غلطي ثابته سوه نو سزا یې سخته وه. 


زراعت ته پرمختګ: ‌حضرت عمر  رضی الله عنه د زراعت پرمختګ ته توجه وکړه او عام حکم یې صادر کړ، چي هغه مځکي چي ابادي نه دي که هر چا د زراعت په واسطه ابادي کړې نو هغه مځکه د هغه ده. خو که چا په درو کلو کي ابادي نه کړې نو بېرته ځیني اخیستل کیږي. 


محکمه قضاء: عمر  رضی الله عنه په هر ښار کي د قضاء یوه محکمه جوړه کړه او قاضیان یې مقرر کړه او ددې لپاره یې د کتاب او سنت په چوکاټ کي خاص امرونه وکړه.


د بیت المال جوړول: د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  په زمانه کي بیت المال نه و، ځکه که به هرڅه راغلل نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  به هغه ټوله په یو وخت کي ووېشل. ځکه څومره مال چي به راغلی هغه وېشل کېدی. د حضرت ابو بکر  رضی الله عنه په وختونو کي هم داغسي وو. د عمر  رضی الله عنه په وختو کي د فتوحاتو لمن پراخه سوه، مال ډېر سو، نو د مجلس شوری په فیصله سره یې بیت المال جوړ کړ. ځانګړي او قوی تعمیرونه جوړ کړه.  


فوځي نظام:  عمر  رضی الله عنه په خپل خلافت کي یو خاص او پراخ فوځي نظام جوړ کړ او دغه ښې هلي ځلي یې وکړلې: د ټول خلافت فوځ جوړول، فوځي صدر مقامات، د فوځ د اسانو لپاره اصطبلونه جوړول، فوځي دفتر، د موسم د لحاظه فوځي تقسیمات، فوځي لباس، د فوځ لپاره د مسافری موده او د فوځ لپاره یې برخي جوړي کړې. 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته