تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مخکینیو علماوو به د وخت ساتنه څه ډول کوله؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 27, 2021
  0

مخکینیو علماوو به د وخت ساتنه څه ډول کوله؟


لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مخکینیو علماوو به خلګ د وخت دضایع کولو څخه ویرول.


فضیل بن عیاض (رحمة الله علیه) ویلي دي زه هغه څوک هم پیژنم چي د یوې جعمې څخه تر بلې جمعې پورې خپلي ټولي خبری شمیرلې د سلفو یوه عالم ته څوک راغی او د خپلو خبرو په مهال يي ورته وویل : له کاره مي وویستی رښتیا وایی ما تر اوسه قرات کاوه اوهغه مي ستا لپاره پریښوده .


مشهور ولي سري السقطي (رحمة الله علیه ) یوعابد ته په داسې حال کي راغی ، چي د هغه خواته یوه ډله خلګ ناست وو ورته ویې ویل : چې د بیکاره خلګو د ټولیدو ځای ګرځیدلی یې دا خبره یې ورته وکړه اوبیا ځیني روان سو ، کله چي کوربه نرم شي د میلمه هم تمه پیدا شي پښې اوږدې کړي اوترډیره وخته ناست وي  ، چي په دې توګه سړی له ضرره نه شي ژغورل کیدای .


یوه ډله خلګ د معروف کرخي (رحمة الله علیه) خوا ته ترډیره وخته ناست وو  ده ورته وویل : د لمر ملایکه د لمرپه بوتلو کي سستيٍ نه کوي (لمر خپل حرکت جاري ساتي)تاسي به کله ولاړیږئ.


ماخذ : دوخت قیمت او زموږ غفلت.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته