تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت خباب بن الارت (رضي الله عنه) تکليفونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 18, 2021
  0

د حضرت خباب بن الارت (رضي الله عنه) تکليفونه


رالیږونکي : منصور احمد زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت خباب بن الارت (رضي الله عنه) دهغه مبارکو هستو څخه دئ چي خپل ځان یې و سختوامتحانونو ته وړاندي کړی دئ او د الله (جل جلاله) په لاره کي یې ډیر زیات تکليفونه تېر کړي دي.


نوموړی هغه مسلمان صحابي دئ چي د پنځو یا شپږو کسانو وروسته دستي مسلمان سوی دئ . 


دهمدې وجهي څخه ده مبارک ډېر تکليفونه ګاللي دي. حضرت خباب (رضي الله عنه) ته به د اوسپني زغره ور واغوستل سوه بیا به د غرمې په سختو ګرميو کي و غورځول سو او د زحمت څخه به زیاتي خولې ترې بهېدلې کله به داسي وسوه چي ستوني ستخ به پر ګرمو ډبرو وغورځول سو چي د ډېره زحمته څخه به يې د ملا غوښي ورستې سوې او توی به سوي حضرت خباب (رضي الله عنه) د يوې ښځي مریی و کله چي یې باداره خبره سوه چي خباب (رضي الله عنه) د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره ملاقات کوي نو دې به اوسپنه ګرمه کړه بیا به یې په دغه اوسپنه سر ورداغي ، يوه ورځ حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه)په خپل خلافت کي د خباب (رضي الله عنه) څخه دده دتکلیفونو پوښتنه وکړه چې د اسلام په لومړيو کي کافرانو باندي تېر کړي وه.


 ده مبارک خپله ملا ښکاره کړه او وې ویل تاسو زما ملا و ګوری عمر (رضي الله عنه) چي دده ملا وليده وې ویل: ما خو داسي ملا تر اوسه نه ده لیدلي خباب (رضي الله عنه) ورته وویل:


کافرانو به زه پر اور وغورځولم کله چي به يې را پورته کړم زما د ملا په وازګه او وینو به اور مړ،سو ، دا د اصحابو کرامو ژوند لیک و دو مري سختۍ يې تېرولې ددې ددومره سختیو سره  سره کله چي اسلام ترقي حاصله کړه دغه مبارکو اصحابو به ژړل او ویل به یې چې هسي نه چي دغه ترقي زموږ دتکليفونو بدله وي او آخرت ته مو شي نسي پاته ، حضرت خباب (رضي الله عنه) فرمایي:


يوه ورځ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) دعادت خلاف ډېر اوږد لمونځ وکړی موږ پوښتنه ځني وکړه چي یارسول الله (صلی الله عليه وسلم)! دا څومره اوږد لمونځ و ؟ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) راته وفرمایل : دا دویري او رغبت لمونځ و پدې لمانځه کي ما و الله (جل جلاله) ته درې دعاوي وکړې دوې دعاوي قبولي سوې يوه نه سوه قبوله.


لومړۍ :دعا مي دا وه چي يا الله (جل جلاله) زما امت په قحط سالي سره مه هلاکوې ، دا دعا قبوله سوه .


دوهمه: دعا مي داوه چي يا الله (جل جلاله) زما پر امت باندي داسي ظالم آمر مه مقرروې چي زما پر امت دومره ظلمونه وکړي چي بیخي يې ختم کړي ، دا دعا مي قبوله سوه .


 دریمه :دعا مي دا وکړه چي يا الله (جل جلاله) زما په امت کي خپل منځۍ جګړې مه اچوي دا دعا نه سوه قبوله .


حضرت خباب (رضي الله عنه) د اوه دیرشو کالو په عمر وفات سو ی دی: لومړی صحابی و چې په کوفه کي دفن سو دده د مړيني وروسته حضرت علي(رضي الله عنه) دده و قبرته ودرېدئ او وې فرمایل: پر حضرت خباب (رضي الله عنه) دي الله (جل جلاله) رحم وکړي په خپله خوښه مسلمان سو په خپله خوښه يې هجرت وکړی ژوند يې په جهاد کي تېر کړی او ډېر تکليفونه يې پر ځان تېر کړل هغه څوک مبارک دی :چي قیامت یاد ساتي او د حساب لپاره تیاري کوي ، پر دو مري مال باندي صبر کوي چي دده ګذاره په کېږي او خپل بادار يعني الله (جل جلاله) راضي کوي ؟


فایده : په حقيقت کي د الله (جل جلاله) رضا ددغه کسانو په برخه وه ځکه دوی هر کار د الله (جل جلاله) د رضا لپاره کاوه.


ماخذ : د اصحابانو کیسې

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته