تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ژوند را زده کړل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2021
  0

 


لیکنه :علي الله متوکل الرحمن /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


-باور او اعتماد جوړول کلونه کلونه وخت نیسي، خو له منځه وړل یې یوه دقیقه.


-عبادت مو الله ته نژدې کوي او د خلکو منځ کي عزتمن کوي. 


-هر حالت کي استقامت وکه؛ شمع چي ولاړه وي، نو لګیږي او که چپه سول، نو مړه کیږي.


-د هغه چا سره یاري وکه، چي یاري درسره کوي، که څه هم د دروازې چوکیدار وي؛ له هغه سره یاري مه کوه، چي یاري نه درسره کوي، که څه هم باچا وي. 


-کشکي کشکي درلودل او لکه مچ سر په دواړو لاسو وهل، ګټه نه لري. پورته سه، ولوېږه! پورته سه! ولوېږه! 


-د خلکو وفاداري د هغو په "ژبه" نه ثابتیږي، "وخت" یې درته ثابتوي. 


-ځان ته کتل، یعني خودبیني بیخي لویه تېروتنه ده. 


-سټایل، فیشن او د مخ ښایست خامخا له منځه ځي، خو د زړه ښایست هم خوند لري او هم له منځه نه ځي. 


-د خلکو سره د هغوی د سویي په اندازه شناخت کوه او احترام یې لره؛ که دي یاري کي تر حد زیات لاس ورکړ، نو ځان ځني ورک کیږي. 


-مطالعه او ورزش و بدن او دماغ دواړو ته ګټه لري.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته