تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآنکريم زده کړه تر سلو رکعتو نفلو بهتره ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 27, 2021
  0

 

د قرآنکريم د يوه آيات زده کړه تر سلو رکعتو نفلو بهتره ده

 

لیکنه مولانا محمدزکريا نور الله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

 

عن ابي ذر (رضي الله عنه)قال قال رسول الله يااباذر لان تغدوا فتعلم آية من  کتاب الله خيرلک من ان تصلي ماة رکعة ولان تغدوا فتعلم بابا من العلم عمل به اولم يعمل به خير من ان تصلي الف رکعة .


ژباړه: د ابې ذر (رضي الله عنه)څخه روايت دئ چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم)وفرمايل: اې ابا ذره! که تاسو سهار ولاړ سئ يو آيات د قرآن څخه زده کړئ تر سلو رکعتو لمانځه بهتر دئ چي ته يې وکړې او که ته سهار ولاړ سې  يو باب علم زده کړې عمل په وکړې او يا يې په ونه کړي تر زرو رکعاتو لمانځه بهتر دئ، چي ته يې وکړې.


په ډېرو حديثونو کي دا مضمون راغلى دئ، چي علم  زده کول تر عبادت غوره دي د علم د فضيلت په اړه چي څومره حديثونه راغلي د هغو ټولو يو ځاى کول په دې کوچنۍ رساله کي ګران کار دئ.  د نبي(صلی الله عليه وسلم)څخه روايت دئ، چي د عالم فضيلت پر عابد داسي دئ لکه زما فضيلت پر يوه ادنی ستاسو باندي. په بل روايت کي راځي چي يو عالم فقيه  پر شيطان باندي تر زرو عابدانو ډېر سخت دئ.


رواه ابن ماجة باسناد حسن 

ماخذ : دقران فضائل 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته